
جنګ ، جنګ تا استیضاح
دنعیم لالي په نامه دپارلماني وکیل تصویر مې لومړی هغه ورځ ولید ، کله چې دکال په پیل کې فدایي مجاهدینو پارلمان تر برید لاندې نیولی وو ، او لالی ددې په ځای چې دنورو وکیلانو غوندې زیرخانې ته پناه یوسي ، له کوم عسکر څخه یې زیړکۍ نیولې وه او هوایي ضربې یې ورکولې .
دنعیم لالي خرېیلی مخ ، کم کړي سر او بریت مې چې ولیدل سم دکبډي لوبغاړی راته ښکاره شو، داسې معلومېده لکه له پیله یې چې په پارلمان کې سمې غیږبازۍ ، حملو او لټه پېر ته اراده وه نوځکه یې ورته داسې ځان لغړبغړ کړی وو ، یوه ورځ مې په لمر تیلویزون کې هم لیدچې خورا بړبړ غږېده تردې چې خبریال غریب له ډاره پوښتنه ترې نه شوای کولای .
ما چې دنعیم لالي دا جلالي حالت لید، له پیله مې یقین وو چې که خیر وو یوه ورځ به په پارلمان کې ټکه واچوي ، بالاخره همداسې وشول ، همدانن بي بي سي راپور ورکړ ، چې دپارلماني کمیټو درئیسانو په غونډه کې نعیم لالي او دهرات استازي فرهاد مجیدي سوک ترکټو سره ایستلی ، او ښه خرپولی جنګ یې کړی دی .
دلالي او مجیدي شخه شولانګه چې بي بي سي ( درګیري فزیکي ) بللې تراوسه یې په اړه ډیر معلومات نه دې رڼا ته شوي ، یوازې دومره معلومه ده چې جګړه د نعیم لالي په ګټه پای ته رسیدلې ، یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي چې په خپلو سترګو یې فرهاد مجیدي لیدلی چې په مخ او صورت یې دوینو دارې راماتې وې ، دانه ده معلومه چې نعیم لالي په مجیدي باندې دڅه شي ګوزار کړی چې داسې یې بي بي سي ورباندې وغږوله ، دکرزي حکومت دخپلو اصولو له مخې پارلمان ته وسلې ، لاسي بمونه ، توغندي ، چاقوګان ، غولکې ، مچنوغزې ، بکس پنجې ، ډبرې ، خښتې ، او داسلحې ناریه او غیرناریه نور اقسام ځکه نه پریږدي چې وکیلان صاحبان ورباندې یوبل په نښه نه کړي .
له همدې امله وکیلان غریبان مجبور دي ، دتش لاس دښمني وګالي او دکلاشینکوف په ځای یو بل په بوتلو ، څپلکو ، پیالو، لغتو او سوکانو په نښه کړي ، خو څرنګه چې معلومه ده دغه حربي افزار یوهم ددې وړ نه دي چې انسان له سره ترپښو په وینو ولمبوي ، نو ځکه دپارلمان دننني جنګ په اړه ویل کیدای شي چې جنګېره وکیل صاحبانو شاید داځل ابتکار کړی وي ، او دچایو ترموز یې په کوم چل تالار ته ننه ایستی وي ، او دجګړې په وخت کې یې دجنګي افزار په توګه ترې استفاده کړې وي .
بي بي سي ویلي چې دپارلمانیانو ترمنځ نننی جګړه دومره زوروره وه ، چې حتی پولیس مجبور شوي چې مداخله وکړي او دیوه بل په ګریوان کې لویدلي وکیلان سره بېل کړي ، دپولیسو مداخله که له یوې دجګړې شدت او حدت په ډاګه کوي له بله اړخه ددې خبرې غمازي هم کوي ، چې شاید په پارلمان کې به نننۍ جګړه یوازې ددوو وکیلانو ترمنځ نه وه ، بلکې داستیضاح غوښتونکو او نه غوښتونکو دوو بیلابیلو ډلو ټول وکیلان به سره اخته شوي وو .
داچې دوکیلانو جګړه دپولیسو په مداخله پای ته رسیږي معلومیږي چې په تالار کې ګواښ رنګویا منځګړو شتون نه درلود ، او ټول تالار د دوهم نړیوال جنګ دمهال نړۍ غوندې یادمتحدینو او یادمحور قواوو په طرف کې ولاړ وو.
په پارلمان کې دغه تازه جګړه داسې مهال رامنځته شوې ، چې څو ورځې وروسته دوکیلانو ژمنۍ رخصتۍ پیلیږي او شاید دهمدې جګړې له امله د یوولسو وزیرانو داستیضاح اختلافي موضوع همداسې لاینحله پاته شي ، که چیرې دا موضوع همداسې پاته شي او تر رخصتۍ وړاندې وزیران استیضاح نه شي نو بیا سره له ټولو تلفاتو فرهاد مجیدي دجګړې ګټونکی بلل کیدای شي ، ځکه نوموړی دنعیم لالي خلاف دڅلورو وزیرانو له استیضاح سره مخالف درلود ، چې دجګړې لامل هم همدا مخالفت وګرځېد .
فرهاد مجیدي شاید دخپلو وینو په بیه په پارلمان باندې خپله رېنګه ومني ، او څلور متنازع فیه وزیران له استیضاح څخه خلاص کړي ، خو خپل په وینو سره بدن ته به همیشه وایي چې ( مړ دې وای په سرو اوښو ، نه په سپیرو خرو ) ځکه هغه وزیران چې ده یې په دفاع کې وینه تویې کړې یوه یې هم په تیرکال کې ترپنځوس فیصده ډیره بودیجه نه ده مصرف کړې .
تراوسه نه ده معلومه چې میدان به ( کی خواهد برد ) خو دنعیم لالي په ګډون داکثرو وکیلانو له (جنګ جنګ تا استیضاح ) شعارو څخه ښکاري چې شاید دامسئله نورې شخړې هم رامنځته کړي .