په نورالمدارس جامعه کې د حضرت احمد امین مجددي د وینا متن

لیکوال: جاوید

یادونه

جامعه عالیه نورالمدارس  چې په ۱۳۱۰ هـ ش کال کې یي د افغانستان د استقلال د وتلي مبارز او لوی صوفي حضرت نورالمشائح فضل عمر مجددي رحمه الله لخوا بنیاد ایښودل شوی دی د افغانستان د مدارسو په تاریخ کې تر ټولو مشهوره، منظمه او ویاړمنه مدرسه بلل کیږي، دا مدرسه چې د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په مستوفي سیمه کې ودانه شوې، په تیر ۸۴ کلن تاریخ کې یي افغان اولس ته د علم او عمل په زیور سمبال ګڼ شمیر کدرونه وړاندې کړي دي.

دا جامعه چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په کې لوی شمیر لیلیه او نهاري طالبانو زده کړې کولې له امریکایي یرغل وروسته یي تعلیمي چارې توقف ته نږدې شوې په تیره لسیزه کې په دې جامعه کې لیله طالبان نه اوسیدل بلکې یوازې په کې د کمکیانو ابتدایي زده کړې روانې وې.

په دې وروستیو کې د کابل د قلعه جواد د حضراتو د کورنۍ  اوسني سجاده نشین  حضرت احمدامین مجددي د سیمیزو خلکو او علماء کرامو په همکارۍ یو ځل بیادا جامعه فعاله کړه، چې سږکال یي د فنونو له  دولسم صنف او د دوره حدیث له پنځلسم صنف څخه مجموعا ۷۰  تنه علماء فارغ کړل چې ددستاربندۍ د مراسمو لپاره یي د یادې مدرسې په انګړ کې لویه جلسه جوړه شوې وه چې د مدرسې رئیس او د قلعه جواد د خانقاه مشر حضرت احمد امین مجددي هم په کې ګډون کړی و.

حضرت احمد امین مجددی وروسته له څوارلسو کلونو غزني ته د لومړني سفر په مهال د خپل نیکه حضرت ضیاء المشائخ مجددي په پلونو لومړی په غزني کې دموی مبارک او بیا د لوی صوفي حضرت حکیم سنایي صاحب زیارت ته لاړ، له هغه وروسته یي د نقشبندیه طریقې دمشر مرشد خلیفه صاحب  داد محمد غزنوي صاحب د حال پوښتنه وکړه او بیا په داسې حال کې په شلګر کې نورالمدارس مدرسې ته لاړ چې د سیمې خلکو، علماء کرامو او طالبانو یي هرکلي ته اوږده کتارونه جوړ کړي و،حضرت امین مجددي ته په سیمیزو اولسونو سربیره د سیمې مسلحو طالبانو مجاهدینو هم تود هرکلی ووایه د غزني بیلابیلو سیمو ته د نوموړي د سفر امکانات یي برابر کړل او نوموړی یي خلکو ته په دې وخت کې د تصوف د یوازینۍ متشرعې او معتدلې طریقې د وارث په حیث ور وپیژاند.nor al madaris jalsa 1

د دستاربندۍ په مراسمو کې د نورو علماء کرامو ترڅنګ حضرت احمد امین مجددي صاحب هم په پښتو ژبه خپله وینا وواروله چې په لاندې ډول وه.

الحمد لله رب العلمین و الصلوة والسلام علی خیرالمرسلین و علی آله الطیبین و اصحابه الطاهرین .

عزتمندو علماء کرامو، درنو مشائخو خلیفه صاحبانو متدینو قومي مشرانو ، د نورالمدارس د عالي جامعې استادانو او مسؤلینو، زړه او ځیګر ته رانږدې طالبانو، میلمنو وروڼو، د پوهنتونونو اومکاتبو محصلانو او ټولو هغو کسانو چې له دې مایک څخه زما غږ اوري، میندو ، خویندو ، وروڼو ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

له هرڅه لومړی د اسلام او د افغانستان د یوه خادم په توګه ستاسو لخوا زما غریب او بیچاره لپاره د پرشور او تودو احساساتو څخه مننه کوم او د جناب حضرت ضیاء المشائخ صاحب هغه خبره درته تکراروم ،چې ویل به یي تاسې پر موږ باندې ډیره مهرباني کوئ اګر چې موږ او زموږ کورنۍ هیڅ نه دي کړي، که چیرې زموږ د کورنۍ کوم فرد په پخوا او یا اوس کې ددې وطن او یا خپلو وروڼو په وړاندې کوم خدمت سرته رسولی وي  او یا یي رسوي نو خپله دیني وجیبه به یي اداء کړې او یا به یي اداء کوي. لوی خدای دې موږ او تاسو په دې لاره ثابت او مستقیم لري.

زه په دوهم قدم کې د شهیدانو او مرحومینو له ټولو کورنیو سره په غم کې ځان شریک بولم چې په دې وروستیو وختو کې یي د زړه او ځیګر ټوټې له لاسه ورکړي دي، زما زړه غواړي چې د هر غمجن د کور په ټغر کینم او فاتحه یي وکړم خو تاسو پوهیږئ چې وخت او شرائط مرسته نه کوي بناء ددې مایک له لارې دومره درته ویلی شم چې : انا لله و انا الیه راجعون . .  خدای دې د ټولو درجات عالي وګرځوي.

په دریم قدم کې دومره عرض کوم چې زما دا سفر او نور سفرونه کوم تاوده سیاسي اهداف نلري،زه په حقیقت کې خپل کور ته راغلی یم،ټول افغانستان له بدخشان تر هرات له فاریاب تر خوسته زما کور دی او زه اوس له خپلو وروڼو سره ځان په خپل کور کې احساسوم ، تاسې پوهیږئ چې موږ هجرت پای ته رسولی او اوس په دې هڅه کې یو چې خانقاه عالیه مجددیه یو ځل بیاد دعوت او روحانیت له اړخه  خپل سابقه مجد او معراج ته ورسیږي چې لله الحمد په دې کار کې ستاسو د مخلصانه توجه له برکته بریالي یو.

ځکه نو زه وایم چې زما دا سفر کوم نور اهداف نلري،بلکې د نورالمدارس د عالي جامعې د معاینه کولو او نن د فارغ التحصیلانو د تقسیم د اسنادو لپاره  او علی الخصوص د خپل اولس او خپلو ارادتمندانو سره د یو طویل المدت بیلتون ته خاتمه ورکوو.

په څلورم قدم کې د مملکت په موجوده حالاتوخواشینی یم زه وینم چې هیواد ورځ تر بلې د بحران خواته ځي،خانقاه عالیه دا وضعیت له نږدې څاري او په هیڅ صورت ورته نور د خپل مجاهد اولس زخمونه او دردونه د منلو نه دي.

موږ په دې رابطه  مثبت فعال موقف لرو د افغانانو ترمنځ داخلي اتفاق غواړو او په دې اړه د هیڅ خارجي قوت ناروا سبوتاژ او ناروا فشار ته غاړه نه ږدو،ما په وار وار ویلي چې افغانانو ته د پردو د اسارت ځنځیرونه د منلو نه دي موږ د اسلامي انقلاب د فرد فرد شهید آرمان ته احترام لرو د اسلامي شریعت نفاذ او د یوه خپلواک او مترقي افغانستان موجودیت زموږ ستر آرمان دی.

زما په رګونو کې د حضرت نورالمشائخ صاحب او حضرت ضیاء المشائخ صاحب وینه حرکت کوي،قسم په خدای که راته ضرورت شي ددې وطن په دفاع کې به د خپلو اسلافو په نقش قدم باندې قدم کیږدم.

موږ له ګاونډیو هیوادونو سره د متقابل احترام روابط غواړو

خانقاه عالیه نقشبندیه د منځني ختیځ په بحرانونو خواشیني ده، زموږ زړه د فلسطین ، لیبیا،یمن ، مصر، عراق او سوریې له اولسونو سره تړلی دی، موږ د انما المؤمنون اخوة په بنیاد د اسلامي نړۍ وحدت غواړو، او هرڅوک چې د نړۍ دمسلمینو ترمنځ د اختلاف اور ته لمن وهي موږ یي په کلکه غندو او دفاع یي کوو.

په پنځم قدم کې خپلو ځوانانو ته خطاب کوم بلکې عرض کوم چې د علم دحصول لپاره ملا وتړي، له روحانیت او معنویت سره ځانونه آشنا کړي، هرڅوک چې له روحانیت او معنویت پرته محض په مادیت باندې عقیده لري د هلاکت له خطر سره مخامخ کیږي.

حضرت مولانا و مرشدنا نورالمشائخ رحمة الله علیه د هندوستان د ګجرات په اسلامي پوهنتون کې د زرګونو محصلانو په یوه جلسه کې داسې فرمایلي دي: هغه تمدن چې د مادیت پر بنسټ ولاړ وي په جامعه کې د سولې له ټینګښت څخه عاجز دی.

په بشریت کې چې نن کومې وینې بهیږي داددې ثمره ده چې یو مخیز یي ځان مادیت ته سپارلی

په شپږم قدم کې داسې احساس کوم چې افغانستان ته به ان شاءالله العزیز خوشالي راځي تاسو مه مایوسه کیږئ امیدوار اوسئ او زما دا خبره په یاد ساتئ چې یو لمر به راخیږي او زموږ د غمونو سلسله به پای ته رسیږي ان شاءالله تعالی.

په اوم قدم کې تاسو ته دا ډاډ درکوم چې زه به تل ستاسو تر څنګ یم، مه وارخطا کیږئ نه خانقاه خرابیږي  نه نورالمدارس  او نه اسلام خرابیږي او افغانستان.

په پای کې تاسو ته  عرض کوم چې هر یو په خپل کلي کې زما په نیابت د خپل نږدې یتیم په سر لاس کیږدئ او زما  اوشکې درسره یوسئ او هلته د کونډو، یتیمانو او عاجزانو پر لمن یي وڅڅوئ  او ورته ووایاست چې د امین مجددي په رګونو کې ویني ستاسو په خدمت کې دي کوم کسان چې دلته نه دې راغلي مشران، سپین ږیري، سپین سرې  او ناروغان زما سلامونه ټولو ته ورسوئ .

زه دغو ملاصاحبانو ته  چې فارغان شوي دي مبارک وایم  او له دوی نه مننه کوم چې په دغسې حالت کې چې موږ هیڅ وسائل نلرو په دې فقیره مدرسه کې یي سبق ووایه له دوی نه زموږ خواهش همداده چې خپل علم پخش کړي او ټولو مسلمانانو ته یي ورسوي.

زه پوهیږم چې دا مدرسه له معنویت نه ډکه مدرسه ده مګر د وسائلو له نګاه نه هیڅ شی نلرو، سبب یي داده چې دا مدرسه په هیڅ وخت کې رسمي مدرسه نه وه، او نه په اوس دور کې رسمي ده، ددې مدرسې چې تهداب ایښودل شوی دا تنها موږ نه دی ایښی، دتاسو پلرونه ،نیکونه،علماء کرام، خوانین ټول په دې کې شریک دي، ددې مدرسې په تیږه تیږه کې، په خښته خښته کې، په هره دانه د شګې او د مرستې په هر دانه غنم کې تاسو ټول شریک یاست.

تاسو ته یو ځل بیا ډاد درکوم چې خانقاه عالیه مجددیه بیا فعاله شوې ده،علماء کرام او خلیفه صاحب ستاسو په خدمت کې دی، زموږ موقف تاسو ته بهتر معلوم دی، زموږ موقف همیشه شریعت دی،موږ به ټول شریعت غواړو، دا وطن زموږ او تاسې و، زموږ او تاسو دی د چا پلار یي نه شي نیولی چې انګلیس کامیاب نه شو، روس کامیاب نه شو نو د امریکایي خو پلار هم نه شي کامیابه کیدلی.

څوک دا وطن نیسي ؟ را دې شي . امریکا په دې پنځلس کاله کې یو قدم پرمختګ کړی ؟ نه یي دی کړی ستاسو د ایمان له برکته ستاسو د حب الوطنی له برکته ، هیڅوک دا وطن نه شي اشغالولی، زه دا خبره داسې نه ده چې دلته یي تاسو ته کوم ماته خلکو وویل چې  مدرسې ته مه ځه چې هلته مخالفین دي، ما ورته وویل چې که د بل مخالفین دي زما متحدین دي.

نو بناء دا وطن زموږ او دتاسې دی زموږ او تاسو پلرونو او نیکه ګانو په خپلو وینو ساتلی بیا به یي هم  ساتو، موږ کوم بله پالیسي او اجنډا نه منو یوازې هغه حکم منو چې قران یي حکم کوي او حدیث نبوي د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم یي حکم کوي، په هماغه مو سر ایښی په همغه سربلند یو که په موږ او تاسو سل نومونه  لکه تروریست او نور کیږدي زموږ او تاسو نوم په خپل ځای دی، هیڅوک یي ایسته کولی نشي ان شاءالله العزیز.

نو که ددې وطن هره برخه ده هلته چې مجاهدین دي، زخمیان یي ورکړي شهیدان یي ورکړي، زموږ وروڼه دی چې د اشغالګرانو د کامیابي مخه یي نیولې او د هغوی ارمانونه یي له خاورو سره خاورې کړي دي،د شهیدانو او مجاهدینو اهداف لله الحمد ورځ تر بلې د کامیابۍ په خوا دي، زه چې دا خبرې دلته کوم په کابل کې مې هم کړي دي، ماته د حکومت لخوا وویل شول چې ته د شورای عالي صلح ریاست واخله، ما هغو خلکو ته په ځواب کې وویل چې موږ چې هر خدمت وطن او هیوادوالو ته کړی هغه مو له خپل توشک نه کړی له چوکۍ نه مو نه دی کړی اونه یي کوو.

بل داچې ته ماته وایي چې له دې خلکو سره سوله وکړه، زه څرنګه له هغه خلکو سره سوله وکړم چې هیڅ دښمني ورسره نلرم، زموږ ټولو دښمني له هغه چا سره ده چې د اسلام او د وطن داستقلال ضد وي، هغه څوک چې د اسلام او د وطن د استقلال ضد وي که خپل وي که پردی وي که کافر وي که مسلمان وي زموږ دشمن دی.

نو زه له تاسو ټولو مننه کوم چې تکلیف مو ایستلی  دلته راغلي یاست او له مدرسې سره کومک کوئ، ان شاءالله موږ په پروګرام کې لرو چې راتلونکی کال جامعه عالیه نورالمدارس نوره هم پراخه کړو، په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو لکه ستاسو پلرونو او نیکه ګانو چې دا مدرسه ساتلې وه هیله ده تاسو یي هم وساتئ ، زما پیغام تاسو ته همدغه ده چې وخت او تاریخ به بدل شوي وي مګر موږ او تاسو همغه یو سمه ده چې اوس نوې ټیکنالوژۍ راغلې مګر موږ به له دې اسبابو د خپل دین د دعوت لپاره استفاده کوو.

زه د نورالمدارس د عالي جامعې له منتظم صاحب جناب خلیفه صاحب عزیزالله او د مدرسې له ټول پرسونل نه مننه کوم الله تعالی دې دوی ته اجر ورکړي چې دا مجلس یي دائر کړ د مدرسې فارغینوته یو ځل بیا تبریکي وایم الله تعالی دې دوی ته توفیق ورکړي چې د دین مبین اسلام دنشر په کار کې خدمت وکړي.

و ما علینا الا البلاغ

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د