طالبان: په تېره میلادي میاشت کې نږدې زر تنه دولتي مامورین له دندو لاس په سر شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې په تېره ميلادي میاشت کې نږدې زر تنو دولتي کارکوونکو له دولت سره پرېکون اعلان کړی او ځينې يې د دوی ملګري شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په نومبر میاشت کې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو ۷۵۷ تنه دولتي کارکوونکي له دندو زړه توري او ګڼ يې د دوی ملګري شول.

له دولتي دندو نه زړه توري سلګونه مامورین ځينې پخپلو کورونو کېنستي او ځينې د طالب ځواکونو لیکو ته ورغلي دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه سلګونه کسان « حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژيم څه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شول. »

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي چې طالب مشرانو د تسلیم شویو کسانو هرکلی کړی او دا يې د دوی نېک اقدام ګڼلی دی، د خبرپاڼې له مخې له دولته بېل شویو کسانو ژمنه کړې چې د طالبانو تر څنګ به « د اشغال، فحشا او ګمراهیو کرغېړن ټغر ټول کړي. »

د ګډ حکومت امنیتي او ستخباراتي مسوولینو د طالبانو د دې خبرپاڼې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالبانو هره میاشت پخپله رسمي برېښنا پاڼه کې د خپل بلنیز کمیسیون میاشتنی راپور خپور کړی، چې کله کله يې ويډيو کلیپونه هم ورسره خپاره کړي دي.

د طالبانو له لوري د بلنیز کمیسیون له دې تګلارې ولس خوښ برېښي او دا د وينو تویولو د مخنیوي مناسبه لاره بولي، خو پوځي شنونکي بیا په دومره شمېر دولتي کارکوونکو تسلیمي د دولت پاتې غړو په تېره امنیتي مسوولینو ته خورا اندېښمنوونکي بولي او په وينا يې د پاتې ځواکونو روحيه ځپي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د