افغانستانویډیو

د شینوارو قومي مشران: دوه پاسپورټ لرونکي چارواکي د افغانانو په سرنوشت لوبه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د شینوارو د قوم قومي مشر ښاغلي عزیزالله شینواري او عارف خان شینواري د ننګرهار پر امنیتي وضعیت د خبرو پر مهال وویل چې د کورنیو چارو وزارت، د امنیتي شورا او ولسمشر اشرف غني چې ځانته مفکر هم وايي، د شینوارو قوم په خلاف دسیسه جوړه کړې.

نوموړي وویل چې زمونږ د قومي شورا غړو په کابل کې ددغو ټولو چارواکو سره ولیدل، خو هیڅ پایله یې تر لاسه نه کړه. دا نمایشي خلک دي، دوه تابعیت لرونکي خلک دي، افغانان نه دي، دوه پاسپورټونه اخیستي دي، د افغانانو په سرنوشت لوبه کوي.
«دوی د افغانانو لپاره یوه لوبه، دسیسه او پروژه جوړه کړې، د افغانانو د رسم، عنعناتو ، کلتور او رواج څخه خبر خلک نه دي.»

او زیاته یې کړه: څوک چې په حکومت کې موجود دي، وزیران دي، او که نور چارواکي دي، دوی خپله دلته کورنۍ نه لري، دوی د بهرنیو هیوادونو څخه د خپلو کورنیو د غړو لپاره له مخکي نه لا دوهم تابعیتونه اخیستي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر هم د ملي امنیت د شورا رئیس او د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د داعش په ملاتړ تورن کړي وه او ویلي وه چې د داعش رهبري د کابل څخه کیږي.

عزیز الله خان وویل: په خاصه توګه د کورنیو چارو وزیر او د امنیتي شورا رئیس حنیف اتمر نه غواړي چې په شینوارو کې د داعش په وړاندي عملیات وسي، دوی له سره مونږ ته دسیسه جوړه کړې، پر مونږ یې پیسې او پروژې اخیستي، زمونږ د وینو او سرونو په قیمت په دوبۍ او لندن کې کورونه جوړوي.

نوموړي زیاته کړه: دا د خارج نه راغلي خلک دي، دوی د افغانیت هیڅ ضمیر نه لري، که یې ضمیر لرلی، د خپلو افغاني ښځو کالیو او زړوکو ته به یې کتلي وای.

نوموړي اشرف غني ته په خپله وینا کې وویل: مونږ خو تاته ډیري هیلي لرلې، مونږ ویل چې دا د جهان مفکر دی، یو څه به وکړای شي، خو تا مونږ را وستلو په بمونو دې کښېنولو، ایا نړۍ ته دې همدا ښودل چې دا خلک مو پر بمونو کښېنول؟ او زیاته یې کړه: که چیري زمونږ امنیت ته جدي توجه ونه شي، دوی به په کابل کې مظاهره وباسي، که یی بیا هم ګټه ونه کړه نو د ماکو لویه لاره به وتړي.

عزیزالله خان وویل: له دې وروسته که هیواد کې هر څه بحران سره مخ کیږي، مونږ ته مهم نه دی، مونږ ته د اشرف غني، ملي امنیت د شورا رئیس او کورنیو چارو وزیر د مرمیو ضد موټر نه دي مهم، مونږ ته د خپلو میرمنو زړې چپلکې او د هغوی عزت مهم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x