نړۍ

د کالیفورنیا د ډزو په پيښه کې ۱۴ کسه وژل شوي، ۱۷ ټپيان دي

ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د کالیفورنیا ایالت د سان برناردینو ښار پولیسو اعلان وکړ چې د تیري ورځي په پيښه کې ۱۴ تنه امریکایان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

ددې پيښي سمدستي وروسته پولیسو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وه چې لږ تر لږه شل تنه ټپيان شوي دي.

پولیسو د پيښي دوه ساعته وروسته رسمي خبري کانفرانس ته وویل،  درې کسه بریدګر چې په ډیرو وسلو سمبال وه، زغري هم اغوستي وې، د معلولینو په یوه مرکز کې دننه د چارشنبې په ورځ ۱۱ بجې ډزي پیل کړې، چې له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

د وروستیو معلوماتو له مخي دغه درې تنه بریدګر د پيښي له ځایه په موټرو کې وتښتېدل چې بیا د پولیسو له خوا تعقیب شول، پولیسو اعلان وکړ چې د بریدګرو څخه یې دوه تنه تر اوسه د ډزو په تبادله کې وژلي، او یو بل خوشي ګرځي، چې دوی یې پلټنه پیل کړې.

تر اوسه ددې پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، او نه هم ویل کیدای شي چې دا به «تروریستي» برید وي کنه؟ خو پولیس وايي چې دغه ۳ کسان په ښه تیارۍ سره د همدې کار لپاره راغلي وه چې وکولای شي ډیر انسانان ووژني.

غربي مطبوعات هغه پيښو ته تروریستي بریدونه وايي چې مسلمانانو تر سره کړي وي، هغه بریدونه چې غیر مسلمان غربیان یې ترسره کوي، هغه ته تروریستي بریدونه نه وايي، بلکي انفرادي او شخصي عمل یې بولي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، خبره تر یوه داسي حده ورسیدل چې هیڅ تحمل یې نه کیږي.

تر دې پيښي څو ورځي مخکې د امریکا په غربي ایالت کولورادو کې د ډزو په ورته پيښه کې د یوه پولیسو په ګډون درې تنه وژل شوي وه.

باید وویل شي چې په امریکا کې داسي پيښي ډیری را منځته کیږي چې یو کس د خپل ځان وژني تر مخه یو څو نور هیوادوال هم ووژني، چې لنډ مثالونه یې په تیره میاشت کې او بیا د هغه تر مخه نوري پيښي هم دي. خو د ۲۰۰۷ کال په اپریل میاشت کې تر ټولو خونړی پيښه هغه وخت را منځته شوه کله چې د ورجینیا په ایالت کې یوه کس په ډزو سره ۳۲ تنه ووژل، د د امریکايي ولس لپاره د کال  ۲۰۱۲ په دیسمبر میاشت کې رامنځته شوې پيښه ډیره دردونکې وه، ځکه چې یوه کس په مکتب کې دننه ۲۷ تنه په ډزو سره ووژل، چې د هغو څخه یې ۲۰ تنه ماشومان وه.دغه کسان تر هغو نور خلک وژني، تر څو مرمۍ لري او یا د پولیسو له لوري نه وي وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x