افغانستان

ناټو له ۲۰۱۶ کال وروسته هم د پاتې کېدو نیت لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته به هم ناټو په افغانستان کې د « قاطع ملاتړ » د دوام لپاره پاتې وي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ پرون په دې ناسته کې وويل چې دوی دم ګړۍ په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د افغان عسکرو پر روزلو، تمویل او مشوره ورکولو بوخت دي، چې له ۲۰۱۶ ميلادي کال وروسته به هم همدا ماموریت پر مخ بوځي.

د ناټو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال له پای سره پای ته ورسيد، چې له هغه وروسته ناټو په افغانستان کې د « قاطع ملاتړ » تر عنوان لاندې د افغان عسکرو د روزلو، تمويل او مشورې ورکولو په برخه کې کار پیل کړ، چې د پرېکړې له مخې يې تر ۲۰۱۶ ميلادي کال پورې دوام کاوه، خو په پرونۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې له یادې نېټې وروسته به هم همدا ماموریت دوام ومومي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې په افغانستان کې د جګړې ډګر ته د وردانګلو نیت نه لري، خو د جګړې پر مخ بیولو لپاره به افغان عسکر پر شا وټپوي.

په دې غونډه کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ۲۸ مرسته کوونکو هېوادونو استازي ناست و، د دې ماموریت تر ۲۰۱۷ کال پوري یقيني شو، خو وویل شول چې ناټو به تر ۲۰۲۰ کال پورې د دوی روزل شوي عسکر یوازې پرې نه ږدي.

که څه هم د دولت مخالف وسله وال د جګړې یو مهم علت د بهرنیانو موجودیت ګڼي خو د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح ا لدین رباني د ناټو دا پرېکړه وستایله او ويې ویل چې د ناټو ملاتړ به په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

طالبانو تر اوسه د ناټو د دې پرېکړې په اړه رسمي دريځ نه دی ښکاره کړی، خو پخپلو اعلاميو کې يې پرلپسې یادونه کړې چې تر څو په افغانستان کې یو بهرنی موجود وي، د دوی مبارزه به روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x