دیني، سیرت او تاریخ

موږ مسلمانان یو او دا نوم کافي ده

https://i2.wp.com/www.banihamida.net/uploads/4667011291150678.jpg?w=708د اسلامي امت دموجوده اختلافاتو په پیر کې که یوڅوک ځاته یواځي د (مسلمان) نوم غوره کړې اوله هیڅ فکري مکتب سره اړیکه ونلرې دابه خورا غوره او دوخت له غوښتنو سره مناسب چلند وې ، ، قرانکریم وایې تاسو الله مسلمانان نومولي یﺉ ، هو سماکم المسلمین . موږ که ځانونه په یوه بل نومونو یادوو د قرانکریم له مخالفت سره دامت د یوه وجود په ټوټه کولو کې به مو نوره برخه اخیستي وې . موجوده ځانګړي فکري مکاتب لکه سلفیت ، دیوبندیت ، بریلیت ، اخوان اونور….

د بیلو اشخاصو د ځانګړیو نظریاتو پراساس ولاړ او رامنځته شوي دې ، موږ هغوی ته احترام لرو خو دهغوی په لاره تګ ته مو دي څوک نه اړ کوې ، په دي لاره کې دعوت چلول د مسلمانانو دلا تفرق اوتشتت لامل کیږې اوداسي هم کیدی شې چې یوڅوک دي دهمدي فکري مکاتبو دیوه په لاره روان وې ، خو ځانګړی نوم دې پرځان نه ږدي ، په دي کې هیڅ مشکل نشته بلکي لازمي ده چې ځانونه یواځي مسلمانان وبولو ، د اختلاف او زوړتیا لورته تګ اوس موږ مسلمانانوته دومره اسانه شوی دی چې په اصنافو ویش ضروري شوی دی ، دعلماو ځان ته ډله دصوفیانو ځان ته غورځنګونه ، د ډاکټرانو بیلي اتحاديي ، دانجنیرانو بیل حزبونه او داسي نور … که موږ له دقت نه کارواخلو په رواني لحاظ دا ستونزي زموږ دیوي بلي اخلاقي نیمګړتیا زیږنده بریښې ، هغه داچې موږ په خلکو دځانګړیو صفاتو په نښلولو کې هم ډیر تکړه یو ، له مدرسي فارغ ملا ته که (مولوي ) ونه وایو بي ادبي یې بولو ، د طب ښونځي ته چې کوم محصل داخله وکړي په هغه ورځ ډاکټر دی اوکه یې (ډاکټر) ونه بولو خبره بیخونده کیږې ، د ملا صاحب کړوسۍ که (اخوندزاده صاحب ) ونه بلل شې شوني ده د (حرامزاده) په القابو خلک ونازوې ، پنځوس کاله پخوا یې چې دحج فریضه اداکړي وې که نن یې هم (حاجي صاحب) ونه بولو په سپینه ږیره دبی را اخلي ،داراز خوجه ګان ، اغاګان وغیره وغیره خوسري مچۍ دې خامخا باید په سیمییز لقب او د (صاحب) له ورستاړي سره غبرګ یاد کړل شې . د تصوف دمنځ ټکۍ نفس پاکونه او تزکیه ده دیوه صوفي د بریالیتوب راز په دي کې دی چې له الله او دهغه له دین سره مخلص واوسې ، دتصوف دټولو مراحلو ستومانه کونکی ، نګه دیني او بي ریا مزل چې یو کس سرته ورسوې زموږ په ټولنه کې (خلیفه) بلل کیږې ، اوس که همدا پاک نفسه انسان موږ په خپل نامه سره یاد کړو شاید کوم یو یې په خوله څه ونه وایې خو له مریدانو سره یې باید کلک اتیات وکړل شې ځکه هغوی به ته سمدستي په تورلیست کې نیولی یې . داراز دمختلقو فکري مکاتبو سرخیلان په مختلفو القابو سره یادول کیږې لکه شیخ الاسلام ، مفکر الاسلام او داسي نور …اودا کار خلک دخپلو مشرانو درنښت او احترام بولي خو د دي ویره شته چې دا ناروا تزکیه ونه ګرځي شرعا دیوچا له ستایلو سره باید (لانزکي علی الله احد) جمله وویل شې او احترام او درنښت په زړه کې لرل پکار دې د القابو او نومونو پوکاڼي خو منافقان هم ډکولی شې ، اوبل شیخ الاسلام یادي ته ورته القاب دروغ هم دې ځکه هغه خو دڅو محدودو خلکو شیخ دی ټول مسلمانان خو هغه نه مني . لفاظي او القابي افکار اوپیروان یې تل په فرعیاتو او جزﺉیاتو بوخت وې او په ناسمو او هلاکونکو جګړو کې خدای ورکړي انرژي ضایع کوې نن زموږ ډیری مسلمانان په دي ستونزه اخته دې او په ځانګړي توګه کار داسلام خدمت بولي خودا سم کار نده موږ تل باید پر یوه اسلام ټینګار ولرو اوهمدا مو بس ده چې ځانونه مسلمانان وبولو ، هو سماکم المسلمین . نورو فکري او مذهبي کړیو ته انتماء اوځان منسوب کول اوپه دي انتماء او نسبت ټینګار او خلک ورته رابلل د امت دویش او ټوټه ټوټه کیدلو لامل شوې ده ، او کوم عمل چې دامت د ویش او اختلاف لامل کیږې هغه په اتفاقي توګه ګناه کبیره او سترجرم دی . راځﺉ ټول په دي یوه خبر ټینګار ولرو چې موږ مسلمانان یو او دانوم زموږ له پاره کافي ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x