نظــر

د اوباما سپين سترګي

لیکوال: احمدالله احمدزی-

وړمه ورځ امريکايي ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر کړنو نيوکې وکړې، چې له اخلاقي معيارونو خلاف وې.

دا سمه ده، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل د زغملو نه و او د شوروي يرغل وروستی پاتې شونی ډاکټر نجيب الله شوروي ضد افغان مبارزينو په دار کړ، مګر امريکايي ايتلاف افغانستان کې له شوروي عسکرو ډېر بد کارونه وکړل، چې د هر ډول بشري کرامت ضد وو.

امريکا پر ويتنام، لاووس، شمالي او جنوبي کوريا او نورو هېوادونو بريدونه کړي، دغه هېوادونه له بيخه نړولي، چې د تاريخ پاڼې يې هم حيرانې کړي دي. له دې وړاندې ۱۹۴۵م کال کې امريکا پر جاپان اتومي بمونه وغورځول. ايا روسيې له ټول وحشت او ظلم سره افغانستان کې اتومي وسلې کارولي؟

د تاريخ پاڼې خو وينزيويلا، چيلي او کولمبيا کې امريکايي يرغل نه هېروي، چې د خپلو موخو لپاره يې دغه هېوادونه بې وزله وساتل او وروسته يې د امازون په تېلو او غازو قبضه وکړه.

امريکا، چې پر هر هېواد يرغل کړی، هغه يې له سياسي او اقتصادي پلوه ويجاړ کړی او تل يې د خپلو ګټو لپاره کارولی دی.

امريکايي چارواکي د نورو هېوادونو په اړه د جګړو د تورونو په اړه له هېڅ ډول تورونو ژبه نه بندوي، مګر خپل ځان يې بيا د خلکو له سترګو پټ کړی وي.

دا ډول تورونه د امريکا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسي برخه ده او پر همدې خبرو خپل ولس او نړيوال تېرباسي.

بل پلو امريکا د اسرييلي يرغلګرو د ظلمونو او تېريو په اړه هېڅ نه وايي، چې فلسطين کې يې د بې دفاع خلکو پر ضد هر ډول وحشي کړنې او ظلمونه پيل کړي او د فلسطين د اصيلو اوسېدونکو ژوند يې ور تريخ کړی دی. امريکا په خپلو رسمي څرګندونو کې د اسراييلو دغه ظلمونو له خپل ځانه مشروعه دفاع بولي.

دا خو موږ ټول منو او هېڅکله به مو هېر نه شي، چې افغانستان د روسي يرغل له امله ويجاړ شو، پنځلس لکه خلک يې شهيدان شوي او په ميليونونو افغانان د همدې روسي يرغل له امله کډوالۍ ته اړ شول او پرديو هېوادونو کې در په در ګرځي. د همدې روسي يرغل له امله افغان ولس د خپل دين او ناموس د دفاع لپاره وسلې ته لاس کړ او له څوارلسو کالو پرله پسې مبارزې او جهاد وروسته يې سرې لښکرې ټيټې سترګې او شرمېدلې له افغانستانه ووشړلې، مګر دا چې امريکا خپل عيب د ولي او د بل کلي بولي دا کار يې د منلو او زغملو نه دی.

له هغه وخته، چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی، لکونو افغانان يې ووژل، زرګونو نور يې کلونو کلونو په زندانونو کې اچولي او د جرم دليل يې هم نه شته. پر افغانستان يې د خپلو ګټو لپاره داسې يو څوک حاکمان کړي، چې هېڅ اسلامي او افغاني اصل ته ژمن نه دي او ټول ژوند او هېواد يې د امريکا د ګټو قرباني دي. په افغانستان کې ټول قومونه د وروڼو په څېر سره اوسېدل، خو چې امريکايان دې هېواد ته راغلل، دلته يې قومي او ژبنيزو شخړو ته لمن ووهله، په هر ولايت او هره سيمه کې يې د خپلو استخباراتو په مټ د وروڼو قومونو تر منځ بې باوري پيدا کړه او هڅه کوي، چې له دې لارې خپل واک نور هم ټينګ کړي.

امريکا له ټولو بشري قوانينو سرغړونې کوي او په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو وژنې، ځورونې او بنديانول خپل مطلق حق بولي، پر افغانستان يې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ داسې ګډوله حکومت حاکم کړی، چې په هېڅ قانوني او حقوقي جوړښت نه برابريږي او ورځ تر بلې د ولس ربړې او کړاوونه زياتوي او ولس يې تر پوزې راويستی دی.

په لنډو ټکو به ووايو، چې امريکا په کومو سترګو پر روسيې نيوکې کوي، چې په خپله يې په افغانستان، عراق او سوريه کې لکونو بې دفاع ولسي خلک ووژل او تر اوسه د مسؤوليت احساس هم نه کوي.

تاريخ به هېڅکله د روسي او امريکا ښکېلاک کرغېړنه څېره هېره نه کړي او نه به هغه مزدوران له ياده وباسي، چې د پرديو د ګټو لپاره يې خپل ولس او هېوادوال د مرګ کومې ته ورټېل وهل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x