
د افغانستان له جګړې څخه ورګرځېدلي ۴ امریکايي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د تیرې نومبر میاشت پر ۲۳مه په فورټ هوډ کې د امریکايي ځواکونو یوه (UH-60L Black Hawk) ډوله چورلکه وغورځېده چې په کې سپاره ۴ تنه هغه امریکايي عسکر ووژل شول چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې وه.
فورټ هوډ د امریکا د ټکساس ایالت په کیلین ښار کې یوه امریکايي پوځي قرارګاه او د پوځي تمریناتو لوی مرکز دی.
د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي چې په پيښه کې وژل شوي څلور تنه عسکرو په عراق او افغانستان کې دنده تر سره کړې وه.
د پنټاګون له خوا په خپاره شوو معلوماتو کې د وژل شوو عسکرو پیژندنه په لاندې ډول ښودل شوې:
سرپړکمشر ټوبې اي چلډر : Toby A. Childers
نوموړی څلویښت کلن او د کنساس ایالات د هیز اوسیدونکی و، په کال ۱۹۹۹ کې د بلاک هاک هلیکوپترو د انجینر په حیث په پوځ کې په دنده وګمارل شو، د کال ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۱ پوري په عراق کې و، د ۲۰۱۳ کال د اګست په میاشت کې افغانستان ته راغلی و او په ۲۰۱۴ کې بیرته امریکا ته ستون شو.
نوموړي د خپلې اوږدې پوځي دندې پرمهال زیات شمېر مډالونه هم ګټلې و، چې په هغو کې د افغانستان او عراق له جګړو سره تړلي یو شمیر مډالونه هم دي.
دریم بریدګی سټیفن ب کوولې: Stephen B. Cooley
دا هم څلویښت کلن او د فلوریډا ایالت د کانټونمنټ ښار اوسیدونکی و، په ۲۰۰۰ کې یې پوځي دنده پيل کړې، په ۲۰۰۷ کې د بلاک هاک هلیکوپتر د پیلوټ په حیث وګمارل شو. د ۲۰۱۲ اګست میاشتي څخه بیا تر ۲۰۱۳ مارچ پوري په افغانستان کې پاتې شوی، د هغه تر مخه په ۲۰۰۸ کې او بیا په ۲۰۱۱ کې دوه ځله عراق ته د جګړې لپاره تللی و.
نوموړي هم پریمانه مډالونه لرل چې اکثره یې په عراق او افغانستان کې د جګړو پر مهال تر لاسه کړي.
سرپړکمشر جاسن ایم سمیث: Jason M. Smith
عمر یې ۳۵ کاله او د لوزینا ایالات د ډسټرین ښار اوسیدونکی وو، د ۲۰۰۰ کال څخه د بلاک هاک ډوله چورلکې د میخانیکي په حیث په پوځ کې په دنده ګمارل شوی و، د کال ۲۰۰۴ د اګست په میاشت کې عراق ته تللی، او بیا د ۲۰۰۵ د مارچ میاشتي پوري هلته پاتې شوی. بیا د کال ۲۰۱۱ په سپتمبر میاشت افغانستان ته د پوره یوې کلنې مودې لپاره راغلی و، د کال ۲۰۱۳ په همدې میاشت کې امریکا ته وګرځېد، او دوهم ځل بیا په ۲۰۱۴ کې را وګرځېد او د ۲۰۱۵ کال د می تر میاشتي په افغانستان کې و.
نوموړی هم د مډالونه اوږد نوملړ پر سینه درلود چې اکثره یې د افغانستان او عراق په جګړو کې ګټلي وو.
دریم بریدګی مایکر ایف ټراف: Michael F. Tharp
نوموړی هم ۴۰ کلن و، د ټکساس ایالت د کیټې ښار اوسیدونکی و، په ۱۹۹۵ یې په پوځ کې دنده پيل کړې، خو په ۲۰۰۹ کې د بلاک هاک ډوله چورلکې پيلوټ شو.
نوموړی افغانستان ته یو ځل په ۲۰۱۰ کې او بیا په ۲۰۱۲ کې راغلی و. نوموړي ته د خپلې اوږدي دندې پر مهال زیات شمیر مډالونه ورکول شوي.
نن ټکي اسيأ ځخه يوجهان مننه چي ډيرژراوفه خپل وخت خبرونه خپروي!!