افغانستان

هلمند: خانشين ولسوالۍ سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايتي شورا غړي وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو د پرمختګ له امله خانشين ولسوالۍ هم سقوط ته نږدې ده.

د ولايتي شورا رییس محمد کريم اتل وايي چې طالبانو د خانشين ولسوالۍ مرکز ته څېرمه جګړې ته زور ورکړی چې لا هم روانه ده.

هغه وايي چې تر اوسه طالبانو ګڼې سیمې نیولې او د ولسوالۍ د ودانۍ په پنځه کيلو مترۍ کې جګړه روانه ده، خو که مرسته ور ونه رسېږي ولسوالۍ به ژر سقوط وکړي.

د هلمند د والي وياند هم منلې چې د دوی ځواکونه له سیمې تښتېدلي خو په وينا يې د دوی ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ په باباجي او مارجه ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

ياده دې وي هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ګڼې سیمې يې د طالبانو په لاس کې دي او په تېرو اتو میاشتو کې يې پکې یوازې ۷۶ قومندانان او لوپوړي دولتي مسوولین وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x