افغانستان

څېړنه: د امنيتي ځواکونو خپل منځي بريدونه د فکري اختلاف له امله کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): « د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټیټیوټ » وايي چې د امنیتي ځواکونو خپل منځي او د دوی له لوري پر بهرنیو عسکرو تر منځ بريدونه پر نورو علتونو سر بېره د فکري اختلاف له امله هم کېږي.

دغه انسټيټوټ په کندهار، ننګرهار، پکتیکا، پکتیا، بلخ، غور، هلمند، باميان او کابل کې له ۱۴۹۸ لوړپوړو نظامي چارواکو، ۱۵۱ افسرانو او اتو ديني علماوو ۳۰ پوښتنې کړې او خپله څېړنه يې بشپړه کړې ده.

د سرچينې له قوله له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې پر بهرنیو عسکرو او د امنیتي ځواکونو پخپل منځ کې ۹۲ بريدونه شوي دي، چې مهم علتونه يې د ايډيالوژيک اختلاف، له دولته ناخوښي، قومي تبعیض او ديني ارزښتونه دي.

د څېړنې له مخې یوازې په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د افغان عسکرو له لوري پر بهرنیو عسکرو ۴۶ بريدونه شوي دي، چې پکې ۶۲ بهرني عسکر وژل شوي دي.

د دې انسټيټوټ په څېړنه کې ويل شوي چې افغان عسکر پخپل منځ کې قومي او مذهبي اختلافات لري او هم له کلیو نه راغلي عسکر په پنډغالو کې د نورو عسکرو یا هم بهرنیانو له فکر سره جوړ نه وي.

څېړنه ښيي چې د خپل منځي بريدونو یو علت دا هم دی چې عسکر له خپل کلي او اسلامي ټولنې نه راشي، خو په يو ډیموکراټ دولت کې دندې ته مخه کړي چې له فکرسره يې برابر نه وي، وسله وال طالبان له همدې فرصته ګټه واخلي او هغه برید ته تیار کړي.

یاده دې وي پر بهرنیانو د افغان عسکرو په بريد کې تېر کال د اګسټ پر پنځمه د رفیق الله په نوم افغان عسکر ۵۵ کلن ډګر جنرال هارلډ ګرين په نښه کړ، چې د ويتنام له جګړې وروسته په افغانستان کې لومړنی لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکی و.

وسله والو طالبانو رفیق الله خپل کس یاد کړ، او د جنرال ګرين وژنه يې د بدرالدین حقاني غچ وباله.

د پوځي شنونکو په باور د افغان عسکرو پخپل منځي بريدونو کې د دوی تر منځ نه همغږي لا پياوړې کېږي، چې ګټه يې د ولت مخالفو وسله والو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x