نظــر

اربکیانو امنیتي اندیښنې زیاتې کړي دي

لیکوال: انوج چوپرا (کابل کې د فرانس پریس خبري اژانس دفتر مشر)
ژباړه: صمیم سعادت

لیکوال: انوج چوپرا
لیکوال: انوج چوپرا

په آسانو او موټرسایکلونو سپاره د قومندان نعیم جنګیالي د افغانستان په شمال کې د طالبانو په لټون پسې ګرځي.

وروسته له هغه چې دولت د طالبانو د له مینځه وړلو څخه مایوسه شو، زرګونه ملیشې چې په ټولنه کې رنګارنګ سابقه او تاریخونه لري، یې راغونډ کړل، تر څو لنډ مهالی امنیت رامینځ ته او د هغو عسکر لپاره کومکي رول ولوبوي چې په جګړه کې درانه تلفات ګالي.

د شننونکو په باور، د دغو ډلو راټوکیدل افغانستان یوې قومي، کورنۍ او اوږد مهالې جګړې ته ورټیل وهي. خو قومندان نعیم چې د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۰ جنګیالیو مشري په غاړه لري، ملیشه د خپلې بقاء یوازینۍ لار بولي.
قومندان نعیم وايي: «که اربکیان نه وي طالبان به سیمه په څو دقیقو کې ونیسي، زمونږ په نشتون کې به فاریاب دوهم کندز وګرځي».

یو لویدیځوال چارواکي فرانس پریس خپري اژانس ته ویلي دا مهال په فاریاب ولایت کې ۵۰۰۰ جنګیالي د ناقانونه یا نیمه ناقانونه ملیشو په لیکو کې کار کوي چې افغان دولتي چارواکي غواړي دا شمېره څو چنده کړي.

یوې رسمي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «په تېرو دوو کالو کې د میمنې په ښار کې د یو کلاشینکوف بیه دوه چنده زیاته شوې، لامل یې دا دی چې پخوانۍ ملیشې یو ځل بیا په فاریاب کې منظمې شوي دي».

نوموړې سرچینه زیاتوي چې د اشرف غني حکومت په پام کې لري چې د امریکا له ملاتړه برخمنې ملیشې (اربکیانو) شمېره له ۳۰۰۰۰ څخه ۴۵۰۰۰ ته پورته کړي.

په یو داسې هیواد کې چې جګړو ټوک ټوک کړی وي، د محلي ملیشو ډیرښت دا معنی لري چې د پخواني حکومت له هغو کوښښونو سره بشپړه مخالفه تګلاره غوره شوې چې غوښتل یې دغه وسلوال بې وسلې کړي او همدارنګه د اشرف غني د هغو څرګندونو برعکس کار روان دی چې د دغو وسلوالو د بې وسلې کولو ژمنې يې کولې.

فرانس پریس اژانس ته دغه سرچینه زیاتوي:

«څرنګه چې دغه وسلوالې ډلې د بشري حقوقو د پایمالولو او په حکومت کې له خپلو مشرانو څخه د سرکشۍ خطرناک تاریخ لري، نو د دې ډلو چټک ډیرښت د اندیښنې وړ دی».

ساتونکي که داړونکي څاروي؟

په داسې حال کې چې جنګیالیو ته نا کافي او غیر مناسبه پوځي روزنه ورکول کیږي، حکومتي څارنه او مراقبت په نشت حساب دی، فساد په زیاتیدو او د قانون له منګولو د تېښتې ذهنیت عام دی، نو ځکه خو ځیني اربکي ډلې په وحشي جنایتکارو ډلو بدلې شوي دي.

د کړکیچ نړیوالې ډلې د راپور پر اساس، په فاریاب کې اربکیانو له یوې داسې وچې څاه (کوهي) څخه د تعذیب د آلې په توګه کار اخیستی چې له مارانو ډکه وه. همدارنګه یې یو بندي په پټي کې درولی او د نښې ویشتلو د هدف په توګه یې ترې استفاده کړې.

د اربکیانو د وحشي تاکتیکونو، غلاوو، جنسي تیریو او د مخدره توکو د قاچاق له کبله ځینې کلي په کنډوالو بدل شوي، خلکو ترې نورو سیمو ته کډې کړي او د ځان د ژغورنې په موخه له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د افغانستان د چارو څیړنې مرکز یو تن څیړونکی «عبید علي» وايي په ځینو سیمو کې اربکیانو ډلو خپلمنځي جګړې هم کړي دي. «د اربکیانو وروستی هدف دا دی چې د قاچاق او شوکې له لارې پیسې ترلاسه کړي».

د اربکیانو پروژه د امریکا د هغو کوښښونو پر ناکامۍ او نیمګړتیا څرګند دلیل هم دی، چې بیلیونونه ډالره یې د هغو افغان ځواکونو د پیاوړتیا او خودکفایۍ په موخه ولګول، چې د مخالفینو له لوري روزانه په مختلفو جبهو کې درانه تلفات ګالي.

دولتي ځواکونه په فاریاب ولایت کې، چې طبیعي ښکلا، ښایسته غرونه او سرسبزه غونډۍ لري، د طالبانو د پرمختګ له مخنیوي څخه عاجز دي، په دې وروستیو کې طالبانو مهمې ولسوالۍ نیولي او د ولایت مرکز ته ورلنډ شوي دي.

د اکتوبر په ۴مه شپه طالبانو د میمنې ښار د نیولو په موخه برید وکړ، قومندان نعیم وايي چې په داسې حال کې چې امنیتي چارواکي له ښاره په تېښه وو له ده سره یې تلیفوني اړیکي نیولي او د وارخطایۍ په حالت کې يې ترې غوښتنې کولې چې په خپل کلي کې پناه ورکړي.

قومندان نعیم وايي: «ما ورته په ځواب کې ویل: که تاسو له میمنې ښار څخه وتښتئ زه به مو په دا سر وولم».

نوموړی زیاتوي: «که امنیتي ځواکونو په یوازې ځان له طالبانو سره د جګړې وړتیا درلودای، دکاندارانو او بزګرو (چې هدف یې اربکیان وو) اړتیا نه درلوده چې راپورته شي، خپل قیمتي توکي او مالونه وپلوري او په پیسو یې وسلې واخلي».

د قومندان نعیم په ګډون د هغه ۱۲ تنه جنګیالي دولتي معاش خوري او له دولت سره رسما ثبت دي، پاتې لسګونه نور غیر رسمي وسلوال دي، چې هیله لري د دولت له خوا ورته رسما معاش وټاکل شي.

قومندان نعیم زیاتوي: «طالبان له بزګرو څخه په زور عشر اخلی، مونږ له هیچا څخه یوه مړۍ ډوډۍ هم نه ده غوښتې».

نوموړی وايي: «مونږ د خپل وطن ساتونکي یو، داړونکي وحشیان نه یو».

د نعیم په جنګیالیو کې د شاه محمد رحماني په نامه یو ۲۴ کلن هلک دی، ویل کیږي چې نوموړی د ورځې له خوا د اقتصاد محصل وي خو د شپې له خوا بیرته اربکی شي.

درې کاله مخکې یې درې ملګري له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول، بیا یې له بزګرو سره په پټیو کې مزدوري وکړه او ځان ته یې کلاشینکوف واخیست. رحماني وايي چې مونږ بل آپشن نه لرو، یا به د اربکیانو ملګرتیا کوو او یا به د طالبانو لاس ته لویږو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x