نظــر

سوله راتلای شي خو کېدای نه شي

په دې وروستیو کې د سولې په نوم بېلابېلو جرګو، رسمي شوراګانو، هیئتونو او سازمانونو د هېواد په د ننه او بهر کې په یو لړ خوځښتونو او هڅو لاس پورې کړی دی تر څو جګړه ځپلي هېواد ته سوله راولي چې دا هڅې ولو که پردی هم وي د قدر وړ دي، د سولې د راوستلو لپاره د لارو چارو په سمون کې ټولې رسمي، غیر رسمي، کورنی، بهرنی او داسې نورې فردي او ټولنیزې هڅې به ان شاءالله ضرور مثبتې پایلې له ځانه سره لري او د سالم عقل لرونکی هر انسان په تېره بیا جګړه ځپلي مظلوم او محکوم افغانان به یې خامخا په نیک پال سره نیسي او د روان ناورین په ګرداب کې به یو ځل بیا خپلې سوې ناهیلې هیلې پسې غوټه کوي.

د ناهیلو هیلو خبره ځکه د یادولو وړ ده چې د سولې هڅې زمونږ د هېواد په تېر دېرش کلن ناورین کې څه نوې او په خپل ډول کې لومړنئ نه دي، بلکه پخوا هم تردې ډېرې او په لوړه کچه په کورني، بهرنیو، رسمي او بین المللي ډګرونو کې کار ورته شوی خو په تاسف سره چې د مطلوبې پایلې په توګه یې هغه سولې ته لاره نه ده هواره کړې چې له درې لسیزو څخه راپه دې خوا د افغانانو یوازنی ارمان دی بلکه ددې پر ځای چې د سولې راتلو ته لاره هواره شي د سولې د کولو په نوم او هڅو سره نور ناورینونه وزېږول شول او مړژواندو موجودو ته هم ساه او بقا وبښل شوه، دا ځکه چې د یادو اکثریت هڅو د سر تارونه د نړی له استعماري هېوادونو او ګاونډیانو سره تړلي وو چې د خپل لاسوهونکي مغرضانه او ککړ سیاست په مټ یې زمونږ په هېواد کې د افغانانو پر ضد یوازې خپل مطلق العنان لاسپوڅي ګومارل او د اشغال تر پولو یې د هغوی پالنه وکړه، نو همدا سبب دی چې د عامو افغانانو هیلې یې له یوه سره وسوې او د ناچارو په ګرداب کې بالاخره ناهیلی شول چې  له بده مرغه نن سبا افغانان د سولې او جګړې په نوم یادو دوه خو مختلفو او متضادو مفاهیمو ته د بدمرغی د واحدې پدیدې په سترګه ګوري او د هیڅ ډول خیر تمه نه ترې کوي، الا من رحمهم الله تعالی.
 
دا چې امریکایي یرغلګر د وتلو تابیا کوي نو په وتلو سره غواړي د خپلو لاسپوڅو په مټ د روسي اشغال د پای د پړاوونو تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي نو مونږ ته هم ښایي چې د ناهیلی پر ځای د عامه ویښتابه او پوهاوي لپاره د سولې په نوم د روانو هڅو په اطرافو، اسبابو، اهدافو، او میکانیزم یو څه رڼا واچوو.
 
د کرزي د ادارې له خوا د سولې د شوری منځ ته راتګ په ظاهر کې د خیر یو تر ټولو اړین ابتکار وو   چې د ۲۰۰۱ میلادي کال له پیل څخه یې په لاس کې درلود چې د نن په پرتله یې ډېر او تر لسګونو زره زیات مخالف انسانان په اسارت کې وو، خو دا چې ولې يې هغه وخت په یاد خورا اړین ابتکار باندې لاس پورې نکړ؟ پدې اړه څه نه لیکم  ځکه چې د لیکنې له موضوع سره چې سوله ده اړخ نه لګوي او له بلې خوا مشهوره مقوله ده چې وایي “از جنګ ګذشته یاد نکن”، خو هغه څه چې له سولې سره په تړاو کې د یادولو وړ دي هغه مطرح شخصیت او لوري ته اشاره ده چې په خوښه او مشارکت سره یې یاد په لسګونو زره اسیر انسانان په ډلییزو قبرونو کې خښ کړل شول او د نن د دوی په اصطلاح د سولې د عالي شوری د مشرتابه په توګه د سولې د ټولو اصولو او غوښتنو په تر پښو لاندې کولو سره د په اصطلاح تفاهم ډګر ته له خپلې خوښې، زور او میلان سره سم راوړاندې شول، چې دا کار پخپل ذات کې د سولې له زندی کولو پرته بله هیڅ مانا هم نه لري.
 
د فقیدې سولې شهید استاد ته به احتمالا له خدای ورکړي علم او د خوړلي عمر له پنډ کتاب تجربو او د اخلافهم له ملي او دیني ضد معامله ګریو څخه دا یوه خبره نه وه څرګنده شوې چې انسانان د نړی په دې واړه کلي کې یو بل ته خپل مطلوب پیغام او روا غوښتنې د نه منلو او یا کم تر کمه نه اورېدلو په صورت کې له ژبې، غوږ او غږ پرته په نورو لارو چارو او وسیلو سره هم رسولای شي، په علمي او عملي لحاظ سره جګړه پخپل ذات کې د انسانانو تر منځ د پیغام د  استولو او افهام او تفهیم یوه تر ټولو وروستی خو خورا کارنده وسیله ده خو له دې وسیلې څخه انسانان یوازې هغه وخت کار اخلي چې د دوی تر منځ یو له اطرافو څخه د زور، زر او غرور په وجه د بل لوري مکرر او د لسیزو زړو او مکررو غوښتنو او پیغامونو ته یا خو غوږ نه نیسي او یا هم کم تر کمه اعتنا نه  ورته کوي.
 
نو کله چې د وروستی وسیلې په توګه د یاد ډول افهام په پروسه یانې بله شوې جګړه کې د یوه یا دواړو لوریو له خوا د سولې ضرورت رامنځ ته شي نو معنی یې داده چې په حقیقت کې ښکېل مغرور او ناروا اړخ ته محکوم او له پامه لوېدلي بل اړخ خپل له پامه لوېدلی پیغام په یقیني ډول سره رسولی او کما حقه یې ورته فهمولی دی، نو همدا سبب دی چې د سولې وړاندیز هم لومړی هغه لوری کوي چې د مظلوم لوري له پامه لویدلي پیغام یې نور کاڼه غوږونه کړنګولي او مغرورو ماغزو ته یې لاره موندلې وي.
 
د پورته خبرو په رڼا کې ویلای شو چې د ګران هېواد د اشغال له یوولسو کلونو وروسته د یرغلګرو په نیابت، میلان او اشارې سره د کرزي د جګړه مارې او لاسپوڅې ادارې په لاس د سولې له وړاندیز او د سولې د عالي شوری له بنسټ اېښودلو څخه ښکاري چې بادارانو یې نور د مخالف لوري پیغام په یقیني ډول اخستی او هم یې سم فهمولی دی، خو متاسفانه چې بیا د همدې شوری عملي میکانیزم او پالیسي د تمې خلاف داسې عیاره شوې ده  چې ګواکي نه یوازې د مخالفینو پیغام یې نه دی اورېدلی بلکه خپل د زور، اشغال او تیري په ټټو سواره موقف څخه په مخالف لوري غږ کوي چې وسله پر ځمکه کېږدي، د اشغال تر وزر لاندې جوړ شوی اساسي قانون ومني او تر ټولو عجیبه هم دا چې ورته غوښتنه د مخالفینو له مشرتابه څخه نه بلکه د دوی له افرادو څخه کوي، چې دا ډول تمه او پالیسي د یاد لوري له خوا د سولې له مخلصانه وړاندیز سره کله هم ډډه نه لګوي بلکه داسې سره په ټکر کې دي چې د عقل د خاوندانو په اند خورا  ماشومانه، خندوونکې او د وخت ضایع کوونکی ډرامې او دسولې په نوم دخپلو جیبونو او بانکي حسابونو  له ډکولو څخه پرته بل څه نه شي کېدای.
 
ددې لپاره چې ریښتونې سولې ته د راتلو لاره برابره شي، نو د ورته عالي هدف د تحقق په لاره کې ټولو خپلواکو سوله غوښتونکو غورځنګونو، سازمانونو، ذیعلاقه افرادو، مدني او حقوقي ټولنو، د سولې اړوند کورنیو او بهرنیو  رضارکارانو په تېره بیا عامو اهل نظر افغانانو ته پکار دي چې د یادې شوری له موازاتو سره په غوڅ واټن او بشپړ پرېکون کې تر ټولو لومړی د تحمیلي جګړې مخالف لوری په سمه او رښتونې توګه تشخیص او له پېژندنې وروسته یې په علني ډول ومنی او اعتراف ورباندې وکړي او په دوهم قدم کې هم د جګړې د د یوه مطرح لوري په حیث د هغوی د مطلوبه پیغامونو په یقیني رسولو کې مخلصانه او نه ستړې کېدونکې مرسته او هلې ځلې وکړي تر څو د جګړې او بدمرغه اشغال عمر رالنډ شوی او ستړې ستومانه سوله هم د خپل بین الافغاني پړاو په لوري اوچت ګامونه واخلي.
 
هو د اشغال په تړاو به د سولې په لومړي بهرنی پړاو کې اړینه وي چې له یرغلګرو سره د یو لړ ضمانتونو تبادله هم وشي چې مهم او هغه چې بین الافغاني سولې، ملي وحدت او تفاهم ته لاره هواروي، دا دي چې یرغلګر لوری به له خپل شاتګ او د خپلواک افغانستان له منلو سره جوخت د خپلو پخوانیو کورنیو لاسپوڅو له هر ډول پالنې او تمویل څخه لاس اخلي، د ګاونډیانو د لاسوهنو په مخنیوی کې به مرسته کوي او د نړی د نورو هېوادونو، خپلواکو نړیوالو حقوقي او عدلي سازمانونو په مټ به د افغانانو په منځ کې د تېر ناروا روسي او ننني تر ټولو وحشي امریکایي اشغال د بدمرغه محصولاتو یانې جنګي جنایتکارانو، ملي خاینینو او په فساد کې ککړو اشخاصو چې په اصل کې د سولې قسم خوړلي دښمنان دي، په پېژندلو او د راتلونکي افغانستان د خپلواک اسلامي حکوکت عادلانه محاکمو ته په بلاقید او شرط سپارلو کې مرسته کوي. پدې توګه به نړیوال له یوې خوا د مظلومو افغانانو د څو لسیزو اخلاقي پور ادا کړی وي او له بلې خوا به هم حقیقي سولې ته دا موقع په لاس ورغلې وي چې زمونږ په جګړه ځپلي هېواد او مظلومو خلکو باندې تلپاته وزر وغوړوي.

خو که خدای مکړه داسې ونه شول نو لکه څنګه چې له یرغل وړاندې د یرغل د مقدماتو په توګه جګړه موجوده او تحمیل شوې وه نو د اشغال له حتمي پای څخه وروسته به بیا هم ریښتونې سولې ته د رسېدو په لاره کې د اشغال له محصولاتو/پاته شونو سره د تېرو ایتلافونو  خلاف،  جګړه  ادامه پیدا کوي تر څو چې یاد محصولات یا خو بشپړ کابو شوي نه وي او یا هم له واک او وجود څخه لوېدلي نه وي چې له بهرنیو لاسوهنو سره مل په داسې یو کورني اخ او ډب کې به بیا د سوله غوښتونکو سازمانونو له خوا د خپلواکو او پلورل شوو اړخونو تر منځ سوله کول یوه ناشوني خبره وي چې که فرضا په تشریفاتي او سمبولیک ډول شونی هم شي نو مثال به یې د نویمو کلونو هغه بې باوره او لنډمهاله ډزبندیو ته ورته وي چې جګړه مار بڅرکي پکې هر وخت اور بلولای او بې اسرې سوله لوټلای شي.

 عادل عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x