نړۍ

پاکستان د پيښور په مکتب ۴ بریدګر اعدام کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان هغه څلور تنه بریدګر اعدام کړل چې په پيښور کې د پوځ په یوه مکتب باندي برید کې ګډون کړی وو.
دغه برید چې تیر کال د دیسمبر میاشتي پر ۱۶مي نیټې شوی وو، د ماشومانو په شمول ۱۴۴ تنه په کښي وژل شوي وه.

د پاکستان د ډان نیوز خبري اژانس په وینا دغه اعدامونه په داسي وخت کې تر سره کیږي چې په همدې میاشت کې د دغه خونړي پيښي یو کال پوره کیدونکی دی.

دغه څلور کسان مولوي عبد السلام د شمسي زوی، حضرت علي د اول باز زوی، مجیب الرحمن د ګلاب جان زوی او سبیل الیاس یحیی د عطاء الله زوی نومول شوي، تیره ورځ د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف د نومول شویو کسانو د اعدام وروستی پریکړه امضا کړه.

پاکستاني ورځپاڼي ویولی چې دغه ټول کسان د توحید الجهاد ګروپ په نامه وسلوال ګروپ کې غړي وه، چې د پوځي محکمې له لوري باندي د اعدام پریکړه شوې وه.

دا لومړی ځل دی چې ملکي وګړي د پوځي محکمې له لوري اعدامیږي.

د پاکستان د پوځ چارواکو رسنیو ته ویلي چې دغه څلور تنه د کوهاټ په بندي خانه کې اعدام شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x