ټولنیزه برخه

د بی بی فاطمه رضی الله عنها صبر‎

حنظله عزیزي

د طبقاتو په کتابو کی راغلي دي چی د رسول الله ﷺ لور فاطمةُ الزّهرا ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” به څو ورځي پر له پسې په لوږه سره تېرولې خو یوه ورځ د دې د خاوند حضرت علي ” رَضِيَ اللهُ عَنْهُ ”   ورته پام سو چي د میرمني رنګ یې ژړیږی نو یې ورته و ویل : تاته څه پېښه ده چي ورځ په ورځ ژړیږې.

د رسول الله ﷺ لور حضرت فاطمه ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” ورته و ویل :  له دغه درو ورځو راهیسي په کور کي شئ نسته چي ویې خورم.

حضرت علي ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” ورته و ویل: نو ولي ماته نه وایې؟

دې ” رَضِيَ اللهُ عَنْهاَ ” ورته و ویل : زما پلار رسول الله ﷺ زما د واده په شپه راته و ویل: یا فاطمه ! که علي د خوړو دپاره کوم شئ راوړی خوره یې او که یې نه یې راوړی ته یې مه ځني غواړه ( دا دې دپاره چي خاوند به سې شئ نه لري یا د شي د راوړلو قدرت به نه لري )

مګر د نن ورځي ډیري ښځي دې کي خاص مهارت او تخصص لري چی د خپل خاوند جیب څنګه خالي کړي، ځیني میرمني خو داسي وي که یې د خاوند په جیب کي پیسې ولیدې کور یې تر هغو جنګ او جداله نه خالي کیږي تر څو دغه پیسې د خپله خاونده څخه اخلي.

مګر په دې کی هیڅ شک نسته که نارینه یو ځل تسلیم سي خو د همېش دپاره سپین بیرغ نه پورته کوي ، د دغه خوی او خصلت په سبب به خامخا د دوی په منځ کي لیري والی راځي که څه هم پسله وخته وي.

نو د ښه او خوشحاله ژوند کولو دپاره پر هغو ښځو چی دغه عادت لري دا لازمه ده چي له دغه خوی او خصلته لاس واخلي که نه دغه کار د دې په لوی ضرر تمامیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x