رجیب طیب اردګان - شیخ تمیم بن حمد آل ثاني

د ترکیې ولسمشر اردوګان قطر ته ورسید

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۱، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردږګان قطر هیواد ته تیره ورځ (سه شنبه، لېندۍ ۱۰) د شپې ناوخته ورسید.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم اردوګان د قطر هیواد د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی، تر څو په قطر کې د دواړو اړخونو د اړیکو په اړه او همداسي په سیمه کې د روانو چارو په اړه بحث سره وکړي.

الجزیره تلویزون چې مرکز یې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه دی، په خپل خبر کې لیکلي چې دواړه هیوادونه به په دغه مناسبت پر ځینو توافقاتو دستخطونه هم وکړي.

قطر ته د اردوګان دغه سفر ته ځکه هم د اهمیت په سترګه کتل کیږي چې د ترکیې له لوري د روسي الوتکي د راغورځولو وروسته پر ترکیې باندي د روسیې له لوري اقتصادي بندیزونه لګېدلي، او دواړه هیوادونه ددغه پيښي وروسته رسنیزه جګړه هم پيل کړې، چې د وخت په تیریدو سره د سړیدو پر ځای توندیږي.

ترکیه چې د ناټو غړې هیواد ده، په عسکري برخه کې د قطر څخه څه نه شي ترلاسه کولای، خو د تیلو او ګازو د زیرمو څخه برخمن د قطر کوچنی هیواد د ترکیې سره په اقتصادي برخه کې ډیره مرسته کولای سي.

د ترکيې ولسمشر اردوګان به په قطر کې دوه ورځي تیري کړي، چې په دغه دوه ورځو کې به د قطر د پوهنتون له لوري نوموړي ته دکتورا هم ورکړل شي، او همداسي به د ځینو بنسټونو او مناسبتونو افتتاح هم وکړي.

قطر ته د ولسمشر اردوګان دا دوهم سفر دی، خو په روان کال کې د قطر امیر شیخ تمیم ترکیې ته درې ځله سفر کړی، او هلته یې د نوموړي سره د سوریې او عربي نړۍ په اړه بحثونه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د