افغانستان

د طالبانو مشر روغ رمټ دی

ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): نن ټکي اسیا سره طالبانو ته ځینو نژدې سرچینو هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې د دوی مشر، ملا اختر محمد منصور ته په کومه نښته کې زیان اوښتی. سرچینه لیکي: « هغه افواه دروغ ده چې وايي د اسلامي امارت زعیم ته په کومه نښته کې زیان اوښتی». سرچینه زیاتوي: «داسې پيښه هيڅ رامنځته شوې نه ده».

ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو مشر د قومندانانو په کومه ناسته کې له لفظي نښتې وروسته ټپي شوی دی. که څه هم د دغو رسنیو خبر د کومې باوري سرچینې د خبر پر بنسټ نه دی ورکړل شوی، خو نن ټکي اسیا بیا هم د خبر د سپيناوي هڅه وکړه.

د طالبانو ویاند بي بي سي پښتو څانګې سره هم په خبرو کې دا پېښه رد کړې ده. مجاهد د اختر محمد منصور په اړه ویلي: «هغه په افغانستان کې دی او طالبان چمتو دي چې د دې ادعا د ردولو لپاره شواهد وړاندې کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x