افغانستان

ظاهر قدير: که د دولت او داعش اړیکي ثابتې کړم؛ نظام به ونړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي چې که د دولت او داعش د اړيکو مستند شواهد د خلکو پر وړاندې کېږدي، نظام به ونړېږي.

نوموړي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې سې ډي کیسټ هم وښودله، چې د ده په وينا د داعش او دولت له مستندو شواهدو ډکه ده.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال پر دې هم ټينګار وکړ، چې په ختيځ کې دې د داعش پر وړاندې د ده د ځواکونو چې هغه يې « ولسي پاڅون » بولي مرسته وشي.

ظاهر قدير د تېرې اوونۍ په پيل کې وویل چې د داعش لوړپوړي چارواکي په امنيتي ادارو او بهرنیو سفارتونو کې ازاد تګ راتګ کوي.

د هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکو د ظاهر قدير څرګندونې ناسمې وبللې او ټينګار يې وکړ چې که نوموړی د خپلې دعوې لپاره شواهد وړاندې نه کړي، نو زنداني به شي.

ظاهر قدير ونه ویل چې د ده په لاس کې سې ډې کیسټ کې يې کوم شواهد راټول کړي، خو په رسنیو کې هغه مبصرين هم ملامت وبلل چې نوموړی يې د نظام په مخالفت تورن کړی و.

هغه وویل چې رسنۍ او په رسنیو کې مبصرین دې له خولو سره پام کوي.

ظاهر قدير په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت د اچين ولسوالۍ ولسوال هم ورته څرګندونې وکړي او دولتي چارواکي يې د داعش پر ملاتړ تورن کړل.

حاجي غالب رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه د داعش ساتنه کوي، هغه د دولتي چارواکو هغه دعوې چې ګواکې په ننګرهار کې يې د داعش پر وړاندې عملیات پیل کړي « تش تبلیغات » وبلل.

ياده دې وي د داعش په نوم وسله وال د ختيځ ولایت ننګرهار په شینوارو سیمه کې مېشت دي، چې ګڼې کورنۍ يې له ظلمه کډوالۍ ته اړ شوې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دی مرغیو کی مونږ یوی وړی مړغی ته (( چتی وایو )) هغه چه د شپی ویده کیږی پښی اسمان ته نیسی ، له دغه مرغی پوښتنه وشوه چه د ویدو کیدو وخت کی پښی ولی اسمان ته نیسی ، هغی ځواب ورکړو ، په پښو باندی اسمان ټینګوم چه راونه لویږی ، ظاهر قدیر هماغه مرغی ده په دغه وړو پښو اسمان نیسی. دا خبره چه د قدیر اکا زوی وایی ننګرهار ته د داعشیانو د مقابلی د پاره تللی یم تللی به وی مګر د داعشیانو د مقابلی د پاره نه د داعشیانو د ملاتړ د پاره لیږل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close