نظــر

د حسن خیلو د کلي د شهیدانو په ویر د ناستو کورنیو پر وړاندې د ولایت د ویاند شاهد الله شاهد (آدم خان سیرت) نه هیریدونکی جنایت

seerat

نن یکشنبې دروان کال دمرغومې میاشتې ۲۴ نیټه دوردګو ولایت دسیدآباد ولسوالي دتنګي درې دحسن خیلو په کلي وحشي یرغلګرو ځواکونو بمباري کړې چې له امله یی د۱۴-۱۸ ملکي او بې دفاع وګړي چې ښځې اوماشومان هم پکې شامل دي په شهادت رسیدلي دي دسیمې داوسیدونکو او عیني شاهدانو په وینا چې دغه پیښه هله رامنځته شوه کله چې دشپې له دوه بجو څخه په پیل شوو ځمکنیو او هوایی عملیاتو کې بهرنیو،وحشي او یرغلګرو ځواکونو او دهغوی افغان کوډاګیانو داسلامي امارت دمجاهدینو دسخت مقاومت په پایله کې ماتې وخوړه او نژدې سهار مهال دهوایی ملاتړ غوښتونکي شول.

دهوایی ملاتړو الوتکو تررارسیدا وروسته کله چې په سیمه کې نسبي آرامي راغلې وه اوخلکو فکرکاوه چې نور نوعملیات پایته رسیدلي دي نو کلیوال دلمانځه دادکولو لپاره جومات ته راغلل چې دکفري او طاغوتي ځواکونو له لوري په داسې مهال پرې هوایی برید وشو چې دغه کلیوال دسهار په جمع ولاړ وو. کله چې نور کلیوال دبمبار شویو کلیوالو دمړو او ټپیانو دجسدونو دراویستلو لپاره جومات ته ورغلل هماغه وو چې پردغه بې ګناه وګړو دوهم ځل هوایی برید هم ترسره شوچې له امله یی ګڼ بې ګناه ولسي وګړي په شهادت ورسیدل. ویل کیږي چې تر لومړي هوایی برید ورسته بهرني سرتیرې او دهغو افغان ګوډاګیان دخلکو کورونو ته ننوتي یو شمیر خلک یی په کورونو کې دننه وژلي اویو شمیر نور یی په زوره له کورونو راایستلي او دجومات په مخ کې ترراټولولو وروسته یی په هغوی دبې پیلوټه الوتکو په واسطه هوایی برید کړی دی .

سره ددې چې دپیښې په تړاو بیلابیلو رسنیو ضداو نقیض راپورونه خپاره کړل خو آزادي رادیو،دآلمان غږ دري څانګې او ځینو نورو دمعمول له مخې هڅه وکړه چې پر دغه شوي جنایت پرده واچوي او خپل غربي وحشي بادار خوښحاله وساتي تر څوپر دوی څو ډالره معاش ونه دروي.دوی له یوې خوا دوژل شویو ملکي وګړو شمیره ۷ تنه وښوده اوپاتې نور یی وسله وال وبلل او له بله پلوه یی داپیښه په جومات کې دننه رامنځته شوې چاودنه وبلله چې داددې مظلومو او بې ګناه شهیدانو او دهغوی دکورنیو سره ستره جفااو دهغوی په حق کې لوی ظلم دی.

خو تر ټولو لوی جنایت دوالي ویندوی آدم خان سیرت چې مستعار نو یی شاهدالله شاهد دی سرته ورساوه داسې چې کله له نوموړي څخه دلومړي ځل لپاره دملکي وګړو دوژل کیدو په اړه وپوښتل شول نوموړي په ډیره سپین سترګۍ له ځانه جوړشوي هغه درواغ او پوچه ادعا دځواب په توګه وړاندې کړه چې هیڅ بنسټ نلري اویواځې دخپلو بادارانو دخوښي او دهغوی ددې لوی جنایت له پټولو پرته بل هیڅ هم نشي کیدلی.

څوک چې له کوره تر دفتره په جعلي تذکره تګ راتګ کوي او له ویرې خپل اصلي نوم هم پټ ساتي نو له داسې کس څخه به دریښتیا ویلو توقع څنګه وشي ځکه ریښتیا ویل هم میړانه،نارینتوب او غیرت غواړي او دابه څنګه غیرت او نارینتوب وي چې له کوره تر دفتره اوددې بالعکس یو لوړپوړی چارواکی په جعلي تذکره تګ او راتګ کوي او خپل نوم هم نشي ښودلی !

لعنت دې وي پرداسې بې غیرته ځوان،او لعنت دې وي په داسې مړه او غافل وجدان!!!!!

نومړي ته دې دابیتونه ډالۍ وي

ضمیر ویده ساته چې ویښ یی نه کړې!- دبیغمۍ په خوب ټالۍ ورکړه
کـه درته ویل یی ماته خو نه راځي – دبې غیرته خوب ګولۍ ورکړه

زرده چې دنومړي کرغیړنه څیره به نوره هم بربنډه او دخپلو اعملو په سزا ورسیږي .

طالب تنګیوال

دتنګي دره دحسن خیلو کلی
۲۴/۱۰/۱۳۹۱ دیکشنبې ورځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x