fbpx

پاکستان: افغانستان دي د «تروریستانو» خوندي ځالي ویجاړي کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۱، ۱۳۹۴ ل): پاکستان د افغانستان څخه غوښتي چې په خپل هیواد کې دننه دي د هغو «تروریستانو» ځالي ویجاړي کړي، چې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.

افغانستان او پاکستان دواړه خپل وسلوالو مخالفینو ته «تروریستان» وايي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیري ملیحه لودي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته په وینا کې وویل، «مونږ به کله هم اجازه ور نه کړو چې زمونږ خلک یا پوځیان د پولي په بله غاړه کې د تروریستانو له خوندي ځالو څخه په نښه کیږي».

لودي وړاندي وویل چې پاکستان په وزیرستان کې د تروریستانو په خلاف پراخ عملیات وکړل، چې په هغه وخت کې یې د افغانستان څخه هم غوښتنه کړې وه چې د پولي بلې غاړي ته دي ورته عملیات پيل کړي، تر څو «تروریستان» په تیښته بریالي نه شي، خو دوی داسي ونه کړل چې له کبله یې ددغو وسلوالو مشران د افغانستان خواته ولاړل.

او زیاته یې کړه، د وسلوالو په خلاف به کله هم عملیات تر هغو کامیابه نه شي تر څو په افغانستان کې دننه ددوی خوندي ځالي نه وي په نښه شوي.

باید وویل شي چې تیر کال 2014 د جون میاشتي پر ۱۴ نیټه پاکستاني پوځیانو پر وزیرستان پراخ بریدونه پیل کړل چې له کبله یې ددغه سیمو اکثره وګړي هجرتونو ته اړل شول، چې د هغو څخه یو شمېر د افغانستان اړخ ته هم واوښتل.

ملیحه لودي همداسي د افغاني کډوالو ستونزي ته په اشارې سره وویل، چې نړۍ باید په پاکستان کې د ۳ ملیونه افغانانو غم هم وخوري.

لودي وویل چې مونږ د تیرو ۳۰ کلونو راهیسي د ۳ ملیونه افغان مهاجرینو کوربه توب کړی، نړیواله ټولنه باید د هغوی غم وخوري، د هغوی سره کومک وکړي، پاکستان تر ابده ددغه مهاجرینو ساتنه په خپل هیواد کې نه شي کولای.

لودي وویل چې دوی په افغانستان کې د سولي د مذاکراتو پلوی کوي، د جګړې ټول اړخونه باید پوه شي چې په افغانستان کې سوله یوازي د سولي د مذاکراتو په صورت کې ممکنه ده.

که چیري افغانستان غوښتنه وکړي، پاکستان بیا هم کولای شي چې د افغاني اړخونو تر منځ د ناستي لپاره زمینه برابره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د