نظــر

دا هم شو گاونډيتوب !

pak afghan

افغانستان د موقعيت له مخې ډېره ښايسته او د هر اړخيزو گټو په زړه پورې سيمه ده؛ خو افسوس، چې وچې راچاپېره كړې او له سمندري خواخوږيو بې برخې شوې ده. د اوبو سرچينې په كې ډېرې دي؛ خو سره له د ې هم لكه څنگه، چې ښايي پخپله افغانستان له دغو سرچينو گټه اخيستلى نه شي. كله يې ، چې د مخكښانو په زړه كې د گټې اخيستنې خيال گرزيدلى؛ انجنيران او كارپوهان يې وژل شوي، تښتول شوي او بېوسه شوي او يا گاونډ هېوادونو د خپلو گوډاگيانو په وسيله په كې منفي كړنې تر سره كړي دي؛ توغندي يې پرې ورولي، وارداتو ته يې اړ كړي او تجارتي مالونه يې پخپلو بندرونو كې په اوونيو اوونيو او مياشتو ودرولي دي؛ خو كله يې، چې په كانتينرونو كې د تجارتي مالونو د ورستيدو، بې كيفيته كيدو او خلكو ته د روغتيايي زيان پېښولو ډاډ تر لاسه شوى؛ نو بيا چمتو شوي، چې په معلوم شمېر كانتينر خوشې كړي، خو رښتيا او دروغ په كې دواړه د شك لاندې وي.

دا كار يې تر هغې كړى، چې له گټې يې زيان ورته ډېر ثابت شوى دى؛ له نړيوالو نورمونو سره سره د كراچۍ بندركاركوونكيو دې ته زړه نه دى ښه كړى، چې خوراكي توكي او اړين مالونه خوشې كړي.

له دغه كار څخه دوى دوه موخې لري:

يو د مالونو بې كيفيته كيدل او بل په افغانستان كې گرانۍ او قيمتۍ ته زمينه برابره ول.

په دې توگه دوى غواړي، چې د افغانستان په سوداگريزو ماركيتونو كې د خپل هېواد توليدي توكي وويني او مستهلكانو ته يې په گرانه بيه وړاندې كړي.

دغه كار كه له يوې خوا د گاونډ هېوادونو په قصد و نيت پورې اړه لري، له بلې خوا پخپله د افغانستان د چارواكو له ذاتي گټې سره هم ډېر تړاو مومي.

د افسوس وړخبره داده، چې افغان لوړ واكي يې په شرموونكې بڼه، چې دى پرې په ډېر وياړ څرگندونې كوي او وايي، چې:

هو ! ماته د يو دوست لخوا په كڅوړه كې دالر راكړ شوي او دا د راكوونكي هېواد په هغې دوستۍ پورې اړه لري، چې له ما سره يې لري.

دلته دا پوښتنه را خوټيږي، چې: كه دې د خپل پلار په كور كې ناست واى بيا به هم دغه مرسته در سره شوې واى؟ نه او هيڅكله نه، بلكې د هغه چا سره به دغه مرسته شوې واى، چې د ده په ځاى يې د ولسمشرۍ پر پسته گدۍ تكيه كړې واى.

زما زړه په افغانستان او افغانانو سوزي، چې ټولې قيمتي ځمكنۍ سرچينې يې په هغه چا تالا كړي دي، چې په ښكاره د افغانستان د بيا جوړونې او رغونې لپاره راغلي؛ خو په حقيقت كې د افغانانو، چې د دغه تاريخي او لرغوني هېواد لرونكي دي، د پلورل شويو دښمنانو په لمسه د وژلو لپاره راغلي او تر څنگ يې د دې هېواد خپلواكان له كورونو راويستلي، دې ته يې نه دي كتلي، چې دا سپين ږيرى دى، ښځې كه ماشومان دي؛ خو د خپلو توپكونو د شپېلۍ هدف يې گرزولي او تر اوسه يې په غولوونكې او دروغجنه بڼه ويلي، چې دا د افغانستان له دښمنانوسره تړاو او اړيكې لري.

دلته لازمه بولم هغه خبرې، چې د بډه بېرې په يوه واده كې مې له يوه سړي سره، چې په مشكل سړى ورته وايه شي، وړاندې كړم . ما په نرمه ورته وويل، چې:

موږ او تاسې ، خو وروڼه يو او د پېړيو په اوږدو كې مو له يو بل سره اړيكې پاللې دي. د بېلگې په توگه: څه نا څه دوه پېړۍ وړاندې كله، چې مولانا عبدالباري پخوانى هندو ستان، چې هغه وخت پاكستان هم په كې شامل و دارالحرب اعلان كړ؛ نو له دې خوا افغانستان ته هجرت پيل شو او افغانانو په ډېره مينه د هركلي غېږه ورته خلاصه كړه او د كندوز ولايت په ارچي ولسوالۍ كې حكومت ځاى وركړ او دومره يې ونازول، چې ان په پارلمان كې د دوى لخوا ټاكل شوي وكيل ته څوكۍ ومنل شوه؛ خو ده راته نه يوه كړه او نه بله او ويې ويل: هو تاسې د پاكستان مهاجرينو ته په ناوونو كې ځاى وركړ او اوبه مو پرې راخوشې كړې؛ د دوى مال اوعيال مو په اوبو لاهو كړ. آفرين په موږ، هغه ټولې ناخوالې مو هيرې كړې او تاسې ته مو د مهاجرينو په نامه ځاى دركړ او مرسته مو درسره وكړه. دا، چې موږ تاسې د ميو په شان سرگردانه كړئ دا د هغې ادعا بركت دى، چې تاسې د پښتونستان د جوړيدلو آواز پورته كړ.

په هرحال پاكستان او ايران په دې هيڅكله خوشاله نه دي، چې په افغانستان كې ځواكمنه او پخپلو پښو ولاړه خپلواكه اداره رامنځته شي او افغانان د دوى له احتياج خلاص شي.

زموږ بدمرغي هغه وخت پيل شوه، چې له دغو دواړو هېوادونو سره مو گاونډيتوب رامنځته شو.

د پاكستان كراچۍ، د رڼاگانو د ښار شهرت زموږ په بركت گټلى دى. كه زموږ د كونړ څپاند سيند نه واى د كراچۍ ښار به هيڅكله دغه رڼا نه واى خپله كړې.

د نړيوالو نورمونو پر بنسټ كوم هېوادونه، چې وچې چاپېره كړي وي؛ د گاونډ هېوادونو له تجارتي بندرونو څخه د گټې اخيستنې حق لري.

دوى بايد له دغو نورمونو څخه خپله پښه اوږده ونه غزوي؛ له خپل گاونډ هېواد سره په هر حال مرسته وكړي او له مخامخ شوي كړاو څخه يې د اسلامي ورورولۍ په خاطر وژغوري؛ نه دا، چې افغانان يې د هېواد آبادولو لپاره هېواد ته ورځي، د اسلام كلا په بندر كې يې په ډېره بې رحمۍ ووژني او د مړو له وركوكولو څخه يې هم ډډه وكړي.

كه څه هم پاكستان د څو تنو طالب بنديانو په خوشې كولو خپل نيت څرگند كړ، خو موږ هيله لرو، چې دې لړۍ ته دوام وركړي، خپله دوستي نوره هم پراخه ، هر اړخيزه او د تورخم دروازه د افغانانو پر مخ بيا ونه تړي؛ ځكه، چې دوى هم هلته دننه په افغانستان كې نه يوازې خپلولي لري، بلكې سوداگريزې اړيكې هم ورته غوره بريښي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx