نړۍ

د قطر په منځګړیتوب د نصرت جبهې او لبنان ترمنځ بندیان تبادله شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې د القاعده تنظیم د څانګي نصرت جبهې او لبنان د حکومت ترمنځ نن سه شنبه د قطر هیواد په منځګړیتوب د سوریې او لبنان پر پوله جرود عرسال سیمه کې بندیان تبادله شول.

د وروستی پریکړي سره سم نصرت جبهې د لبنان ۱۶ تنه نیول شوي عسکر سره صلیب ته تسلیم کړل او د لبنان د حکومت له لوري هغه ۱۳ تنه بندیان خوشي شول چې نصرت جبهې یې غوښتنه کړي وه، په هغوی کې پنځه ښځي وي، تر تبادلې وروسته د مرستو ګاډي هغه سیمو ته داخل شول چېري چې نصرت جبهه واکمنه ده او د ټپيانو د نقل چاري یې پيل کړي.

په تبادله کې د خوشي شویو بندیانو په ‌‌‌ډله کې د داعش د مشر ابوبکرالبغدادي طلاقه شوي مېرمن سجي الدلیمي هم شامله ده، د هغې کوچني زامن هم ورسره یوځای خوشي شوي دي.

تر تبادلي وروسته سره صلیب د لبناني پوځ ۱۶ تنه عسکر د پوځ مرکز ته ورسول او د نصرت جبهې جنګیاليو د قلمون ولایت جرود سیمي ته خپل خوشي شوي بندیان ولیږدول.

د نصرت جبهې جنګیالیو تېر کال په اګست میاشت کې هغه وخت د لبنان پوځیان ونیول کله چې یې پر عرسال برید وکړ، دغه برید نصرت جبهې او داعش په ګډه کړی وو او داعش په هغه جنګ کې د لبنان ۹ پوځیان ژوندي ونیول چې اوس هم ورسره بندیان دي.

د ابوبکرالبغدادي طلاقه شوي مېرمن کله چې د سوریې څخه لبنان ته اوښتل د خپلو ماشومانو سره یوځای پر پوله ونیول شوه، سجي الدلیمي شپږکاله وړاندي ابوبکرالبغدادي طلاقه کړي ده.

نن تر خوشي کېدو وروسته الدلیمي الجزیره تلویزیون ته وویل چې دا پلان لري لومړۍ بېروت ته ولاړه شي او د هغه ځای څخه ترکیې ته د تګ نیت لري، هغې د خپل ژوند په اړه نور معلومات ورنه کړل.

دا د اوږده ځنډ وروسته لومړۍ تبادله ده چې د لبنان او نصرت جبهې ترمنځ کیږي.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر نهاد المشنوق د قطر هیواد څخه د بندیانو په تبادله کې له دوی سره د مرستي څخه مننه وکړه او ددوی هڅي یې د ستایني وړ وبللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

بغدادي دې خدای غرق په دې بې انصافه شخصیت ، جبهة النصره او القاعده یي ورته ښځې را خلاصوي او په د ځان په بیه یي پرده خوندي کوي مګر بغدادي تکفیري لا هم په خپل خره سپور دی او القاعده مرتدین بولي .
د بغدادي د داعش په نوي فلمي اصدار کې یي د جبهة النصره او القاعده بیرغ د امریکا اسرائیلو او نورو کفارو له بیرغونو سره یو ځای راوړی دی مطلب داچې د بغددي په نظر جبهة النصره او اسرایئیل یو شی دی آیا دومره په څلورو روان مو تراوسه لیدلی دی ؟

خیر ولي

جبهة النصرة رښتینی مجاهدين دي، او داعش خوارج او وحشیان دي، چې هر چا ته کافر وايي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x