نظــر

راپور دې سوړې سوړې راووړ

زخمي افغان-

آبله ورځ مې د الاماره ویب پاڼې لپاره د کندز له جهادي مسؤل ملا عبدالسلام سره مرکه وکړه، چې تیره ورځ خپره شوه، له ملا عبدالسلام سره پوره ۱۵ دقیقې وغږېدم، دا هغه ملا عبدالسلام دی چې څو اونۍ وړاندې د کندز د جګړې په مهال د راډیوګانو او رسنیو د راپورونو له قوله له خپل مرستیال سره یوځای ووژل شو.

هو کې، ماخپله د ګډوډ رژیم د ملي امنیت په پاڼه د ملا عبدالسلام تصویر ولید چې لاندې په خبر کې ورسره لیکل شوي و چې ملا عبدالسلام له خپل مرستیال سره یوځای د امریکایي ځواکونو په بمبار کې له منځه لاړ، د ملا عبدالسلام د وژل کیدو خبر په هغو ورځو کې په رسنیو کې داسې تاب واخیست چې د کندز د سقوط مهم خبر یي تر شعاع لاندې ونیو، د حکومت رسمي ویندویانو ورباندې مرکې وکړې، صاحب نظران یې په اغیزو او پایلو وغږېدل، غربي رسنیو ورباندې دوه دوه لویشتې راپورونه ولیکل، خو له دې سره سره ملا عبدالسلام لا هم ژوندی ګړندی دی، تیره ورځ یې په الاماره مرکه نشر شوه او د کندز په تازه حالاتو یي اوږدې خبرې وکړې .

وړمه ورځ د یوه ملګري مولوي صاحب کره ورغلی وم، چې میلمه ځای ته ننوتم تصادفا د غزني ولایت له وتلي مجاهد مولوي محمد اسمعیل سره مخامخ شوم، یوه شیبه مو خوږ مجلس سره وکړ، دا مولوي محمد اسمعیل صاحب چې اوس یي له ماسره له یو جایجوش څخه چای څښه ، کټ مټ د ملاعبدالسلام غوندې څوکاله وړاندې د رسنیو له خوا ووژل شو، له بي بي سي نیولې بیا د اربکیانو تر خدمتګار ورځپاڼې پورې ټولو راپورونه ورکړل چې مولوي محمد اسمعیل وژل شوی دی، مګر نن دادی زه وینم چې خدمتګار ورځپاڼه له محور او نورو یو لښکر غلامو رسنیو سره وژل شوې مګر مولوي محمد اسمعیل صاحب روغ ، رمټ او ژوندی زموږ په مخ کې ناست دی.

د بدخشان والي قاري فصیح الدین صاحب هم کټ مټ همداسې څو ځلې د رسنیو لخوا وژل شوی دی، مګر په نفس الامر کې قاري صاحب داسې ژوندی دی چې له فیض اباد پرته نږدې ټول بدخشان یې فتح کړی دی .

ملا عبدالسلام، مولوي اسمعیل او قاري فصیح الدین مې هسې د مثال په توګه یاد کړل د طالبانو تقریبا هر وتلی مشر د رسنیو لخوا یو یو ځل وژل شوی دی، مګر وروسته همدې رسنیو دهماغه کس په ژوند اعتراف کړی چې دوی یې د مرګ راپورونه ورکول .

مثلا زما په یاد دي چې په ۲۰۰۹ م کال کې هغه وخت چې د هلمند جګړو زور اخیستی و، بي بي سي او نږدې ټولو رسنیو د امریکایي مقاماتو په استناد راپورونه ورکړل چې په هلمندکې د طالبانو یو وتلی مشر او د رهبري شوری غړی ملا اختر محمدمنصور وژل شوی دی، طالبانو هغه وخت له خپلې ویب پاڼې لنډه اعلامیه خپره کړه دا خبر یي رد کړ او ویې ویل چې اخترمحمد منصور صاحب چې د کندهار جهادي مسؤل و هلمند ته نه دی تللی ، مګر رسنیو بیا هم په خپلو دروغو اصرار کاوو او نوموړی یې د وژل شویو په لست کې شمیرلی و.

مګر څو میاشتې وړاندې چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشر په حیث وټاکل شو، همدې رسنیو چې نوموړی یي مړ بللی و په خپله راپورونه ورکړل چې اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو.

نن سبا یو ځل بیا رسنۍ د ملا اختر محمد منصور د مرګ یا ژوبلې راپورونه ورکوي مګر همدا مقاله دې نښه وي چې همدغه رسنۍ به څو ورځې وروسته بیرته ملا اخترمحمد منصور ژوندی بولي او په خپلو راپورونو کې به یي غږ را اخلي.

لوړو بیلګو ته په پام سره چې سړی د نن سبا د رسنیو مسلکي او اخلاقي چلند ارزوي نو پوهیږي چې معاصرو رسنیو په بشپړه توګه د ژورنالیزم اصولو او اخلاقو ته شا اړولې ، رسنۍ چې د وقائعو او رښتینو احداثو د پخش منابع بلل کیږي اوس ترینه په کامله توګه د دروغو د اختراع کارخانې جوړې شوې، خو د رسنیو دغه د دروغو کاروبار بیا په خپل ځای دومره شرمیدلی او له پستۍ ډک دی چې سهار دروغ وایي او ماښام په خپله په ځان پسې خپل دروغ سپینوي، سهار یوڅوک مړ بولي مګر ماښام یي په خپله ژوندی بولي، خو ددروغو په دې بربنډتیا باندې هیڅ د شرم،ځیله توب او کمترۍ احساس هم نه کوي.

د رسنیو دا شرمیدلی چلند موږ ته دخپل محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا خبره زبادوي چې : اذا لم تستح فاصنع ما شئت. یعني کله دې چې د حیاء جامې وغورځولې بیا هرڅه کوه مطلب داچې بیا هرڅه کولی شې.

اصلي خبره داده چې نن ما موږله داسې دښمن سره مخامخ یو چې هغه د حیاء په نوم کوم ارزښت نه پيژني،زموږ ددښمن اخلاق د غرب له مادي فلسفې او تمدن څخه سرچینه اخلي او د غربي تمدن په قاموس کې حیاء او شرم ته د مضر رواني مرض په سترګه کتل کیږي نو ځکه خود تعلیمي ادارو په هاسټلونو کې نجونو او هلکانو ته دمشترک غسل او لمبا ځایونه ډیزانوي چې د حیاء مرض (!) په پوره توګه ترې ووځي او سترګې یي یو مخ سپیني شي.

وروستۍ خبره دا چې د مرګ او ژوند پریکړې د الله تعالی په لاس کې دي،د هرچا مرګ په خپله نیټه دی څوک چې الله تعالی نه وي وژلی اوباما یي نه شي وژلی،دا اولس چې امریکايي کفر د خپلو زرادخانو په وروستي ماډل وسلو باندې ونه واژه په دې څلور غوږه مړۍ زپ او بې ارادې خبریالانو او رسنیو خو یي ګردسره نه شي وژلی، مګر د رسنیو ددغه ډول راپورونو یواځینۍ نتیجه به دا وي چې اوریدونکي ورباندې باور کاملا وبایلي او بادیګر د خبري سرویس له ختمېدو وروسته ورته یوازې دا ووایي چې :

راپور دې سوړې سوړې راووړ
چې هره سوړه یي ګنډم ژړا راځینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

الله رب العزت د وکړی چه دا مشر روغ رمت وی، زمونژ هم په داسی مشرانو خو ا بدیژی، او الله پاک د وکړی چه ستاسی خبره صحیح وی. زه وایم چه دا دین د ټولو خلکو هغه که په هر موقف که وی ډیر لوړ دی- ځکه الله پاک تر د دین ټول انبیا (ع ) قربان کړی دی، خو دین یی تر چا ندی قربان کړی، ز مونژ مشرا نو او کشرانو ته لازمه دی چه چه هر څه د دغه دین په حدودو که تر سره کړی، او په دی که د چا دملامتیا نه و نه… نور لوستل »

khalid

که رښتیا هم د مخالفتونو خبره وی کوم چی زه فکر نه کوم چی داسی به وی نو هغه څوک چی مخالفت کوی او دی کار ته دوام ورکوی څه غواړی وکړی له داعشیانو سره بیعت او که له اوسنی لاسپوڅی کفری نظام سره شراکت که غواړی چی له داعش سره بیعت وکړی نو داخو هغه څه دی چی امریکایان یی غواړی او امریکایانو داعش ته په عراق کی د مینځ ته راتلو لپاره زمینه دی همدی لپاره برابره کړی چی ددوی له حهل نه په استفادی یی یو خو د اسلامی نړی په ګوټ ګوټ کی له اسلامی خوځښتونو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x