د بلال بن ابي رباح کیسه

 

بلال بن ابي رباح رضي الله عنه د نبوي جومات لومړۍ موذن دی ، بلال درسول الله صلی الله علیه وسلم په جومات کې شاوخوا لس کاله اذان کړی دی ،ډیرو خلکو ته دبلال په اړه همدومره معلومات شته ، کوم معلومات چې له ډیرو خلکو سره نشته هغه داچې بلال درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته څه شو ؟ راځﺉ نن مې دا معلومات او په دي اړ ه دبلال دردونکي او ژړه ونکي کیسه درته راوړي ده ، 
بلال ابوبکر الصدیق رضی الله عنه ته ورغی او ورته کړه یې : ای درسول الله ځای ناستي (خلیفه) ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلي دې چې ویل یې : دمومن ترټولو غوره عمل دالله په لاره کې جهاد کول دې ، ابوبکر ورته وویل : بلاله ! ته څه غواړي ؟ بلال وویل : مانیت کړی دی چې ترمرګه پوري ژوند په جهادکې تیرکړم ، ابوبکر ورته وویل : موږ ته به اذان څوک کوې …. ؟ دبلال سترګي له اوښکو ډکي شوې او زیاته یې کړه : زه له رسول الله وروسته بل چاته اذان نه کوم ، ابوبکر ورته وویل : نه ته به له موږ سره پاته کیږې اوموږ ته به اذان کوې … بلال وویل : که تازه داسي ازاد کړی یم چې له ازادي وروسته به هم ستاسره یم ، بیا به ستاپه خوښه پاته شم اوکه تا زه دخدای له پاره ازاد کړی یم نو ما او هغه ذات سره پریږده چې دهغه له پاره دي زه ازاد کړی یم . 
ابوبکر ورته وویل : بلاله ته مایواځي د الله له پاره ازاد کړی یې . بلال دشام لورته روان شو او هلته په جهاد بوخت شو ، دی دځان په اړه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته ماپه مدینه کې داوسیدلو وس نه لاره . ده به چې کله اذان پیل کړ ، او د ‘أشهد أن محمدًا رسول الله’ جملي ته به ورسیدی ، ستونی به یې غریو بند کړ … په ژړا به یې پیل وکړ … نو ځکه شام ته ولاړ مدینه یې پریښودله … او ترڅو کلونو پوري داسلام په لښکر کې دیوه سپیڅلي غازي په توګه پاته شو ، یو وخت یې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب ولید خوب ولید ، په خوب کې یې بلال ته وویل: بلاله ! دومره جفا ؟!! زموږ لیدوته نه راځي ؟؟ بلال چې راویښ شو غمونو او دردونو کړاوه اوسمدستي دمدیني په لور روان شو ، مدیني په رسیدو درسول الله صلی الله علیه وسلم دقبر مبارک زیارت ته ورغی ، دقبر خواته یې په ژړا زړه سپک کړ .
دی لا ناست و چې حسن اوحسین رضی الله عنهما ورته راغلل ، دواړو په خپل وارپه غیږو کې ونیو اوپه یوه بل مخ ښکل کړ ….او ورته ویې ویل : د سهار اذان به راته کوې ، سهار مهال بلال دجومات بام ته وخوت ، او دا عرش لړزوونکي کلمات یې پیل کړل : (الله أكبر الله أكبر). د بلال تکبیر کړیکو مدینه ټوله ولړزوله … کله یې چې : (أشهد أن لا آله إلا الله) و ویلې په مدینه کې رسول الله دمینانو د ژړا کړیکي او ساندي پورته شوې …. او چې : (أشهد أن محمداً رسول الله). یې وویلي د مدیني ښځي له پردو راووتلي …. په مدینه منوره کې د ژړا او انګولا دومره شور او زوږ جوړشو چې مخکي هیڅکله دومره نارینه او ښځینه چاپه ژړا نه و لیدلي …
کله چې امیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه شام ته ولاړ ، دشام مسلمانانو ورته وویل چې بلال دي یواځي دیوه لمانځه له پاره اذان راته وکړې ، امیر المؤمنین بلال دلمانځه په وخت کې راوغوښت او هیله یې تري وکړه چې اذان ورته وکړې ، بلال پورته شو او اذان یې وکړ ، د بلال له خولي چې داذان سپیڅلي کلمات وتل دعمر اوبیا دنورو صحابه کرامو د ژړا کړیکي ورسره غبرګي شوې ناستو صحابه کرامو ټولو ډیر زیات وژړل ، فرضي الله تعالي عنهم اجمعین . 

د دي کیسې د روایاتو دلوستلو پرمهال مې اوښکي نشوی تم کولی…. او بیا مې دکیسي دلیکلو په مهال هم ښه زړه تش کړ ، د امت ټول علماء په دي خبره یوه خوله دې چې صحابه کرام د دي امت لومړۍ درجه اولیاء دې او د دوی مقام ته هرڅومره لوی ولي هم نشي رسیدلی ، د دوی کیسي او په کیسو کې یې دژړا ځایونه ایمان ته تازګي اوځلا ورکوې ، 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د