fbpx

د نوکیا د راتلوونکی سمارټ فون ځانګړتیاوې په ډاګه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۱مه ۱۳۹۴ل): د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال په وروستیو دریو میاشتو کې د مایکروسافټ او نوکیا تړون پای ته رسیږي او له هغې وروسته نوکیا کمپنۍ یو ځل بیا کولی شي خپل تولیدات نړیوالو کارکوونکو ته وړاندې کړي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ نوکیا غواړي له اوږدې مودې څخه وروسته نوکیا سي ۱ (Nokia C1) نومې سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي. له دې وړاندې هم د دغې سمارټ فون ځینې تصویرونه خپاره شوي ول خو دا ځل د دغې سمارټ فون تصویرونو تر څنګ د دغې سمارټ فون ځینې ځانګړتیاوې هم په ډاګه شوي.

د ټکنالوژي برخې ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ نوکیا سي ۱ (Nokia C1) له لاندنیو ځانګړتیاو سره نړیوالو کارکوونکو ته د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال په وروستیو دریو میاشتو کې وړاندې کیږي.

– له ۵ یا ۵.۵ پوره ایچ ډي ډسپلې سره

– ۲ یا درې ګیګابایټ رېم

– ۳۲ او ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا

– ۵ میګاپکسله مخکینی کامره

– انډرایډ اپریټنګ سیسټم (په ځینو هیوادونو کې له وینډوز ۱۰ اپریټنګ سیسټم سره به هم وړاندې کیږي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د