fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

معيار

لطف الله خیرخوا

د ټاکلي وثابت اصل او قاعدې لاندې ژوند ارزښت پلوی انسان له هر ډول فکري او معنوي تناقضاتو ساتي. پر خپله سټه څرخېدونکی انسان ډېری ځان له ثوابتو ساتي، ځکه دی د زړه مني او د عقل پر لار نه ځي. د امام شافعي رحمه الله وينا ډېره خوندوره ده، چې د زړه او عقل خوښه جلا ده. زړه پرېږدئ، عقل پسې لاړ شئ.

د زړه خوښې ته په عقَدي علم کې «هوی» وايي. يو سړی، چې د ژوند لپاره ثابت اصل نه لري، هغه ته پښتو کې «خوشکی» وايي، فقهاء کرام يې «فضولي» بولي. استخباراتي شيطانانو داسې په خلکو سرونه وګرځول، چې ان معيارونه يې وربدل کړل. مثلا پخوا به چې چا ته زموږ په ثقافت کې «مطلب اشنا» ويل کېده او خلکو ورته د يوه نيمګړي انسان په توګه کتل، دوی ورته فلسفه لري؛ «پراګماتزم» يې بولي!

د خپل ځانګړي ژوند په اړه ناکام وګړي په همدې کاواکه خبرو اوس زموږ ثقافت وتاريخ راننګوي. يو يې وايي، چې څنګه د پردۍ خور ولور د لوبولو لپاره چې اسلام نکاح مشروع کړې يا يې د بل د جېب وهلو لپاره بيع روا کړې، دغسې دې د بل د څملولو لپاره ديموکراسي هم وګڼل شي!!

اصل خبره دا ده، چې دا وګړي، د ډانګ وپړانګ تر منځه دي. بې مسلمانۍ دلته چلېدی نه شي، نو له شريعته چورلټ انکار هم نه شي کړی، کفر ته يې ميلان له بريده اوښتی، مګر دا هم نه شي ښکارولی. دا خلک که لږ هم د عقل پر لار تلی، نو شرعي احکام به يې داسې په فاحشه غلطۍ نه تفسيرول، چې کفر ته په کې لار وباسي. خامخا به يې همغه لار سيخوله، چې د ده او د کايناتو د خالق اړيکه سره کلکوي.

که نکاح د عياشۍ دوهم نوم ګڼي او بيع د غلا، نو دا عقلپالی داسې ولې نه وايي، چې ټوله خبره د نړۍ تعمير ته جوړه ده، الله جل جلاله فرمايي :{ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا} هغه(الله جل جلاله) له زمکې پيدا کړئ او د زمکې د ابادۍ غوښتنه يې درڅخه کړې.

په همدې اعتبار د زمکې ابادي «تناسل او تواصل» ته اړتيا لري، چې په نکاح تر سره کيږي. غريزي مړښت يې ضمني ګټه ده، چې د ستر هدف تر سيوري لاندې پوره کيږي. په همدې دليل د زمکې د ابادۍ لپاره د نسل ډېرېدو سره سره مالي ډېرښت ځانګړي انساني تعامل ته اړتيا لري، چې د بيع په ډول ورته ارونه جوړ شوي!

موږ سره سيادت هم د زمکې د ابادۍ لپاره د پراګنده صلاحيتونو د يو موټی کولو لار ده. دا چې خپل تاريخ وثقافت سره بې تړاوه وګړي اوس دا انځور کاږي، چې ګوندې سياست د يو بل د څملولو چاره ده، دا زموږ د تاريخ وثقافت خبره نه ده او همغو ته دې مبارک وي، چې مني يې.

دوی چې خپلې لار ته دا ډول دلايل تراشي، لامل يې همدا دی، چې دوی «يو» معيار ته قايل نه دي، نه د عقل پر لار تلل غواړي. دا خلک په زړه پسې روان دي، نو دا ډول تضاد سره هم مخامخ دي، چې «نه به د دين شي، نه د سادين».

ما په تېر کالم کې هغو خلکو ته ځينې شرعي، تاريخي، کلتوري او واقعي دلايل ويلي وو، چې روان جهاد نورو خواوو ته منسوبوي. يو اشنا راته په ايمېل کې د ډېوډ پټرايوس او برتانوي ډېوډ کامرون خبرې ليکلې وې. ما وې ښه نو ستا شريعت رښتينی دی، که ډېوډان؟ ستا تاريخ رښتينی دی، که ډېوډان؟ ستا ثقافت رښتينی دی، که ډېوډان؟ واقعيتونه رښتيني دي، که ډېوډان؟

د دې پر ځای، چې منطقي ځواب ووايي، پر هغه او دغه څرخي. دغه تضاد انسان سختې پوښتنې سره مخ کوي. يو وخت يې ګورې، چې د کفري اصل لپاره اسلامي اصول تراشي. کله يې چې شريعت کې راونيسې، نو په نشنلستي فلسفو به سر وي، خو که دې دلته هم مخه ور ډب کړه، بيا له هر څه در تېر دی، ځکه دی نه غواړي قانع شي. د ده زړه دا دی، چې ميلان يې «اصل» وي، هر څوک يې ورسره ومني، مګر ميلان نه دليل دی، نه منطق!

هغه عقلپالي ته خو سړی له حيرانتيا هک شي، چې په ذاتي ميلان يوه خبره ردوي او مني. دا خلک په روانه قضيه کې له اسلامي لوري سره د ذاتي تضاد له امله د روانې مبارزې مشروعيت په لغته وهي او دی ښه پوهيږي، چې د ده حيثيت او موقف څومره قانع کوونکی دی!

دوی ته د ذاتي تضاد خبره ځکه يادوم، چې دوی کفر سره د ودرېدو هيڅ دليل نه لري، خو د دې لپاره، چې ځان ته مشروعيت ولټوي؛ هغه هم ځکه، چې د تاريخ د سترو خيانتګرو په توګه يې جرم برسېره نه شي، په پراګماتيکو اخلاقو، وخت او ځای ته په کتو دلايل وايي!!

دا تضاد به دوی قبر ته هم يوسي، مګر د کاږه ځواب فرصت به نه لري. جبراً به يې هر غړی ګويا وي، خو ژبه به يې له شرمه دا نه شي ويلی، چې رب مې الله جل جلاله دی، دين مې اسلام دی او نبي مې محمد صلی الله عليه وسلم دی، ځکه چې ده پردي قانون(دين) ته ډۍ وهله او د ولايتي، ولسي، مشرانو، مشورتي، وړو او لويو جرګو استازو خبره يې د الله جل جلاله د استازي پر سنتو وړاندې کړې وه، بناءً رب يې نه پېژانده، ځکه خو به يې ځواب ته ژبه ګونګۍ وي!

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

( ما کان لنفس ان تومن الا باذن الله و یجعل الرجس علی الذین لا یعقلون)

حنیف
میلمه
حنیف

دکانی کرخی دی راخکلی خیر خواه صیب، الله دی موفق لره….

khalid
میلمه
khalid

مننه کوم خیرخواه صاحب د کوم چا خبری چی تا پخپل دی مضمون کی راوړی دی واقعا چی هغه اوس ډیری پستی رذالت او شرمندګی ته ملاتړلی ده د یو مولوی زوی او داسی کارونه الله دی اول هدایت ورته وکړی کنی پخپل غضب دی هلاک کړی

افضل خان
میلمه
افضل خان

ماشاء الله، ليکل دې زړونه اراموي، الله دې مه کموه

عمران غښتلی
غړی
عمران غښتلی

خیر خوا صیب هره لیکنه مو لولم او کوښښ کوم چې پرې پوه شم. ستاسې د لیکلو مجموعه چې راواخلې نو فیصدي داسې شوه چې تاسې ۹۰٪ خبرې په نورو پسې کوئ چې دا دا معنا ورکوي چې تاسې ۹۰٪ په شرعي اصولو برابر او سهي روان یئ او دغه ۱۰٪ مو غلطیانې دي چې هغه هم زړه نا زړه خپروئ، او دغه ټول د افغانستان ولس له خطاو ډک دی!! ایا تاسې کله دا کوښښ کړی چې خپلو همفکرو ته نصیحتا لیکل ږکړئ چې ایا دغه وکړئ هاغه مه کوئ او که دا کار تاسې شرعا ناروا بولئ!! زما… نور لوستل »