ټولنیزه برخه

نوی نسل په کومه هوا کي دی؟

لیکوال: حامد میرزا

په دوکان کي يي شاوخوا ښه په ځير وکتل ، يو مبايل يي راواخيست ، ويل دا واخله ، دا ډير ښه مبايل دی، زه په خپله هم دا کاروم ، حافظه يي ستره ده ، ريم يي (زر ام بي) دی ، انټرنيټ يي ښه تيز دی ، دوکاندار  يوپه بل پسې د ټيليفون ځانګړنې راته تيري کړي ، واي ترټولو ښه ځانګړتيا يي لا داده ؛ چي که په هغه مخامخ تعمير کي يوه انجلۍ ولاړه وي ، نو له دې ځايه يي ښه صفا عکس اخيستلاي سي – د پلش لګيدو او ورنژدې کيدا ته – هيڅ ضرورت نسته!

د هلک دې جرأت ته حيران پاته سوم، نه يي زما دې صوفيانه قوارې ته وکتل ( سپين کالي ، سپينه خولۍ او غټه ږيره) او نه يي هم له نورو ګيراکانو څه خار وخوړ ، ترډيره مي په ذهن کي د دې تنکي ځوان (چي لايي د مکتب دوره هم نه وه پوره کړي) خبره په ذهن کي ګرزيده، چي ولي مو نوی نسل دومره سپين سترګی او بې بندوباره رالوييږي ؟

يوه بله ورځ هم د ماپښين لمانځه لپاره مسجد ته روان ووم، انجونې او هلکان له مکتب څخه را  روان دي ، يو زلمکی هلک چي تر نورو مخکي له مکتب څخه راوتلی او په لاره کي ولاړ دی ، ګلان  يي په لاسونو کي نيولي دی ، او دلته يي له مکتب څخه را روانو انجونو ته کمين نيولی دی ، په دې وخت کي د ده په عُمر  تقريباً  يو څوارلس کلنه انجلۍ  راورسيده ، د نوموړي په خوا کي تيريږي، دی يي پر مخ مخ په ګلونه ولي ، دوه نور هلکان يي هاخوا ته سيل کوي او ښه په کړس کړس ورته خاندي ، انجلۍ چي د ګلونو له داسي وارونو سره عادي سوې وه ، فقط سترګي يي پټې کړې او په خندا خندا ځيني تيره سوه.
خو ، ها دچا خبره ، چي ژوندي يو لا به ډيرڅه ووينو او ډير څه به واورو

د استعمار دا ډالۍ به ترډيره راسره وي ځکه استعمار له سیاسته بيا تر دين او کورنۍ پورې په هرڅه کې مداخله کوي ، نوی نسل مو له داسي ويروونکي حالت سره مخ دی چي د بيرته اصلاح لپاره به يي بيا نه زر کار وکړي او نه زور، په داسي حال کي چي الله تعالی د خپل ځان او کورنۍ ساتنه راباندي فرض کړې ده :

يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ
ژباړه : اي مؤمنانو ! ځانونه او خپل اهل مو له اوره وساتئ، هغه اور چي په انسانانو او ډبرو به بليږي.

نو  زما په باور يوازينی علاج به داوي چي که ماشومان د ورځې مکتب ته ليږو ، نو د ماپښين له خوا بايد مسجد يا مدرسې ته ولاړسي  ، ترڅو يي له قرآن کريم سره (چي د انسانانو د لارښوونې او هدايت لپاره يوازينی کتاب دی) اړيکه پرې نه سي ، ديني مجالسو ته يي له ځان سره بوزو، د تفريح لپاره يي د پارکونو پرځاي مختلفو مدارسو او ديني مراکزو ته  يوسو،  چي په دې سره به مو تر يو حده خپل ماشومان له دنيوي او اخروي بربادۍ څخه راګرزولي وي، او تر يو اندازي به مو خپل مسؤليت هم سرته رسولی وي.

«اَلا كُلُكُّم راعٍ و كُلُكُّم مَسؤولٌ عَن رَعِيَتِهِ» الحديث

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x