امریکایي سناتور: د افغانستان جګړه اوس هم ګټلای شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰، ۱۳۹۴ ل): امریکايي سناتور «رالف ابراهام» چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و، امریکا ته د بیرته ګرځېدو پر وخت ویلي چې امریکايي ځواکونو د افغاني ځواکونو په روزنه کې ډېر پرمختګ کړی او دغه هڅې باید جاري وساتل شي تر څو په مټ یې په سیمه کې د تروریزم سره مقابله وشي.

نوموړي وویل: «زه فکر کوم چې دغه جګړه په ډیرو ساحو کې د ګټلو امکان لري».

رالف ابراهام د امریکا په کانګرس کې د جمهوري ګوند استازیتوب کوي او له جګړې څخه د ورګرځېدلو عسکرو د چارو دکمیسون غړی هم دی.

نوموړي په خپل شپږ ورځني سفر کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون په افغانستان کې له جګپوړو افغاني چارواکو او هم د امریکايي ځواکونو له مشرانو جنرالانو سره له نږدې لیده کاته کړي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپلې پخوانۍ وعدې څخه پر شا شوی، او اعلان یې کړی چې په سیمه کې به د یوه بل کال لپاره هم خپل ۹۸۰۰ عسکر د تروریزم سره د جګړې لپاره پریږدي.

نوموړي امریکايي سناتور وايي چې هر څوک یې په افغانستان کې لیدلي، هغوی د باراک اوباما د پریکړي ستاینه کړې. نوموړی زیاتوي: «زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې مونږ خپل هدف ته رسیدلي یو، مونږ باید خپل هڅې جاري وساتو، تر څو په افغانستان کې طالبانو ته د ماتې ورکولو امید پیدا شي او دغه هیواد د ډیموکراسۍ په فضا کې پر خپلو پښو ودریږي».

ابراهام له خپلو عسکرو سره هم وخت تیر کړی، او غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې د دغه عسکرو رول چې د افغان ځواکونو روزنه، کومک او مشوره ده، باید جاري وساتل شي.

نوموړي ولسمشر اشرف غني «په سم وخت کې سم سړی» وباله، او ويې ویل چې تر ده مناسب کس په اوس وخت کې د افغانستان لپاره بل نه شته.

ولسمشر اشرف غني چې د تیرو ناکامو انتخاباتو په پایله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د ګډحکومت په رامنځته کولو سره ولسمشر وټاکل شو، پر افغانستان د امریکايي یرغل نه مخکې په یوې امریکايي اداره کې په ۱۲۰۰۰ ډالره معاش مامور و. نوموړی چې لخ یوې لبنانۍ عیسوۍ ښځې سره یې واده کړی، اوس یې هم اولادونه او جایدادونه په امریکا کې دي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د امریکایی جنرال دا خبره چه (( کیدی شی جنګ په ځینو سیمو کی جنګ وګټو )) او یا (( لږ تر لږه د جنګ ګټلو او د طالبانو د کمزوری کیدو هیلی تر لاسه کړو )) دا د دوی په خپله خوله د رسمی ماتی اعلان او اعتراف دی . استعماری طاقتونه د خپلی ماتی پوره خبره کله هم نه کوی تر څو هر څای کی پری خلک راپورته نه شی او لا د خپل هیواد خلک ورته ونه وایی چه زمونږ د بچو وینی او زمونږ د مالیی ټولولو ډالر دی په څه خرڅ کړل ، او دا… نور لوستل »

محمود
میلمه
محمود

(جرح او تعدیل ) استاد بیانزی صاب په جرح که ما شا الله تخصص لری –

محمدصادق
میلمه
محمدصادق

الحاج استاد بيانزۍ صاحب الله پاک دې ددې ښکلې نظريي اجرونه درکړي

Fida mohammad nomair
میلمه
Fida mohammad nomair

بسم الله الرحمن. الرحمن الرحيم ط امريکايې او دناټو هيوادونو لومړۍ درجه چارواکي په خپلو هيوادونو د خپل ناکام او لويدلي حيثيت د اعادې په خاطرکله نا کله هغه هيوادنو ته سفرونه کوي ، کوم هلته دوی په خپل لاس داور کورې بلي کړي دي، دتروريزم ، ترهګرۍ او اسلامي بنسټپالوپه اختزع سوو نومونو، خواري ، غريبي ، بيچاره او مظلومي پرګنې وژني او رټي يې ، کور ، ماشانه ‌، باغ. او پټۍ يې دشوبلو او بمبارد په زريعه وران او ويحاړوي .د رودونو ، و يالو ، کريزونو او ‌‌‌‌‌‌ولاړو اوبو زيرمي يې په کيمايي زهرجنو موادو سره… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

په فارسی ی یو متل دی ، وایی ( از ګف ګف می خیزد ) د هغه جنرال د ټولو خبرو ارزونه لوی لیکنی ته اړه لری مونږ یی د دوی هغه ټکی راخستی چه دوی پری د شرم په ځای ویاړنی کوی ، د غنی خبری یی هم وزن درلود ، دوی د غنی د پاره د سیندو د شګو د کور په شان نړیوال دوهم متفکر جوړ کړو ، بیا یی د کرزی دوره کی کله وزیر او کله د پوهنتون ریس جوړ کړو د افغانستان د نورو جنګ سالارانو سره یی په اړیکو کی واچولو یعنی ُد… نور لوستل »