افغانستان

د کندوز والي: د طالبانو تر لاس لاندې فعال ښوونځي دې وتړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم دولتي چارواکو خپل وسله وال مخالفين تل پر دې تورن کړي چې تر لاس لاندې سیمو کې يې پر ښوونیز بهیر بندیز لګولی او د پوهنې د خپرېدو مخه نیسي، خو د کندوز سرپرست والي بیا د طالبانو په سیمو کې پخپله د ښوونځيو د بندیز غوښتنه کوي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي مني چې د دې ولایت د شپيته سلنې خاورې چې حاکمیت يې د طالبانو تر لاس لاندې دی ښوونځي ټول فعال او پوهنیز بهیر يې منظم پر مخ درومي، خو د هغه په خبره په دې ښوونځیو کې زده کوونکو ته «افراطیت» ور ښوودل کېږي.

نوموړي چې د ميدیوتیک په رسنیز دفتر کې جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې وویل چې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې ښوونځيو ته دیني عالمان ورځي او زده کوونکي د اوسني نظام پر ضد مبارزې ته هڅوي.

هغه وويل؛ هلته چې طالبان حاکمیت لري هلته زموږ بچيانو ته ترهګري او وحشت ور ښوودل کېږي او د اوسني حکومت پر ضد د جهاد بلنه ورکول کېږي.

د کندوز ځايي اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت پراخه سیمه د طالبانو په لاس کې ده، چې پکې موجود ټول ښوونځي فعال ساتل شوي دي، خو د دوی په وينا دا د دولت له لوري یوه دسیسه ده، چې غواړي زرګونه زده کوونکي په کانکور کې له ګډون څخه پاتې کړي.

د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته ویلي چې دولت غواړي په دې ډول د هغو ښوونځيو چې واک يې له طالبانو سره دی، فارغېدونکي زده کوونکي په کانکور ازموینه کې له ګډون څخه وویروي او په لوی لاس ګڼ زده کوونکي بې برخليکه پاتې شي.

هغه وړاندې وویل چې مخکې حکومت طالبان د پوهې دوښمنان بلل، اوس چې ښوونځيو ته غږ نه کوي، دولت يې د بندېدو غوښتنه کوي.

یاده دې وي د کندوز سرپرست والي په داسې حال کې د ښوونځيو په اړه پورته څرګندونې کوي، چې ښوونیز کال پای ته په رسېدو دی او د دوولسم ټولګي فارغ زده کوونکي به د کانکور ازموينې ته تياري نیسي، چې د کندوز د ځايي چارواکو دا څرګندونې به پرې بې اغېزې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x