افغانستان

طالبان: د وروستي اشغالګر تر شتون پورې به «جهاد» ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ناټو غړو هیوادونو هغه پرېکړه غندلې چې له مخې به یې دغه هیوادونه له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل ځواکونه ساتي.

د طالبانو ویاند د ناټو وروستۍ پرېکړه «د اشغال دوام او د جګړو اور تازه ساتل» بللې او زیاته کړې يې ده چې له دې سره به افغانان نور هم له مشکلاتو سره مخ او سیمه بې ثباته شي.

د ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پرېکړې سره ناټو فرصتونه ضایع کوي او نور هم خپل حیثیت راغورزوي، خو وايي چې ڼاټو به په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ونه رسیږي. اعلامیه کاږي:

«څرنګه چې د ناټو اشغالګرو هیوادونو په لسګونه زره عسکرو او میلیاردونو پيسو ونشو کړای د افغانانو اراده او هوډ بدل کړي؛ نو څو زره په بیسونو کې حصار عسکر هم نشی کولای، د ناټو لپاره د هغوی اشغالګرانه اهداف تر لاسه کړای شي».

طالبان ټینګار کوي چې د وروستي «اشغالګر عسکر» تر شتون پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د هیواد د ازادۍ لپاره به ټولې هلې ځلې پکار اچوي.

«تاریخ ثابته کړي چي افغان میړنی اولس د ویرولو او ډار اولس نه دی، بلکې د وروستي اشغالګر عسکر تر شتون پورې به مقدس جهاد ته دوام ورکوي، له خپل منل شوي او مشروع حق څخه په استفاده سره به داسلامي امارت په قیادت کې د خپل هیواد د آزادۍ لپاره ټول امکانات په کار اچوي».

که څه هم د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسیدو سره سم ناټو اعلان کړی و چې په افغانستان کې يې پوځي ماموریت پای ته ورسېد، خو تېره ورځ د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې پرېکړه وشوه چې له ۲۰۱۶ کال وروسته به هم همدا ماموریت دوام مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x