افغانستان

طالبانو هره ورځ یو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې دوی د خپلو سږنیو عملیاتو په لړ کې ټول ۲۷۳ قومندانان او مسوولین وژلي دي.

طالبانو د روان لمریز کال د غويي د میاشتې په څلورمه نېټه د جمعې په ورځ د نویو جنګي عملیاتو د پیل خبر ورکړ، چې تر اوسه يې شاوخوا اته میاشتې وتلې دي.

طالبانو په تېرو اتو میاشتو کې د ۲۷۳ قومندانانو د وژلو خبر ورکړی، چې پر دې اساس يې هره ورځ یو قومندان وژلی دی.

دوی په خپله رسمي برېښنا پاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره په هر ولایت کې د وژل شویو قومندانانو نومونه خپاره کړي دي.

طالبانو په روزګان کې ۳۲، سرپل کې ۱۳، بادغیس کې نهه، غور کې اوه او زابل کې ۲۰ قومندانان او امنیتي مسوولین وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو تر ټولو ډېر امنیتي مسوولین په هلمند ولایت کې وژلي چې د خپارو شویو نومونو له مخې يې شمېر ۷۶ تنو ته رسېږي.

په ورته توګه يې په نسبتاً امن ولایت هرات کې ۱۳، نیمروز کې اوه او په کندهار کې ۵۲ تنه لوړپوړي امنیتي چارواکي وژلي دي.

که څه هم د هېواد په شمال کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشيد دوستم هم پوځي عملیات ترسره کړل، خو طالبان وايي چې په فاریاب ولایت کې يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۲۷ قومندانان وژلي دي.

د ګډ حکومت امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د پوځي شنونکو په باور د طالبانو له لوري په دومره شمېر د وژل شویو امنیتی مسوولینو داسې مستند راپور خپرول به پر پاتې ځواکونو بې اغېزې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x