نظــر

افغانستان پر کومه خوا درومي؟؟

لیکوال: فاتح کاروان

په دې خو نو اوس هر د عقل څښتن پوهیږي چې افغانستان په یو نامعلوم لوري روان دی او مخته داسې څه د خوښئ څرک هم نه لیدل کیږي. ځکه چې له یوې خوا افغانستان تر صلیبي اشغال لاندې دی او له بلې خوا له داخل نه هم پرې داسې وینه څښونکي خلک مسلط دي چې کفار یې ظلم او خیانت ته په دواړو لاسو سلامي کوي.

من حیث د یو افغان باید خپل مسؤلیت ادا کړو او خپل هیوادوال په دې و پوهوو چې د ډیموکراسئ تر چتر لاندې راتلونکې ډير خطرناک او ویرجن دی، پرون یعنې د دسمبر د لومړۍ نیټې هغه راپور به مو کتلې یا اوریدلې وي چې د ايډز د نړیوالې ورځې په مناسبت د بي بي سي لخوا نشر شو او په کې ویل شوي و چې نږدې ۹۰۰۰ افغانان د ایډز په مرض ککړ دي، په دوی کې نږدې ۸۰ سلنه یې نارینه دي او پاتې هغه یې ښځې دي. دا یواځې هغه خلک دي چې په اصطلاح د اشرف غنی د روغتیا وزیر ترې معلومات لري، هغوی چې یا په ځان نه دي خبر او یا ښه خبر دي خو له شرمه یې ځانونه غلي کړي او په ايډز ککړ دی تر دې څو چنده زیات دي!! که سړی دې حالت ته وګوري نو پوه به شي چې د افغانستان راتلونکې هغه هم د اشغال او ډیموکراسۍ تر چتر لاندې توره تیاره ده.

مخکې تر دې بي بي سي راپور ورکړی چې په یواځې په بغلان کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ تنه په نشه اي توکو روږدي دي؛ چې دا هم د نړیوالو اشغالګرو د اشغال بله ثمره بولو دا خو یواځې بغلان دی د هیواد له نورو سیمو مو خدای جل جلاله مو خبروه چې همدې بي بي سي یې مستند راپورونه ورکړي دي، بي بي سي خیل یې نور څه کوي هغوی خو دا خبرونه ځکه نشروي چې په دې سره یې تور زړونه سکون تر لاسه کوي او صلیبي بادارانو یې همدې کار ته استخدام کړي دي، مګر د افغانانو لپاره د فکر خبره ده چې په تیرو شاوخوا څوارلسو کالو کې صلیبي اشغالګرو موږ افغانانو ته یواځې له ايډز، بې سوادۍ، ارتداد، فحاشۍ او مخدره موادو نور څه را کړي دي؟؟ که اوس هم یو څوک له اشرف غنی، حامد کرزي یا د دوی له بادارانو، صلیبي او یهودي مؤسساتو، اغاخاني بنسټونو او ملګرو ملتونو د خیر تمه کوي نو یقیناً چې ډير خطا وتلی به وي.

د ډیموکراتانو هغه شعارونه اوس ټولو ته پوچ او بې معنی څرګند شول چې د ښځو حقوق، د بیان آزادي، بیا رغونه، تعلیم او سوله به یې په کې زمزمه کوله، اوس نو ټولو ته جوته شوه چې ډیموکراسي یعنی کفر او ډیموکراتان یعنی د کفري نظام پلي کوونکي. راځۍ فکر وکړو چې موږ ته څه پکار دي، که همداسې لاس تر زنې کینو نو پرته له دې به بل څه نه اورو چې دومره افغانان ووژل شول، دومره په ایډز ککړ دي، دومره په نشو روږدي دي، دومره خارج ته له غریبۍ او مجبورۍ تښتي، دومره افغانان عیسایان شول، د بې سوادۍ کچه دومره لوړه شوه او افغانستان دومره نور په شاتګ کړی دی!!

د مذبذبو ډیموکراتانو، غلامو چارواکو، مفسدو وکیلانو، پلورل شویو خبریالانو او مبصرینو په اوتو بوتو نور سره مه خوږوۍ، دوی هیڅکله ستاسو سره همدردي او خواخوږي نه لري بلکې دا د وخت بنده ګان خپلې مادي ګټي لري چې له پوره کولو وروسته یې دوی له اسلام او افغانیت نه انکار ته هم تیار دي نو د ولس سره به څه همدردي ولري؟!!

د مدني ټولنو مفعولان دی هم نور ولس ته په سترګو کې خاورې نه شیندي او حقایق دی نه پټوي، په تیرو څوارلسو کالو کې افغانانو یواځې له کرکټ، سیریالونو، هندویزم،بودایزم،کمونیزم، صیهونیزم،یهودیزم او سکولرزم له مرضونو پرته بل څه نه لیدلي او نه یې اوریدلي، دا څومره د تأسف خبره ده چې نږدې ۸۰ سلنه افغانان په فکري استعمار کې راښکیل شوي او په هغه سیریالونو، ډرامو او فلمونو مئینان دي چې د دوی د تباهۍ او هلاکت په موخه نشر ته سپارل کیږي.

نږدې ۳۵میلیونه افغانان باید خپل برخلیک او راتلونکې د اشرف غنی، رولا غنی، عبدالله عبدالله او خارجي اشغالګرانو په لاس کې ورنکړي، او نه دی د هغوی په لاپو شاپو او منافقانه وعدو تیر وځي، افغان ولس باید خپل برخلیک په خپله وټاکي او په دې باید پوه شي چې په ډيموکراسۍ کې د ښځو آزادي یعنی بازارونو ته ښځو بربنډ راوتل، د بیان آزادي یعنی د کفر او فسق بیانونه آزاد خو د اسلام او اسلامیت ناره د خلکو په ستوني کې وچول، تعلیم یعنی په ښوونځیو کې مختلطه ناسته او په دې ډول د بې حیایۍ مرض ته وده ورکول او په ذهني ډول افغان تعلیمي نسل له اسلام نه ناخبره روزل، لوبې او ساعت تیري یعنې د افغان نوي نسل د راتلونکي تباه کول او دوی له خپل دین، کلتور او هویت نه خلاصول، پرمختګ یعنی په شاتګ، سوله یعنی قومي،سمتي،ژبنیز او مذهبي اختلافونو او جنګونو ته وده ورکول او…..

په دې هیله چې نور نو دا ویده ولس راویښ شي او داسې نه شي چې په ویده پاتې کیدو سره پرې سبا د میلیونونو افغانانو په ايډز د ککړیدو زیری وشي، داسې و نه شي چې سبا ورځ مو تنکي ځوانان نه دین پيژني، نه ایمان پيژني، نه خپل کلتور او هویت پیژني او یواځې په کرکټ پوهیږي. داسې و نه شي سبا دلته یهودیزم او بودایزم هم لکه ايډز او صیهونیزم خپلې ریښې وغزوي چې بیا به یې علاج ډیر ګران کار وي.

موږ به د داسې یو افغانستان د منځته راتګ لپاره مبارزې ته دوام ورکوو چې د خارجي او داخلي اشغالګرانو له تسلط نه په بشپړ ډول آزاد وي، خپلواکي ولري،په اسلامي نظام منور او مزین وي، خلک یې د سولې، پرمختګ او خوښۍ ژوند ولري او بس.

د یو آزاد، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x