نړۍ

جرمني: د ښه ژوند په خاطر راغلي افغانانان به خپل هیواد ته ستنیږي

ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د جرمني هیواد لومړۍ وزیري انجیلا میرکل تیره ورځ د اشرف غني سره تر لیدني وروسته وویل، د ښه ژوند په خاطر جرمني ته راغلي افغانان به بیرته خپل هیواد ته ستنیږي، او زیاته کړې هغه خلک چې د امنیت ستونزه لري او تر اوسه په خپل هیواد کې دي، کولای شي په هیواد کې دننه هغو سیمو ته کډه وکړي چیري چې نسبتا امنیت خوندي دی.

د اشرف غني سره تر ملاقات ورسته میرکل په ګډ خبري کانفرانس کې ژورنالیستانو ته وویل چې جرمني به یوازي هغو افغانانو ته پناه ورکوي، چې د جرمني د ځواکونو سره یو ځای کار کړی وی او ژوند یې له همدې وجي په خطر کي وي.
«خو هغه کسان چې د ښه ژوند امیدونه له ځانه سره راوړي، مونږ هیڅ داسی سبب نه وینو چې دغو کسانو ته پناه او په جرمني کې د استوګني حق ورکړو، داسي کسان به مونږ بیرته خپل هیواد ته لیږدوو».

میرکل وویل چې دوی په افغانستان کې پولیس پر دې هم روزي، چې څرنګه د چاقاقبرانو، غیر قانوني مهاجرتونو او جعلي پاسپورټونو کاروباریانو مخه ونیسي.

باید وویل شي چې په سلګونو زه سوریایی، افغان، عراقي او افریقايي مهاجرینو د جرمني په لور مخه کړې، تر څو په دغه هیواد کې سیاسي پناه واخلي او له ښه اقتصاد څخه برخمن ژوند ولري، خو جرمني په دې وروستیو کې په قاطع ډول سره افغانانو ته ګواښ کړی وو چې دوی به د هر یوه دوسیه څیړي، هغه کسان چې په خپل هیواد کې ورته جدي ګواښ نه وي، هغوی به بیرته افغانستان ته لیږدوي.

د یادوني وړ ده له کله نه چې په افغانستان کې د ګډحکومت تشکیل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری په ابتکار را منځته شوی، له هغه راهیسي په هیواد کې د امنیتي ستونزو تر څنګ اقتصادي ستونزي هم زیات شوي، چې له کبله یې زیات هیوادوال بهرنیو هیوادونو ته د مهاجرت لاره غوره کوي.

باید وویل چې د افغانستان څخه جرمني او نورو اروپايي هیوادونو ته تلونکې افغانان اکثره تعلیم یافته ځوانان دي، چې په هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ له کبله یې بهرنیو هیوادونو ته مخه کړې.

د وروستیو شمیرو سره سم د روان کال ۲۰۱۵ له پیله بیا د اکتوبر تر میاشتي پوري ۲۱۰۰۰ زره افغانان جرمني ته رسیدلی او د پناه اخیستو غوښتني ثبت کړي، تیر کال (۲۰۱۴) په همدې موده کې یوازي ۸۰۰۰ زره افغانان جرمني ته تللي وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د افغانانو څخه غوښتنه کړې وه چې خپل په هیواد کې پاته شي، ددوی په لور دي نه ورځي.

همداسي په کابل کې د جرمني سفارت په یوه کمپاین لاس پوری کړی، تر څو افغانان جرمني ته د هجرت کولو څخه را وګرځوي.

میرکل وویل، په افغانستان کې دننه باید ځیني داسي خوندي سیمي وي چیري چې د امنیت ستونزه لرونکي افغانان را ټولیدای شي، او خوندي ژوند تیرولای شي، په دغه سیمو کې به د ژوند د امکاناتو برابرولو تر څنګ دغه خلکو ته کسب کاري هم ور زده کیږي.

اشرف غني د میرکل خبري ومنلې، او زیاته یې کړه، هغه اسباب باید له منځه یووړل شي د کوم له وجي چې افغانان بهرنیو هیوادونو ته مخه کوي، چې هغه امنیت خوندي کول او فقره له منځه وړل دي.

میرکل وویل چې هلته افغانستان کې د جرمني په اړه خلک غلط معلومات لري، دوی ته په جرمني کې د هجرت غلط قوانین ور ښودل کیږي، چې له کبله یې د مهاجرینو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي، او زیاته یې کړه، زمونږ سفارت په کابل کې د خلکو د عام پوهاوي لپاره کمپاین پيل کړی.

اشرف غني وویل، هر افغان چې ځان جرمني ته رسوي، هغه د شل زره ډالرو څخه بیا تر پنځه ویشت زره ډالرو پوري مصرف کوي، د هغو څخه چې کوم جرمني ته په خیر رسیږي هم، زیات شمیرو خپل هر څه له لاسه ورکړي وي. «مونږ باید خلک پوه کړو چې لاري په سره زرو نه دي پوښل شوي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Where are Mr. Ghani, Mr. Abdulla, Qanooni and other government officials children

الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی !!!! جرمنی او د هغه ملګری هیوادونو زمونږ هیواد د دی ورځی او ددی بدمرغیو سره مخ کړو ، په داسی حال کی چه مونږ افغانانو هغه نیم جرمنی چه روسانو غلامان کړی وو خپلواکی ورکړه او د جرمنی امریکایی او روسی بدن مو سره ومښلوو هماغه جرمنی چه مونږ یی د نیکمرغیو وسیه جوړ شولو زمونږ د بدمرغیو او بد ژوند وسیله جوړه شوه ، زمونږ بی ګناه او بی دفاع خلک یی ووژل اوس وایی چه مونږ یوآخی هغو افغانانو ته پناه ورکوو چه د افغانانو په وژلو کی یی رمونږ سره مرسته کوله . حیرانوونکی !!!!!… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x