د عالمانو شوری که د شوروا شوروا؟
تاسی به له مطبوعاتو نه خبر یاست چی کرزی یوه نوی شورا راغوشتی. په دی شورا کی به ډیر عالمان برخه اخلی او کیدای شی دا دینی عالمان د نړی له بیلا بیلو هیوادونو څخه رادعوت شی.
چی د هغی په جمله کی په هند کی د دارالعلوم دیوبند، په مصر کی د ازهر، د جامعی سعودی، قطر، او پاکستانی، عالمان شامل وی.
دوی غواړی د دی شورا له پریکړو او فتواګانو څخه ګټه پورته کړی خپل حکومت اسلامی حکومت ثابت کړی د مذاکراتو لړی په خپله خوشه او ګټه روانه کړی..، د ځینی چارو په ځآنګړی توګه د فدایی بریدونو د حرمت شرعی فتوا تر لاسه کړی.
دا شورا د کابل اداره په خپل مټ او په خپل وړاندیز نه راغواړی بلکی د دی شاته د امریکایانو او د ایساف د هیوادونو لاسونه په فعالیت بوخت دی او مالی سر چینه یی هغوی تمویلوی.
په کارده چی په افغانستان باندی د حملی په مهال هم همداسی د عالمانو د شورا د راغوشتلو وړاندیز شوی وای ، ولی په پیل کی صلیبی ځواکونه ډیر مست وو، غرور اخستی وو، نه یی د چا په خبره غوږونه ګرول، نه یی د نړی مسلمانو عالمانو ته څّ اهمیت ورکول، نو ځکه یی د وحشت بازار ګرم کړی وو او د د ی وحشت لومړی ښکار عالم طالب او متدین مسلمان وو،
په شمال کی په زرګونو اسیر طالبان دوی شهیدان کړو، په ډرون حملو، بمبار یانو، او چاپو،کی په زرګونو افغانان هم دوی شهیدان او بندیان کړو.په ودونو، او جنازو، باندی بمباریانی تر سره شوی. زنانه واړه ماشومان تر خاورو لاندی شوو تر دی چی هغه کسان هم ونه بښل شو چی له صلیبانو سره همکاران وو او مرسته یی ورسره کوله .
په افغانستان کی د صلیبیانو په اوسنی اداره کی عیسایی یهودی، هندو، دهر، ډم، سګشوی، د غربی، هوټلونو د مزدورو، غله، ټوپکی، رشوت خور، بدمعاش، لوطی، زانی، قاتل، لنډغر، دا چی د هر فاسق، فاجیر، او بد کاره، ځآی شته او وووه خو د ملا طالب او پوخ مسلمان ځآی نه شته او نه وو.
چی ځینی مهاجر شوو یا دغرونو سرونو ته وختل ډیر بندیان او یا هم په ډیر ظلم په شهادت ورسیدل،
د دوی د وحشت او هیبت په مقابل کی افغانانو په سخت مقاومت او غبر ګون لاس پوری کړو. طالبانو د صلیبی یرغل د ځپلو لپاره له هري حربی څخه کار واخیست تر څو هغوی په پای کی د ډله ایزو استشهادی عملیاتو بهیر خپل کړو. په دښمن یی سخت تندریز ډله فدایی بریدونه وکړ ، هغوی ترینه هیچرته هم خوندی پاتی نشوو صلیبیانو د فدایی عملیاتو د بهیر د مخنیوی لپاره له مختلفو لارو څخه کار واخست خو دوی ونه توانیدل چی مخه یی ونیسی نو د خپل نجات او ژغورنی لپاره ورته د مسلمانان دینی عالمان ور په یاد شوو،نو ځکه د دولس کاله وروسته ورته مسلمانان دینی عالمان ورپه یاد شول،
د همدی فتوا د عملی کولو لپاره یی لومړی په انفرادی توګه له ځینی عالمانو څخه کار واخست لکه استاد سیاف او ځینی بریلوی عالمانؤ خو کله چی د سعودی عرب نامتو شیخ عبد العزیز د عرفات په مبارکه ورځ د فدایی حملو د حرمت فتوا ورکړه، نو دانګریزانو په شیطانی ذهن کی دا خبره را وګرځیده چی باید ونه د خپل لرګی په ذریعه د تبر په مرسته ووهل شی، یعنی فدایی بریدونه د نړی د مسلمانانو عالمانو په متفقه شرعی فتوا سره حرام اعلان کړل شی او د حرمت فتوا سره حرام اعلان کړل شی او د حرمت فتوا یی ورکړل شی.
نو ځکه یی دوی دا شورا راوغوښته ، دا شورا که په هر نوم او هری موخی لپاره راغوښتل کیږی، خو له نورو ټولو موخو څخه علاوه ستر هدف به د فدایی بریدونو د حرمت فتوا د اسلامی نړی له نامتو عالمانو څخه تر لاسه کول دی،
د شورا په ډیر حساس او بیړنی پړاو کی راغوښتل کیږی . امریکایان د خپل تاریخ له بد ترین او ناوړه حالت سره مخ دی. له یو لوری څخه یی د جګړی د اوږ دولو توان له لاسه ورکړی او له بلی لوری پری د طالبانو بریدونه زیات شوی، دوی منلی چی په ۲۰۱۲ کال کی تقریبا له دیرشو زرو (۳۰۰۰۰) څخه زیاتی حملی پری ترسره شوی دی ، دوی د ټولو حملو په نسبت له فدایی بریدونو څخه سخت په ویره کی دی ، ځکه خو دوی د صلح په نامه مذکوره شورا راوغوښته تر څو په ضمن کی د فدایی بریدونو د حرمت خبره راوړاندی کړی ، چی د همدی فتوا د لاسته راوړنو په ترڅ کی په لومړی قدم کی په افغانستان کی د فدایانو له بریدنونو څخه وژغورل شی او ورسره طالبان ضعیفه شی له دوی سره بله ویره داسی زیاته شوی ده ، هسی نه د فدایانو دا اور غرب ته ورونه رسی
حافظ محمد احمد الخراسانی