افغانستان

کندهار: نیول شوي عسکر تر خوشي کیدلو وروسته نادرکه شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱، ۱۳۹۴ ل): څه موده وړاندي د طالبانو د چټک غبرګون قطعې د غورک ولسوالۍ پر مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټولو امنیتي پوستو بریدونه پيل کړل، په بریدونو کې طالبانو وکولی شول ترڅو د امنیه قومندانۍ په شمول ټول حکومتي تاسیسات تر خپل کنترول لاندي راولي او د امنیتي ځواکونو څخه پاته شوي پوځي توکي خپل کړي.

په دې جګړو کې د ملي اردو هغه یوازنی مرکز پاته شو چې د غورک په یوه دښته کې پروت دی.

د طالبانو په اوږده جګړه کې ځانګړو ځواکونو، ملي اردو، پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د طالبانو په وروستي ویډیویې راپور کې د وژل شویو عسکرو جسدونه تر اونیو وروسته هم په پوستو امنیه قومنداني کې خواره واره پراته دي او امنیتي ځواکونه یې په وړلو کې پاته راغلي دي.

په غورک ولسوالۍ کې د وژل شویو عسکرو جسدونه تر اونیو وروسته په دښتو کې پراته دي
په غورک ولسوالۍ کې د وژل شویو عسکرو جسدونه تر اونیو وروسته په دښتو کې پراته دي

د غورک ولسوالۍ د جګړو په جریان کې د امنیه قومندانۍ د ساتونکو عسکرو وروستۍ خط د طالبانو د چټک غبرګون د قطعې د ځواکونو له لوري محاصره شو او محاصرې درې ورځي دوام وکړ، د درو ورځو په جریان کې طالبانو ورځ تر بلي د محاصرې کړۍ تنګول او دلته محاصره ۲۱ تنه عسکر یې د پوځي فشار له امله هغه وخت تسلیمی ته اړکړل کله چې دوی د دولتي ځواکونو له مرستي نا امیده شول.

د ۲۱ تنو عسکرو قومندان احمدالله او دهغه ټول ملګري طالبانو ته تسلیم شول.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی قومندان احمدالله او د هغه ۲۱ تسلیم شوي عسکر
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی قومندان احمدالله او د هغه ۲۱ تنه تسلیم شوي عسکر

قومندان احمدلله په یوه مرکه کې وایې چې ددوی د تسلیمی یوازنی لامل د دولت نه پاملرنه وه ځکه دوی درې ورځي د طالبانو په محاصره کې پراته وه خوراکي توکي او مرمۍ یې خلاصي سوي خو دولتي ځواکونه یې مرستي ته نه راغلل او نه یې هم ددوی اکمال وکړ.

طالبانو تر تسلیمی وروسته ټول ۲۱ تنه عسکر خوشي کړل او خپلو کورونو ته یې ولیږل.

نن ټکی اسیا داسي معلومات ترلاسه کړي چې خوشي شوي عسکر خپلو کورونو ته تر تللو وروسته نادرکه شوي دي، ځایې خلګ وایې چې دغه عسکر د دولت له لوري نیول شوي او بیا په نامعلومه ځایونو کې بند ساتل شوي دي.

قومندان احمدلله چې د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی اوس نادرکه دی او همدارنګه دده سره خوشي شوي ټول هغه عسکر چې د کندهار ولایت اوسیدونکي وه د حکومت له لوري نیول شوي او نامعلومو ځایونو ته وړل شوي دي.

ځایې سرچېنو نن ټکی اسیا ته وویل چې د کندهار لوړپوړو چارواکو دا کار د خپلي ناکامۍ د پټولو لپاره ترسره کړی دی ځکه دغو عسکرو هوډ درلود ترڅو ددوی شکایت د مرکزي دولت تر لوړپوړو چارواکو پوري ورسیږي او په جګړه کې د وژل شویو عسکرو دقیق ارقام او د چارواکو نه پاملرنه هغوی ته په ګوته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x