ملا اختر محمد منصور

عبد الله سرحدي د ځان مړینه او د اختر محمد منصور ټپي کیدل رد کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د پاکستان په کویټې ښار کې د یو طالب قومندان «ملا عبد الله سرحدي» په کور کې نښته رامینځته شوې چې په نتیجه کې يې نوموړی له پنځو کسانو سره یوځای وژل شوی دی. راپورونو دا هم زیاتوله چې په پېښه کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ژور ټپونه خوړلي دي.

خو د وردګو ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي «ملا عبد الله سرحدي» له رسنیو سره په خبرو کې د ځان د وژل کیدا او د اختر محمد منصور د ټپي کیدا راپورونه په کلکه ردوي.

ښاغلی سرحدي وايي چې یاده پېښه اصلا رامینځ ته شوې نه ده او نه یې د رامینځ ته کېدو امکان شته. نوموړی زیاتوي:

«دا هیڅ حقیقت نه لري او نه دا پیښه شوې ده او نه به دا ټول عمر پېښه شي، ځکه مونږ په امیر باندې هر څه قربانوو، دا کیدلی نه شي چې زمونږ په کور کې به وي او بیا زمونږ امیر ته څوک لاس وراچوي، دا کار نه امکان لري، نه شته او نه وجود لري».

ملا عبد الله سرحدي ټینګار وکړ چې د طالبانو صف متحد او یو دی او د وروستیو راپورونو تر شا اهداف یې تبلیغاتي وبلل.
«دا د ښمن تبلیغات دی چې مسلمانانو ته تشویش وراچوي، زمونږ هغه وحدت دی، مونږ د امیر د هر امر تابع یو او لبیک ورته وایو».

نوموړي د ځان د مړینې د راپورونو پر رد سربېره د کویټې په کچلاک سیمه کې د خپل کور شتون هم رد کړ او ویې ویل چې د هغه کور په نوموړې سیمه کې نه شته.

هېره دې نه وي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د یادو راپورونو تر خپریدو سمدستي وروسته په کلکه رد کړل او هغه یې د استخباراتي کړیو هڅې وبللې.

د ملا عبد الله سرحدي غږیز پیغام نن ټکی اسیا ته هم رارسیدلی چې کټ مټ یې نشر ته سپارو.

د ملا عبد الله سرحدي څرګندونې د دې ځای په کلیک کولو اوریدلی شئ

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wali
میلمه
wali

او نه به دا ټول عمر پېښه شي،دراتلونکي بضمین څوک نشي ورکولای

معان الرحمن
میلمه
معان الرحمن

ان شا الله داسی به نه وی چی داسلامی امارت مشر دی هر چیرته سفر وکړی هغه به دجنګ سنګر کی وی نه تشو مهمان خانو کی او امارت کی به داسی څوک پیدا نشی چی بل طالب ورورته لاس واچوی که وی هغه به لیونی وی او یا به مریض وی دا ټول درواغ دی او دانسان عقل یی نه شی منلی چی دمشرانو منځ کی به داسی وی

Yaser
میلمه
Yaser

سلام دی وی پرتولومسلمانانو خدای پاک ج دی ده امیرالمومنین اوده ملاعبدالله خبره دوراغ کری اوده یهوداوده دوی مزدورانو دی مخ ور تورکری اوهغه کسان چی ده اسلام په هکله معلومات نه لری یاده دالرولپاره دی خپل ایمانونه دی معاوله کوی خدای پاک ج توله وینی چی ده یهودومزدوران چوک دی مخ دی توروی

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته هموطنان رژیم اجیر غلام بچه های دست نشانده کابل خبری را نشر کردند که گویا چند روز قبل گذشته در منطقۀ کچلاک شهر کویته پاکستان ، در جریان یک نشست ، جناب امیر المومنین ملا اختر محمد منصور؛ فاتح جنگ چهارم جهانی و چهارم افغان انگلیس زعیم امارت اسلامی افغانستان زخمی شده اند که این خبر دروغ محض در ارگ اشغال شده توسط یکتعداد غلام بچه ها خائنین ملی مانند پسران پسرلی نبی مصداق شپون که جوهر مردی وجدان شرف ندارند و برای صلیبی ها در بدل چند دالر کثیف ایمان شان را… نور لوستل »