
د ننګرهار امنیه قومندان له بمي چاودني روغ وتلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰، ۱۳۹۴ ل): د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد نن سهار په جلال آباد کې د سړک غاړي د ماین له چاودني څخه روغ وتلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې امنیه قومندان فضل احمدشیرزاد د جلال اباد ښار د غازي امان الله خان ښارګوټي څخه د تیریدو په حال کې وو چې د سړک غاړي ماین چاودنه رامنځته شوه.
خوګیاڼي زیاته کړه، په چاودنه کې فضل احمدشیرزاد ته کوم زیان نه دی رسیدلی او نه هم د چاودني له امله ولسي خلګو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.
تر پېښي وروسته امنیتی ځواکونو څېړني پيل کړي دي.