نړۍ

په هندوستان کې مسلمان ډیر قدر لري که غوا؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان په پارلمان (لوک سوبها) کې د کانګریس ګوند غړي شاشي تاړړ تیره ورځ په خپله وینا کې وویل، په هیواد کې د مسلمانانو په وړاندي تاوتریخوالی تر حد زیات شوی.

نوموړي وویل، «په هندوستان کې یوه غوا تر یوه مسلمان ډیره محفوظه ده».

نوموړي وویل، د نریندرا مودي اوسنۍ پالیسي هیواد د مذهبي تاوتریخوالي لوري ته بیايي، هندوستان د هر مذهب او هر نسل انسانانو لپاره جوړ شوی، حکومت باید په هیواد کې د هر انسان ژوند خوندي کړي.

شاشي تاړړ
شاشي تاړړ

نوموړي وویل چې په هیواد کې دننه د مسلمانانو سره ناروا چلند د هندوستان پر اقتصاد هم بد اغیز کوي.

تاړړ زیاته کړه، یوازي دی دا تور نه لګوي، بلکي د نړۍ مطبوعات هم پر دې خبره کوي، هر ځای داسی ویل کیږي چې هندوستان د مذهبي تاوتریخوالي په لور روان دی.

نوموړي وویل، تیره میاشت د افریقا یو پلاوی هندوستان ته راغلی وو، عین په هغه وخت په کیرالا کې د یوه مسلمان په کور امنیتي ځواکونو یرغل وکړ، «دوی به په هیواد کې د مذهبي تاوتریخوالي او عدم برداشت په اړه له ځانه سره څه فکر کړی وي؟».

تاړړ وویل چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د خپل انتخاباتو په شپو کې وعده کړې وه چې دی به د یو زعیم په حیث د هیواد چاري پر مخ بیايي، خو خپلي وعدې یې هیري کړي، یو زعیم باید د هر نسل، مذهب او رنګ هیوادوالو لپاره یو قسم چلند ولري، خو مودي داسي نه کوي.

باید وویل شي، له هغه وروسته چې په هندوستان کې د نریندا مودي په مشري هندو مذهبه سخت دریځ ګوند واک ته رسیدلی، د مسلمانانو په وړاندي د تاوتریخوالي پيښي زیاتي شوي او هندوستان د یو سیکولر هیواد څخه د مذهبي هیواد په لور روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

ددپوشتنى ضرورت حًه ده چى مسلمان له غوايي سره برابروى يا له غوايي تيت شى ؟ حًما په نظر داد اي ايس اي لپاره لا شعوري تبلغات دى.

RAZMOHAMMED KAMAWALL

به هندوستان کی علم پوهه انسانیت قدر لری برعکس په فک ستان کی ترور وخشت او شیطانت قدر لری۰ لعنت الله علی الشیطین۰

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x