د طالبانو کندز والي: اوس هم د ښار په دروازو کې زمونږ ځواکونه پراته دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د کندز ولایت لپاره د طالبانو والي وايي چې د دې ولایت له پنځلس ورځنۍ واکمنۍ وروسته یې یوازې له ښار څخه شاتګ کړی او اوس هم د دوی ځواکونه د کندز ښار په دروازو کې قرار لري.

ملا عبد السلام اخند وايي چې پر کندز ښار د دوی د واک پر مهال دولتي او بهرنیو ځواکونو د عامو خلکو استوکنځایونه بې دریغه بمبارول، ولسي کورونه یې په نښه کول او دوکانونو ته یې په قصدي توګه اورونه اچول.

نوموړی وايي چې د همدې عواملو پر اساس ورته د خپل مشرتابه لخوا له ښاره د شاتګ هدایت وشو، ترڅو په خبره یې، ولسي خلک وژغورل شي. خو زیاتوي چې اوس هم ښار ته څېرمه سیمې د دوی تر بشپړ واک لاندې دي.

ملا عبد السلام اخند د طالبانو له یوې ویب پاڼې سره په تازه غږیزه مرکه کې ویلي چې د دوی ځواکونه د چهاردرې، ارچي او امام صاحب ولسوالیو له مرکزونو پرته د ولسوالیو په ټولو سیمو کې باندې حاکمیت لري.

د طالبانو کندز والي د دې ولایت د سقوط اصلي عامل دا ګڼي چې ولس د دولتي ځواکونو د ظلمونو او فساد په مقابل کې راپاڅېد او له طالبانو سره اوږه په اوږه ودرېد. نوموړی زیاتوي چې له ولس سره د طالبانو ښه او نیک چلند دې ته لاره هواره کړه چې طالبان د ولسي ملاتړ په مټ په دې ولایت حاکم شي.

ملا عبد السلام هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې ګویا د کندز په جګړه کې د بهرنیو هیوادونو پوځي جنرالانو له طالبانو سره کومک کړی. نوموړی وايي:

«د کندز په جګړه کې د بغلان او سمنګان له څو طالبانو څخه پرته، حتی د بل ولایت طالبان هم راسره نه وو، دا د دوی عادت دی چې هر کله شکست وخوري نو زمونږ بریاوې بل ته منسوبوي، دا فتح د کندز د مجاهدینو خپله وه، او د بغلان او سمنګان ولایتونو د څو طالبانو له همکارۍ پرته په کې ټول برخوال د کندز خپل طالبان وو، د بل هیواد د لاسلرنې ادعا یوازې او یوازې تبلیغات دي».

دغه طالب چارواکي هغه ادعاوې هم په کلکه رد کړې چې ګویا په کندز کې طالبان د خپلمنځي اختلاف ښکار ګرځیدلي. نوموړی وايي چې نه یوازې په کندز کې بلکې په ټول شمال کې د اختلاف او بې اتفاقۍ ستونزه نه شته او نه یې څوک بېلګه وړاندې کولی شي. د ملا عبد السلام په وینا، د کندز او شمال ټول طالبان د ملا اختر محمد منصور تر بیعت لاندې کار کوي.

ملا عبد السلام وايي چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنرالانو د شتون او اختلافاتو ادعاوې حقیقت نه لري او زیاتوي چې له دغو تبلیغاتو څخه د مقابل لوري هدف دا دی چې «غواړي له دې لارې خپله رسوايي او ماتې پټه کړي».

د تېرې سپتمبر په ۲۸ طالبانو په کندز ښار له څلورو خواوو بریدونو پیل کړل چې د څو ساعته جګړې وروسته دولتي ځواکونه له ښاره وتښتېدل او د ولایت مقام ودانۍ، امنیه قومندانۍ، مرکزي زندان او د ښار مهمې نقطې د طالبانو لاس ته ورغلې.

که څه هم طالبانو تر پنځلس ورځني واک وروسته د کندز ښار بیرته دولتي ځواکونو ته ورپریښود، خو راپورونه وايي چې طالبانو سلګونه عرادې مختلف پوځي وسایط، ټانګونه، توغندي، په ټنونو د سپکو او درنو وسلو مهمات او د ملي امنیت د ریاست او نورو امنیتي ادارو د اسنادو ارشیفونه او نور ډیر توکي له ځان سره وړي دي.

د پوځي شنونکو په باور دغه مهمات به نه یوازې په کندز کې طالبان غښتلي کړي بلکې په نږدي ولایتونو کې هم د طالبانو د جنګي وړتیا په پیاوړي کولو کې رول درلودی شي، چې له کبله یې دا ځل د کندز د بیاځلي سقوط اټکلونه تر پخوا څو چنده زیات دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د