د مکه کیسه

http://sphotos-b.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/3859_463962257000710_736881208_n.jpgلکه سریزه

د تبوک غزا درسول الله صلی الله علیه وسلم وروستی غزا ده د دي غزا دتیاري له پاره رسول الله صلی الله علیه ټولو مسلمانانو ته امر وکړ چې ځانونه تیارکړې او له هغه سره شاوخوا دیرش زره صحاب کرام ملګري شول ، د دي غزا کیسه د سیرت او مغازي په کتابونو کې تفصیلې بیان شوي ده زموږ موخه د دی غزا تفصیلات بیانول ندي بلکي زه دلته له دي غزا نه د پاته شویو دریو صحابه کرامو کیسه بیانوم چې ډیره دلچسپه اوخورا په زړه پورې ده دا دری کسان هریو مراره بن الربیع ، کعب بن مالک او هلال بن امیه دې ،

د دوی دنومونو دسر توري که راواخلو یعني میم له (مراره بن الربیع) نه ، کاف له (کعب بن مالک ) نه او هاء له ( هلال بن امیه ) نه نوله دریو واړو به ( مکه ) جوړه شې ، موږ دکیسي په عنوان اوراتلونکي کیسه کې دا دری کسان په (مکه) سره هم یادوو اودا کیسه به د مکه له منځني کس ( کعب) نه واورو ، اوڅرنګه چې کیسه یوڅه اوږده ده نو داخلي عنوانونه مې هم مناسب وبلل ،

دتبوک له غزا نه دمکه پاته کیدل

كعب وايې : سهار مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له ستر لښکر سره دتبوک په لور وخوځید ، دا دکجورو دپختن وخت و ، ډیره سخته ګرمي وه سیوري ډیر خواږه او په دي ګرمي کې دومره اوږده مزله او د داسي سخت دښمن مقابلي ته ملاتړل ډیر سخت کار و ، ما پخه اراده کړي وه له جادسره مې ډیره مینه لرله ، او دسفر له پاره مې دوه سپرلی تیاري کړي وې ، ځوان هم وم مالي حالت مې هم ښه و د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روانیدلوپه مهال مې له ځانه سره وویل : نن به په بازار کې دسفر پوره توښه واخلم او که سبا روان شم هم په لښکر پسې رسیدلی شم ، دڅه نوري بوختیا لامله مې دسفر توښه وانه خیستله خبره بلي ورځي ته وځنډیدله ، تربلي ورځي خبره تیره اوڅوشپو ځنډیدلوته ورسیدله اخر دتبوک له غزانه پاته شوم … کعب بن مالک وایې په دي شپو ورځو کې به چې کله د مدیني ښار ته ووتلم یواځي هغه کسان به مې لیدل چې هغوی به یا منافقان وو او یابه یې له جهاد نه دپاته کیدلو له پاره شرعي عذر لاره .

کعب په تبوک کې نه وو ؟!

کعب بن مالک اوملګري یې له غزا نه پاته شول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له دیرش زره ملګرو سره تبوک ته ورسید ، یوه ورځ یې په صحابه کرامو کې یوبل خوا کتل خو کعب بن مالک یې ترسترګو نشو ، هغه خو صالح مسلمان هم و د العقبه دبیعت برخه وال هم و او دتبوک دغزا په ملګرو کې یې ترسترګو نشو ! ، پوښتنه یې وکړه : کعب بن مالک څه وکړل ؟ یو چا د کعب په باره کې بدګوماني ښکاره کړه ، معاذ بن جبل رضی الله عنه یې خبره په ستوني کې ور وچه کړه او ورته کړه یې : ته سمه خبر نه کوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل :
ای دخدای رسوله ! په خدای سوګند په کعب کې موږ له خیراوښو پرته بل څه ندي لیدلې ، اورسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ پاته شو .

مکه رښتیا وایې …

کعب رضي الله عنه وایې : کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک له غزا نه راستون شو او مدیني ته را ورسیدی ، ماله ځان سره فکر کاوه چې اوس به دهغه له غوسي نه څنګه ځان ژغورم اوپه دي اړه مې له خپلوانو سره مشوري هم کولي اخر مې له ځان سره پریکړه وکړه چې له رښتیا پرته په بل شي ځان نشم خلاصولی ، هغه چې مدیني ته را ننووت لومړۍ خپل جومات ته ولاړ هلته یې دوه رکاته لمونځ وکړ او وروسته له خلکو سره کیناست ، کوم خلک چې له غزا نه پاته شوي وو هغوی ورته راټول شول او هر یوه له غزا نه د پاته کیدلو عذرونه بیانول او سوګندونه یې ورته کول ، څه باندي اتیا کسان له غزا نه پاته شوې وو ،رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغوی ښکاره عذرونه ومنل اود بښني دعا وي یې ورته وکړي او د هغوی دزړونو حالت یې الله ته وسپاره ،

کعب وایې : زه ورمخته شوم ، مخامخ ورته کینستم ،سلام مې ورته وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ترخه غوندي موسکا راته وکړه او راته کړه یې : تا دسفر له پاره سپرلي نه وه اخیستي ؟ ماورته وویل : هوکي اخیستي مې وه ، ده راته وویل : بیا ولي پاته شوي ؟! ما ورته وویل : یارسول الله ! په خدای سوګند که زما داحالت له تاپرته له بل چا سره رامنځته شوی وی یعني د دنیا له خلکو سره نو مابه دیر په اسانه د هغوی له غوسي نه ځان خلاص کړی وی ، او له تا نه که په کوم دروغژن

عذر ځان خلاص هم کړي خامخا به خدای جل جلاله راته په غوسه شې ، اوکه تاته رښتیا خبره وکړم نوته راته په قهر کیږې او رانه خپه کیږې … الله دي بښنه راته وکړي ، یارسول الله ما هیڅ عذر هم نه لاره ، روغ رمټ وم سبرلي مې هم تیاره کړي وه او اراده مې هم وه یواځي زما غفلت و چې په غزا کې د برخي اخیستلو خنډ وګرځید . کعب چوپ شو ، رسول الله صلي الله علیه سلم خپلو ملګروته وویل : ده رښتیا وویل ، بیا یې کعب ته وویل : ځه پورته شه ! ګورو به چې ستا په اړه الله جل جلاله څه پریکړه کوې … کعب بن مالک رضي الله عنه ولاړ شو او له جومات نه ووت ، هغه ډیر خپه او خواشینی و او نپوهیدی چې الله جل جلاله به یې په اړه څه پریکړه کوې ،

کعب دخپلوملګروپر لاره

کعب بن مالک رضی الله عنه ښه شاعر اوډیر هوښیار سړی و اوپه خپل قوم کې یې ښه دروند مقام لاره ، کله یې چې دقوم ځیني کسانو دا حالت ولید دی یې ملامت کړ چې ښه کار دي ونکړ ، هغوی ورته ویل : له دي مخکې موږ ته نه یې لیدلی چې کومه ګناه دي کړي وې ، ته ښه شاعر اوپوه سړ یې تا دومره نشوی کولی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دي د هغو نورو خلکو په ځیر کومه بهانه او عذر جوړکړی وی ؟! هغه به درنه خوشاله شوی و او وروسته به دي توبه او ل الله نه بښنه غوښتي وه ، کعب وایې : زه خپلو تربرونو ډیر وهڅولم آن تردي چې زه دي ته تیار یدونکی وم چې کومه دروغ بهانه جوړه او په کوم نوي عذر سره له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ځان خلاص او هغه خوشاله کړم ، له هغوی نه مې پوښتنه وکړه چې ایا زماپه څیر کار بل چا کړی دی ؟ هغوی راته وویل : هوکي ! دوو نورو کسانو هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ستاپه څیر رښتیا خبره وکړه او کوم عذر یې وړاندي نکړ ، ما ورته وویل هغه دو کسان څوک دې ؟ دوی راته وویل هغه دواړه مراره بن الربیع او هلال بن امیه دې ، کعب وایې چې پام وکړ هغه دواړه صالح اوښه مسلمانان وو او د بدر دغزا برخه وال کسان وو ، په دي سره زما هوډ کلک شو او خپلوانو ته مې وویل : همدا دواړه زما له پاره ښه لارشوونکي دې ، په خدای سوګند زه به له خپلي خبري په شا نشم او دروغ به ونه وایم ،

پرمکه مدینه تنګه شوه

کعب په کور کیناست ډیر غمژن او سخت خپه و څو ورځي لا نه وې وتلي رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو خلکوته امر وکړ چې له کعب اوملګرو سره یې هرډول خبري بندي کړﺉ ، کعب وایې : ټول خلک رانه پردي شول ، اوله موږ سره یې چلند بدل کړ ، ښار ته به ووتلم هیچابه خبري نه راسره کولي ، دنیا بدله شوه او پیژاند خلک داسي وګرځیدل لکه یومې چې هم نه پیژنې ، دښار کوڅي او دیوالونه لا بدل شول هغه نه وو چې مخکي ما پیژندل ! او هغه پخوانی ځمکه لا ناپیژاندي شوه ، زما نور دوه ملګري ( مراره بن الربیع او هلال بن امیه) دواړه په کورونو کیناستل او شپه ورځ به یې ژړل ، هغوی دواړو عبادت ته زور ورکړ او دراهبانو په څیر په عبادت بوخت شول ، زه په خپلو ملګرو کې ځوان هم وم او تکړه هم ، زه به بهر وتلم ، له مسلمانانو سره به یوځای لمونځ هم کاوه اوپه ښار کې به هم ګرځیدلم خوهیچا به خبرې نه راسره کولي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به ورغلم سلام به مې ورته وکړ په زړه کې به مې وویل چې ته ځیر شه ایا دسلام په ځواب به یې شونډي شورولي وې که نه ؟ په لمانځ کې به یې څنګ ته ودریدلم پټ به مې دسترګوتر کونجونو په پام کې لاره کله به چې زه لمانځه ته ځیر وم راته کتل به یې او چې ورته وبه مې کتل مخ به یې بل خواته واړاوه ،

کعب ته دکفارو تمه !!

په کعب بن مالک رضی الله عنه باندي سختي شپي ورځي تیریدلي ، او د ورځو په تیریدلو سره دردونه او ویرونه زیاتیدل ، دی په خپل قوم کې د ډیر عزت خاوند و ، دی خورا وتلی اوبلیغ شاعر و پاچاهانو او امیرانو پیژاند ، ډیرو لویو لویو خلکو یې شعرون اوریدلي وو او د ده د لیدلو هیله یې لرله ، خو نن په خپل ښار مدینه کې خپلو خلکو نه پیژانده ، هیچا خبري نه ورسره کولي او نه یې دهغه لیدل خوښول ، په ده باندي یواځیتوب ډیر سخت شو سینه یې تنګه شوه او غمونه یې زیات شول ، په دي سخت حالت کې له یوي بلي سختي ازمویني سره هم مخامخ شو ، یوه ورځ دی په مدینه کې ګرځیدی چې دشام یو نصراني ورته راغی ، هغه په ښار کې پوښتنه کوله چې کعب بن مالک به څوک راوښیې ؟ خلکو کعب ور وښود او هغه راغی له خپل خورجین نه یې د غسان دپاچا یو لیک را وایست ، کعب هک پک پاته شو چې خبره یې ترشامه رسیدلي ده !! دی نپوهیدی چې د غسانیانو پاچا به څه ورته لیکلي وې ؟!!

د غسان دپآچا لیک یې خلاص کړ او هغه ورته لیکلي و : کعبه ! زه خبر شوی یم چې ستا سو مشر له تاسره سم چلند نه کوې اوډیره سختي درسره کوې ، ته خو دومره ټیټ اوسپک سړی نه یې ، موږ ته راشه موږ به دي وتازوو ، کعب رضي الله عنه چې لیک ولوست ، ویې ویل : انا لله … ماته دکفارو تمه پیدا شوه !! دا هم دالله امتحان او شر دی ، دغسان دپآچا لیک ته یې تنور بل او په هغه کې یې وسوځاوه ، په خپل ښار کې خپلو او پیژاندو ټولو پري ایښی دی له چا سره چې دخبرو نیت وکړې هغه ورته شاکړې ، بل لورته یې د یوي پراخي اوښایسته سمي (شام)واکمن ملګرتیا او ماڼیو ته وربولي خو دهغه بلنلیک په اور کې سوځوې ،

له مکه سره دي خپلي میرمني خبري نکوې

د کعب او ملګرویې دا سختي شپي یوه په بل پسي تیریدلي ، اوپه دي ډول یوه میاشت پوره شوه ، د خلاصون لوری لودن نه معلومیدی او آن سختي اوبندیزونه لانور زیاتیدل اوسختیدل ، نه درسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري کومه نغوته ترسترګو کیدله او نه اسماني وحي راتله ، ترڅو څلویښت شپي پوره شوې ، دکعب او ملګرویې انتظار خورا سخت او تریخ شو چې په دي سختیو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی د کعب کره راغی ، دروازه یې وټکوله ، کعب په منډه ور ووت او فکر یې کاوه چې داساني کوم زیری به یې ورته راوړی وې ، خو استازي ورته وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی دی چې ښځه دي له ځانه لري کړه ، کعب وویل : طلاق یې کړم که څنګه ؟ هغه ورته وویل : نه له ځانه یې بیله کړه او ورنږدي کیږه مه ، کعب کورته ننوت او خپلي میرمني ته یې وویل : دپلار کره ولاړه شه ! او هوري ترهغو انتظار کوه څو دالله له لوري کومه پریکړه نه وې راغلي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم حپل استازی د کعب نورو دواړو ملګروته هم ور ولیږه چې ورته امر ورته وکړې ، د هلال ابن امیه میرمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ویې ویل : یارسول الله ! هلال سپینږیری او کمزوری دی ماته اجازه راکوې چې د خدمت له پآره یې ورسره پآته شم ؟ هغه ورته وویل : هو اجازه ده خوپه هیڅ صورت باید درنږدي نشې ، هغی ورته وویل : دخدای رسوله ! په الله سوګند ترکومي ورځي چې د دوی ستونزه پیل شوی ده هغه شپه او ورځ ژاړي او له ډیر غم او خپګان نه یې هیڅ شي ته هم توجه نشته ،

کعب په ایمان وویریدی !!

کعب اوملګري یې که څه هم ظاهرا ازاد او هرځای ګرڅیدلی شوی خو د دوی روحونه سختي بندیاني او دوی ترسخت دردونکي روحي پشار لانتدي ، سختي خو ځک زیاته وه چې دوی دخپلو دردونو شریکولو له پاره هیڅوک نلرل ان خپلي میرمني یې هم ورنه بیلي کړل شوې ، اخر کعب دي حالت ته ورسید چې خپل ایمان ته به یې بیا بیا توجه کوله او ویره ورسره پیدا شوه چې هسي نه ایمان کمزوری شوی نه وې ، که له یوچا نه دمشوري نیت وکړي څوک خبري نه ورسره کوې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم ته سلام وکړي هغه ځواب نه ورکوې ،اخر له چا سره مشوره وکړي او چیرت ولاړ شې ؟! کعب وایې : زموږ د ازمویني او ابتلاء ورځي چې اوږدي شوې زه خپل د تره زوی ابوقتاده ته ورغلم ، هغه په ما ډیر زیات ګران و ، دهغه په باغ کې مې پیدا کړ او ورننوتلم ، سلام مې ورته وکړ ، په خدای قسم د سلام ځواب یې رانکړ ، بیا مې ورته وویل : ابوقتاده په خدای مې لوبتلی یې ته خوپوهیږې چې زه له الله او دهغه له رسول سره مینه لرم ؟ ابوقتاده چوپ پاته شو دا خبره مې په قسم سره ابو قتاده ته څو ځله تکرار کړه په اخر کې یې راته وویل : خدای اود هغه رسول ښه پوهیږې ، عجیبه ده د کعب خوږ د تره زوی ابو قتاده هم دده دایمان په اړه چوپ پآته شو انپوهیږې چې هغه رښتینی مومن دی او که نه دی ؟! د کعب تکړه توب او پوهه هم د دي ستونزو په وړاندي بیسیکه شوه ، کورته ولاړ ، هغه هم تش دیوالونه دې دژوند ملګري یې نشته ، کعب هم د انسان د لږځواکي دمهال ښي ملګري ژړا او اوښکو ته پناه یو وړه . دا وخت نو د دوی د ابتلاء پنځوس ورځي پوره شوې یعني کومه ورځ چې خلک له مکه سره له خبرو منعه کړل شوې وو پنځوس ورځي یې ووتلي ،

د مکه توبه قبوله شوه

پنځوسمه شپه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د دوی توبه نازله شوه ، او دا مهال د شپي وروستی دریمه برخه وه ، رسول الله صلی الله علیه سولم په دي شپه د ام سلمه رضی الله عنها کره و ، او نازل شوې ایتونه یې تلاوت کړل ، ام سلمه رضی الله عنها ورته وویل : یارسول الله ! کعب بن مالک ته مو زیری ورکړی وی ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : خلک به مو له پښولاندي کړې او ټوله شپه به یې له لاسه خوب ونکړﺉ ،دسهار له لمانځه وروسته یې خلکو ته د دوی د توبي خبره وکړه او خلک هغوی ته د زیري ورکولو له پاره روان شول ، کعب وایې : دخپل کور په بام مې دسهار لمونځ وکړ ، له لمانځه وروسته په هماغه حالت ناست وم چې الله یې یادونه کړې ده ، زړه مې په تنګ و اوځمکه سره له خپلي پراخي ماته تنګه شوې وه ، زما بل هیڅ سوچ نه و او دا اندیښنه به هروخت راسره وه چې که په دي حالت کې مړ شوم نه به څوک مخ را اړوې اونه به رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلک لمونځ راباندي کوې زه په دي سوچونوکې وم چې یوه کړیکه مې غوږونوته ورسیدله ، یااااا کعب بن مالک ابشر، یعني د مالک زویه زیری درکوم ، دی وایې زه پوه شوم چې د الله له لوري خلاصون او نجات راغی ، او په سجده شوم ، کعب وایې ماته د زیري له پاره دوه کسان راغلل یوه د غره له سره اواز راوکړ اوبل په اس را روان و خو له اس نه د غره دوال اواز تیز و هغه دواړه جامي چې زما په تن وې یوه مې یوه اوبله بل ته ورکړه اودځان له پاره مې له بل چا نه په سوال وغوښتلي ځکه نوري مې نه لرلي ،
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور روان شوم او په لاره کې ډله ډله خلک مبارکي ته مخي ته راتلل ، اوراته ویل به یې دالله له لوري د توبي دقبلیدلو مبارکي درته وایو ترڅو چې جومات ته ننوتلم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره ناست و ، هلته چې څومره کسان ناست وو په هغو کې یواځي طلحه بن عبیدالله زما مخته راولاړ شو ، غیږ یې راکړه او مبارکي یې راته وویله ، او بیا بیرته په خپل ځای کیناست ، کعب وایې په خدای قسم د طلحه هغه ښیګڼه به ترمرګه هم هیره نکړم ، ترڅو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور ورسیدلم ، او سلام مې ورته وکړ . دهغه مخ له خوشالي نه داسي ځلیدی ، لکه دسپوږمی تکړه چې وې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې خوشاله شو مخ مبارک به یې ځلا کوله ، کله چې زه ولیدلم راته ویې ویل : ستا په ژوند کې ترټولو د ښي ورځي مبارکي درته وایم ، ماورته وویل : یارسول الله دا زیری ستا له لوري دی که دالله ل خوا ؟ هغه راته وویل : داد الله له لوري دی ، او بیا یې هغه ایتونه تلاوت کړل . کعب وایې : زه درسول الله صلی الله علیه وسلم مخته کیناستلم او ورته ومې ویل : یارسول الله ! زه خپل ټول مال هم دالله اودهغه درسول په لاره کې خیرات کوم ، هغه راته وویل : نه یوڅه مال دي له ځانه سره وساته ټول مه خیرات کوه ، وروسته مې ورته وویل : یارسول الله ماته الله په رښتیا سره نجات راکړ نو زه به په خپل ټول ژوند کې رښتیا وایم ،
د کعب بن مالک او ملګرو په اړه یې دا ایتونه نازل شوې : لقد تاب الله علي النبي والمهاجرين والإنصارالذين اتبعوه في ساعة العسرة من بعد ماكاد يزيغ قلوب فريق منهم ثم تاب عليهم إنه بهم رؤوف رحيم * وعلي الثلاثة الذين خلفوا حتي اذا ضاقت عليهم الأرض بمارحبت وضاقت عليهم أنفسهم وظنوا ألا ملجأ من الله إلي إليه ثم تاب عليهم ليتوبوا إن الله هو التواب الرحيم *

ژباړه : خدای د نبي ، مهاجرینو او هغو انصارو توبه قبوله کړه چې له ده سره یې په سخت وخت کې ملګرتیا کړې وه ، دا له هغه وروسته چې نږدي وه د دوی دیوې ډلي کسانو زړونه بیلاري کیدونکي وو ، وروسته الله دهغوی توبه قبوله کړه ، هغه ذات په دوی باندي مهربانه او هغه بښونکی دی ، او دهغو دریو توبه یې هم قبوله کړه چې (له جهادنه) پاته شوې وو ، تردي پوري چې په هغوی باندي پراخه ځمکه تنګه شوه او زړونه یې تنګ شول ، اوهغوی یقین وکړ چې له الله تیښته نشي کیدلی یواځي هغه دامیدځای دی ، وروسته بیا دهغو توبه قبوله شوه چې توبه وکړې ، بیشکه یواځي الله توبه قبلوې او بښونکی دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د