fbpx
ليکوال؛ دکتور محمد محمد ابو موسی

د اسلامي ثقافت اصيل فهم ـ پنځمه برخه

ويناوال: دکتور محمد محمد ابو موسی

ژباړن: احمدالله احمدزی

په تېره برخه کې د استشراق د دسيسو او هدف په اړه خبره وشوه او استاد وفرمايل، چې مستشرقين ولې په جاهلي شعر نيوکې کوي. په دې برخه کې د پروګرام چلوونکی له دکتور ابو موسی پوښتنه کوي، چې عربي شعر له اسلامي ثقافت سره څه اړيکه لري، چې يرغلګر مستشرقين يې دومره د له منځه وړلو په لټه کې دي، چې يا يې سپک او بې خونده او يا يې لږ تر لږه بې ګټې او سطحي بولي.

دکتور ابو موسی فرمايي، مخکې له دې، چې د تغريب او استشراق له موضوع تېر شو، دا خبره بايد وکړو، چې اسلامي امت په اوسني حالت پرېښودل دا منعا لري، چې زموږ اسلامي امت دې نور هم تباه شي او اوس موږ په يو وهم کې اخته يوو، هغه دا چې موږ دې د پرديو په علومو او عقلونو پرمختګ وکړو، دا ناشونې خبره ده، دا وهم او ګومان بايد زموږ له ذهنونو ووځي.

د يو ملت تر ټولو ستره بدبختي دا ده، چې بد يې له پامه ښه راسي او ښه يې له پامه بد.

که څوک وايي، چې موږ دې خپل علوم د پرديو په منهجونو پياوړي او پرمختللي کړو، نو دې خلکو ته بد شيان ښه ښکاري. دا داسې مثال لري، لکه څوک چې ووايي دی به په پردي عقل هوښيار شي او يا دې د بل په سترګو رڼا وويني. دغه فکر بايد زموږ له ټولنې ووځي.

اوس راځم هغې پوښتنې ته، چې جاهلي شعر له ثقافت سره څه اړيکه لري، نو دا قضيه د قران کريم له نزول سره ډېره پخه اړيکه لري.

کله چې د قرانکريم د نزول پر مهال الله تعالی عربو ته چلينج ورکړ، چې تاسې د قرانکريم په څېر يو سورت وړاندې کړی؛ هغه مهال الله تعالی د الهي دين او عربو تر منځ درېيمګړی ونه ټاکه، بلکې پرېکړه يې دوی ته پرېښوده؛ ځکه عرب په دې خبره مشهور وو، چې دوی د بيان او بديع امانت کې هېڅ خيانت نه کوي. دغه عربي نسل ته دا ډول چلينج دا معنا لري، چې عربي ولس د ښه او کمزوري کلام په پېژندلو کې ډېر قوي او بې ساري مهارت درلود. قرانکريم سره د مقابلې په اړه الله تعالی د عربو عجز او پاتې راتلل د نړۍ په نورو قومونو دليل وګرځاو، چې هغوی يې مقابله ونه شوه کړای، نو دوی به يې څه وکړي. الله تعالی په سورت هود کې فرمايي: أم يقولون افتراه قل فأتوا بعشر سور مثله مفتريات وادعوا من استطعتم من دون الله إن كنتم صادقين ( ۱۳ ) فإن لم يستجيبوا لكم فاعلموا أنما أنزل بعلم الله وأن لا إله إلا هو فهل أنتم مسلمون ( ۱۴.

«ايا دوی وايي، چې دا قران يې له ځانه جوړ کړی؟ ته ورته ووايه، چې تاسې د دې په څېر لس سورتونه جوړ کړئ او که کولای شئ په دې اړه له الله تعالی پرته له نورو خلکو هم مرسته وغواړئ که تاسې رښتيني يئ. نو که دوی دوی ځواب در نه شو کړای، بس تاسې پوه شئ، چې دا کلام د الله تعالی له لوري دی او له الله تعالی پرته بل معبود نه شته، ايا مسلمانان يئ؟» دا استفهام د امر په معنا دی. مخکني ايت کې «فاعلموا انما…» دا معنا لري، چې عرب له خپل قوي فصاحت او بلاغت سربېره د قرانکريم مقابله ونه شي کړای، نو راتلونکو وختونو کې هېڅ ملت دا توان او جرئت نه لري، چې د الله تعالی د کلام مقابله وکړي؛ ځکه چې د هغه زمانې عرب د بيان او بلاغت تر ټولو پوه او ماهر خلک وو.

دلته دا خبره د پام وړ ده، چې الله تعالی دې ته اشاره کړې، چې راتلونکو وختونو کې به هېڅکله داسې څوک پيدا نه شي، چې د وحی د نزول د زمانې له خلکو دې په عربيت او بيان کې قوي او ماهر وي او که دا ممکن وای، چې راتلونکو وختونو کې دې له دوی تکړه خلک راشي، نو د قران دا تعبير بيا پر ځای نه و. له همدې امله د اسلامي نړۍ ټولو علماوو په دې اجماع کړې، چې د قران د نزول د وخت عرب تر ټولو قوي عربيت او بيان پوهان وو او تر قيامته به بل هېڅ قوم داسې پيدا نه شي، چې په عربيت او بلاغت کې دې دوی ته ورسيږي او نه به بل داسې څوک پيدا شي، چې د دوی په څېر دې په کلام پيژندلو کې مهارت ولري، چې کوم يې قوي او کوم يې کمزوری دی.

ډېری امريکايان او نور غربي مستشرقينو په عربي په ځانګړې توګه جاهلي شعر کې تخصصات لري او زه کله کله ډېر سخت هک حيران شم، چې دوی څرنګه په خپلو څېړنو کې د جاهلي شاعرانو قصيدې راوړي او په ځانګړې توګه دوی تر ټولو زياته توجه امرئ القيس ته کوي.

دغو مستشرقينو د امرئ القيس په اړه داسې بې شرمه څېړنې کړي، چې زه يې خپلو نارينه محصلينو ته نه شم ويلی، زنانه خو لا پر ځای پرېږده. يو مستشرق، چې د روشنګرانو د لارې مشال دی، د امرئ القيس په اړه يې د يو کتاب عنوان «سکسي» دی. د امرئ القيس د شعر ډېره برخه په دغو شيانو بنا ده او دوی يې يوازې دې سطحي او ظاهري بڼې ته ګوري او د شعر اصلي مفهوم، چې د معانيو د بيان انداز دی، له پامه يې غورځولی دی. مستشرقينو په لوی لاس د جاهلي شعر بياني او بلاغي مقام او ارزښت له پامه غورځولی او يوازې دا ظاهري بڼه يې د خپلو څېړنو موخه ګرځولې، تر څو خپلو لوستونکو ته دا په ذهن کې ورکړي، چې جاهلي شعر هېڅ بلاغي ارزښت نه لري او ټوله موضوع يې بربنډه ښکلا او سکس بيانول دي. له دې پسې يې اصلي موخه دا ده، چې څوک بايد قران له دې امله ونه مني، چې عربو يې ځواب نه دی ویلی او د خلکو په ذهنونو کې دا خبره پخه کړي، چې عربو کې خو د بلاغت او بيان هېڅ قوت نه و.

جاهلي شعر سطحي، سکسي او بې خونده بلل او د عقيدې د ښويدو تر منځ يو قدم لار ده.

پوښتنه کيږي، چې ايا د استعمار له راتلو وړاندې دا ډول فکر موجود و؟

دکتور ابو موسی وايي، چې نه، هېڅکله نه. دا خو د غربي ښکېلاک له راتلو وروسته مستشرقينو د کفري يرغلګرو په ملتيا د اسلامي عقيدې د ځپلو په موخه دا ډول ګامونه پورته کړل او دا اوس، چې پوهنتونو، مدرسو او معهدونو کې زموږ زده کوونکو او محلصينو ته د جاهلي شعر په اړه کومه نادودې ويل کيږي، دا ټولې د مستشرقينو خبرې دي او د جاهلي شعر اصلي رسالت او هدف په کې له پامه غورځول شوی دی.

موږ بايد په خپل منهج او د خپل دښمن په دسيسو ځانونه پوه کړو. زموږ مدرسو او پوهنتونونو کې هم جاهلي شعر تدرسيږي او مستشرقين يې هم لولي او څېړنې په کې کوي، مګر د تدريس او څېړنې اسلوب د دواړو يو دی.

جاهلي شعر سطحي او له بلاغي اندازې پرته لوستل د امت له اجماع خلاف کار دی.

اسلامي نړۍ ته د غربي استعمار له راتلو وړاندې د جاهلي شعر د څېړنې او تدريس اصول داسې نه و، کوم چې اوس دي.

موږ تاسې ټولو لوستي، چې له قران او سنت وروسته جاهلي شعر تر ټولو غوره او بهتر بيان لرونکی شعر دی.

ما په خپله غوښتل، چې دا خبره عملي تجربه کړم او دا حقيت راته په خپله څرګند شي.

ما په جاهلي شعر کې ډېره زياته څېړنه وکړه او دوه کتابونه مې په کې وليکل، نو دې پايلې ته ورسېدم، چې د اموي او جاهلي شعر تر منځ د ځمکې او اسمان توپير موجود دی.

ځينې هغه علما، چې د نړۍ په ژبو کې تجربه او مهارت لري، وايي، چې جاهلي شعر نه يوازې د عربي په تاريخ کې تر ټولو قوي او عميق بيان لرونکی شعر دی، بلکې د نړۍ په ټولو ژبو کې جاهلي شعر تر ټولو غوره او لوړ بيان لرونکی شعر دی.

دلته يوه خبره د يادونې وړ ده، چې تورات او انجيل ولې معجز نه و او قرانکريم معجز دی؟ لامل يې يوازې او يوازې عربيت دی. تورات او انجيل په نورو ژبو نازل شوي وو او قرانکريم په عربي ژبه.

دلته زه يوه خبره کوم، هغه دا چې زه خپل دښمن هېڅکله نه ملامتوم، چې زما پر ضد هر څه وايي، خپله خوښه يې ده. هغه خو مو دښمن دی له هغه څه ګيله ده؛ بلکې زما ګيله له هغو استادانو!! ده، چې د مستشرقينو د څېړنو پايلې زموږ ټولنې ته راوړي او زموږ د پوهنتونو په مناهجو کې يې داخلوي.

دغه خلک وايي، چې جاهلي شعر ساده او سطحي شعر دی او جاهلي نقد هم بې اصوله او د هر چا د شخصي خوښې نقد بولي. هغو خلکو، چې پر قران ايمان راوړی و، هغوی کې د نقد قوي حس و او دوی له همدې امله د عربو د نقدي حس نفي کوي.

موږ بايد دا ومنو، چې دښمن مو هر څه وايي، وايي دي، موږ بايد د دښمن له شومو پلانونو خبر شو او قوي علمي ردونه پرې وکړو؛ داسې، نه چې هغوی څه وايي، موږ يې خپلو زده کوونکو ته رانقل کړو او د تدريس په توګه يې ورورسوو. موږ بايد د خپلو عملي هڅو او څېړنو په ترڅ کې رښتيني حقايق خپلو خلکو ته ورسوو. له همدې امله علامه محمود شاکر رحمه الله فرمايي: جاهلي شعر بايد د اعجاز په فکر ولوستل شي او د اعجاز له فکر پرته جاهلي شعر لوستل داسې دي، لکه هېڅ يې چې نه وي لوستي. دا اوس، چې په کومه طريقه جاهلي شعر لوست او تدريسيږي، دا زموږ ټول مسلمان ملت سره خيانت دی او تر څو، چې جاهلي شعر سره له اعجاز او بيانه نه وي پيل شوی، دا ډول لوست او تدريس هېڅ معنا نه لري. حديث شريف کې راغلي، چا، چې زموږ پر ضد وسله پورته کړه، زموږ له ډلې نه دي او چا، چې موږ سره خيانت وکړ، هغه هم زموږ له ډلې نه دی.

دکتور ابو موسی وايي، چې د مسلمان پر ضد وسله پورته کول او مسلمان سره خيانت کول دواړه يو ډول جرم دی. څوک، چې مسلمانانو ته د روشنګرۍ او ماډرنيزم خبرې کوي او د دې قضيې اصلي مصدر او ځای نه ورښيي، نو دا خلک د مسلمانانو او اسلام داسې دښمنان دي، لکه څنګه، چې څوک د دوی پر ضد وسلې پورته کوي.

موږ له سخت ترهګريز فکر سره مخ يو، هغه دا، چې څوک حق او رښتيا خبره کوي، د ښکېلاک غلامان يې په ډبرو وولي، وژني او وايي، چې داسې غږ بايد ووژل شي. له همدې امله ډېری ځوانان د روشنګرۍ په نوم له نوو ډلو ټپلو پسې منډې وهي، چې په ارامه ژوند وکړي او ژوند ته يې هېڅ ډول ګواښ پېښ نه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د