نړۍ

امریکا: په ډزو کې شل تنه ټپيان شوي

ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د لاس انجلس په ایالت کې د یوه کس په ډزو لږ تر لږه شل تنه ټپيان شوي دي.

دغه پيښه د کالیفورنیا ایالت په جنوبي برخه کې د سان برناردینو په سیمه کې د چهار شنبې په ورځ را منځته شوه.

د دغه ښار پولیسو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې دوی تر اوسه د یوه څخه بیا تر ۳ کسانو باندي شک لري چې د ډزو په پيښه کې به لاس درلودلی وي، خو تر اوسه څیړني رواني دي او زیاته کړې په پيښه کې یو شمیر هیواد وال ټپيان شوي دي.

بل اړخ ته د چټک غبرګون او ځان ژغورني ادارې چارواکو ویلي چې له سیمي څخه یې ۲۰ تنه ټپيان پورته کړي.

پيښه د لاس اینجلس په مقامي وخت تر غرمي مخکې ۱۱ بجې د ټولنیزو چارو په یوه دفتر کې شوې، چې له کبله یې په سیمه کې ویره خپره شوې.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې په دغه سیمه کې حکومتي ودانۍ او کارخانې ډیري دي. بل عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې د پيښي سمدستي وروسته سیمه د پولیسو او امنیتي چارواکو ډکه شوې، ټولي لاري او سیمي کلابنده دي.

باید وویل شي چې په امریکا کې داسي پيښي ډیری را منځته کیږي چې یو کس د خپل ځان وژني تر مخه یو څو نور هیوادوال هم ووژني، چې لنډ مثالونه یې په تیره میاشت کې او بیا د هغه تر مخه نوري پيښي هم دي. خو د ۲۰۰۷ کال په اپریل میاشت کې تر ټولو خونړی پيښه هغه وخت را منځته شوه کله چې د ورجینیا په ایالت کې یوه کس په ډزو سره ۳۲ تنه ووژل، د د امریکايي ولس لپاره د کال  ۲۰۱۲ په دیسمبر میاشت کې ډیره دردونکې وه، ځکه چې یوه کس په مکتب کې دننه ۲۷ تنه په ډزو سره ووژل، چې د هغو څخه یې ۲۰ تنه ماشومان وه.دغه کسان تر هغو نور خلک وژني، تر څو مرمۍ لري او یا د پولیسو له لوري نه وي وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x