
پکتیا: د عسکر په جنازه کې د نه ګډون په تور دیني عالم ووژل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰، ۱۳۹۴ ل): د پکتیا ولایت په ګردې څیړۍ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو یو دیني عالم او مدرس په دې ګناه وژلی چې د یو عسکر په جنازه کې يې ګډون نه و کړی.
مولوي شاهد الله منهاج د همدې ولسوالۍ د سوري خیلو کلي اوسیدونکی او په قوم ځدران و. نوموړي د سیمې په یوې دیني مدرسه «نور المدارس» کې تدریس کاوه.
ځايي خلکو نن ټکی اسیا ته ویلي چې له دې وړاندې د کمپاین ځواکونو د یو تن عسکر جنازه سیمې ته راوړل شوه، خو دا چې مولوي منهاج د عذر له کبله جنازې ته نه و حاضر شوی، د کمپاین عسکرو د ځان بې عزتي وبلله.
د کمپاین ځواکونه هغو عسکرو ته ویل کېږي چې د بهرنیو عسکرو او د هغوی د اډو د ساتنې دنده پر غاړه لري.
راپورونه وايي چې د کمپاین عسکر تېره ورځ د مولوي منهاج کور ته ورغلل او نوموړی یې سهار پنځه بجې د خپل کور په انګړ کې وواژه.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په اکثرو سیمو کې عام خلک د ملي اردو، ملي پولیسو او اربکیانو په جنازو کې له ګډون څخه ډډه کوي او ځانونه ترې پټوي، خو د سیمې اوسیدونکي وايي چې مولوي شاهد الله منهاج د یو عذر له کبله جنازې ته نه و حاضر شوی.
که څه هم ځیني ملایان د دولتي عسکرو او اربکیانو د مړو له جنازې څخه د شرعي پلوه ډډه کوي، خو یو شمیر نور ملایان وايي چې د طالبانو د وېرې د عسکرو په جنازو کې ګډون نه شي کولی.
د پکتیا سیمه ییزو چارواکو د مولوي شاهد الله منهاج د وژنې په اړه تراوسه څرګندونې نه دي کړي.
انا لله و انا الیه را جعون- الله پاک یی د شهادت قبول کړی
اناالله و اناالیه راجعون خداپاک ج دیه ده ده شهادت قبول کری ده پنصدی ملایانوتیربل چوک ده مرتدین جنازه چنگه وه وایه چی ده رسول الله ص واقعی وارثین شهیدان ویه داده کفر ده مزدوران دی مخ دی پردوارودنیاتورسیه
الله پاک دې شهادت ورته قبول کړي
انا لله و انا الیه راحعون : الله ج دی ورله شهادت قبول کړی او قبول به وی ځکه ناڅاپی حمله کی د شیطانی وسوسو وخت هغه ته نه پاتی کیږی د همدی امله نورو عادی ناڅاپی وژل شوی هم په شهیدانو کی شمیرل کیږی . دا چه هغه د شهادت سپیڅلی او لوړ مقام تر لاسه کړو هغه نیکمرغه او د الله ج د مطمنو بندګانو له ډلی څخه وو هغه چاته ورکوی چه الله ج ته په فطری ډول منل شوی وی یعنی ازلی نیکمرغه وی ، د هغه په شهادت مونږ هم ازمایی ، هغه چا چه… نور لوستل »