افغانستان

جرمني یوازې هغو افغانانو ته ځای ورکوي چې له دوی سره يې کار کړی وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د جرمني لومړۍ وزيرې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبري غونډه کې وویل چې دوی به پخپل هېواد کې یوازې هغه افغانان پرېږدي چې له دوی سره يې په افغانستان کې کار کړی دی.

انګيلا ميرکل وویل چې دوی خپلو هغو افغان ملګرو ته په جرمني کې ځای ورکوي چې د دوی له ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی او له جدي ګواښ سره مخ دي.

میرکل وړاندې وویل چې له دې پرته به نور ټول افغانان بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر جرمني غږ وکړ چې ورغلي افغانان دې بېرته افغانستان ته ولېږي، چې په وينا هېواد ورته اړتیا لري.

د ولسمشر د دې غوښتنې په ځواب کې د کډوالو چارو وزیر او ګڼو مدني بنسټونو کلک غبرګون وښود او ولسمشر يې پر دې ملامت کړ، چې په هېواد کې د کډوالو لپاره مناسب ځای او د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه نه لري.

اروپا ته د محمد اشرف غني په دې شپږ ورځني سفر کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر ژمنه وکړه چې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې به ۳۵۰ ميلیونه يورو مرسته وکړي.

لومړۍ وزيرې يې وویل چې دوی اوس هم په افغانستان کې زر تنه عسکر لري چې د طالبانو پر وړاندې د افغان عسکرو پر روزلو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x