ژمی د عبادت غوره وخت

لیکوال: حامد افغان

صحابه كرامو او د امت لویانو به دژمي ډیر اهتمام کاوه، هغوی به ژمي ته خوشالیدل او خلک به یې هڅول چې ژمی دعبادت له پاره غنیمت وبولي، په دې اړه دڅو صحابه کرامو او دامت دنورو لویانو او علماو ښکلې خبرې ستاسو سره شریکوم، په باور سره ویلی شم چې دصحابه کرامو او دامت دلویانو خبرې دمومن ایمان تازه کوي او زیات عمل ته یې هڅوي.

له عمر رضي الله عنه يو روايت راغلی دي هغه وایي: الشتاء غنيمة العابدين. ژمی دعبادت کوونکو له پاره غنیمت دی. ابوهریره رضی الله عنه یو وخت خلکو ته وویل: ألا أدلكم على الغنيمة الباردة؟ قالوا بلى، فيقول: الصيام في الشتاء. يعني تاسو ته سوړ غنيمت نه دروښِيم؟ هغوی وویل: ولي نه، ده ورته وویل: په ژمي کې روژه سوړ غنیمت ده. سوړ غنیمت هغه وي چې مجاهدین یې بې له جګړې په کراره کراري ترلاسه کړي او پرته له ستونزو ګټه وکړي، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه به د ژمي د رارسیدو په وخت ویل: موږ ژمي ته ښ راغلی وایو ، په ژمي کې برکتونه وي، دقیام له پاره شپه اوږده وي او دروژې له پاره ورځ لنډه وي.

امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله وايي: ژمی د مومنانو پسرلی دی، ځکه په ژمي کې دوی د عبادت په بڼونوکې څري، دخدای دپیروي په ډاګونو کې چکرې وهي، اوپه اسانه عبادتونو سره زړونه خوشاله لري، د ژمي ورځې سړې او لنډي دي روژه ډیره اسانه وي، داراز یې شپې یې اوږدې وي سړی خوب هم پوره کولی شي او قیام اللیل هم په اساني سره کولی شي.

حسن بصري رحمه الله وایي: ژمی د مومن له پاره مناسب وخت دی، شپه یې دقیام له پاره اوږده او ورځ یې دروژې له پاره لنډه ده . عبید بن عمیر رحمه الله به د ژمي په راتګ سره قاريانو ته ویل: ای قاریانو ! دتلاوت له پاره مو شپه اوږده شوه تلاوتونه کوﺉ او دروژې له پاره مو ورځې لنډي شوې روژې نیسﺉ . داراز له ګڼو علماو او د امت له لویانو نه په مختلفو روایاتو کې راغلي دي چې هغوی ژمی دعبادت له پاره ډیر مناسب باله او داسي لا هم په روایاتو کې راغلي چې هغوی به دمرګ په وخت ژړل نو چا به وپوښته چې ولي ژاړې له مرګه ویریږې ؟ هغه به وویل نه …او دژمي دشپو عبادت مې یادیږې !.

د انسان دژوند ګڼ تغیرات او بدلونونه باید انسان حساس او بیدار ولري، رښتیا چې د موسمونو تغیر هم د انسان له پاره مهم تغیر او عجیب بدلون دی، دمومن بنده له پاره باید د نړۍ دومره پریمانه تغیرات دهغه د ویښولو اوبیداري له پاره کافي وي او هغه باید د دې تغیراتو او ګڼو بدلونونو د راوستونکي او خالق عظمت او ستروالي ته پامځیر واوسې . څو یې تل په زړه کې دهغه لویې او کبریا خوندي پاته شې . خدایه ته ډیر لوی او یواځي ته دستاینو وړ یې .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د