د نن سرلیکنه

د ناټو يو كلن ماموریت به څومره بریالی وی؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلې وروستۍ غونډې کې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکوي او د ۲۰۱۶ کال ترپایه پوري به دلته خپل ۱۲۰۰۰ زره عسکر د افغان ځواکونو د روزلو او هغوی ته د سلا مشورو ورکولو په غرض پریږدي .

د ناټو تړون دا پریکړه په داسې حال کې تر سره کیږي چې ټول افغانستان نا امنیو په سر اخیستی او د ګډ حکومت واکمنۍ ورځ تر بلې کمزوري کیږي.

که څه هم چې تیر کال د د یسمبر د میاشتې په پای کې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړ، خو له هغې نیټې راهیسې تر نن پوري د هغوی د بی پلوټه الوتکو بریدونو او نور و پوځي عملیاتو همداسې دوام درلود.

بهرنیو ځوکونو په دغو عملیاتو د سلګونو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ترڅنګ په کراتو مراتو د دفاع وزارت اړوند پوځي قطعات او د هغوی اړوند پوځي مراکز هم بمبار کړل چې له امله يي یو زیات شمیر د ملي اردو پوځیان مړه او ژوبل شول.

د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت د شنونکو په باور بهرنی موجودیت په مجموع کې د افغانستان د امنیتي او سیاسي بي ثباتي لامل ګرځیدلی او د هیواد په هره نقطه کې چې هرڅومره بهرني پوځیان زیات وي هلته ورسره په هماغه کچه نا امني او ګډ وډي اضافه وي .

په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له موجودیت څخه را پیداشوې نا امني او بي ثباتي یوه پلان شوې دسیسه ده چې د امریکایانو او د هغوی د نورو غربي مؤتلفینو په دستور تر سره کیږي .

د دې لپاره چې دلته نورهم د جګړو ، نا امنیو او بي نظمیو لړۍ توده وساتل شي امریکایانو او ناټو تړون په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د۸۵۰۰ امریکايي پوځیانو او د ۱۲زرو د ناټو عسکرو د پاتي کیدو پریکړې وکړي.

دا خبره د درک وړ ده چې که اجنبي موجودیت د افغانستان سیاسي او امنیتي ثبات ته كومه ګټه رسولای شوای نو په تیرو ۱۳ کلونو کې به ۱۵۰۰۰۰ خارجي ځواکونو په هیواد کې ثبات او امنیت راوستلای وای.

اوس چې ناټو تړون د امریکایانو په تعقیب تر یوه کال پوري په افغانستان کې د ۱۲ زرو پوځیانو د پاتي کیدو پریکړه کړې دا پریکړه د جګړې له دوام پرته بله هیڅ معنا نه لري او له دې پریکړې سره به هم په ټول هیواد کې نا امني او ګډو وډۍ دومره زیاتې شي لکه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیکولو وروسته چې زیاتې شوې.

دا چې په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي واک او صلاحیت له پیله د بهرنیانو په لاس کې دی، او له ګډ حکومت څخه د دې جګړې په دوام کې یواځې د وسیلې په توګه کار اخیستل شوی نو د ناټو تړون د وروستۍ پریکړې پایله به هم یواځي د بهرنیو منافعو په مدار متمرکزه وي چې افغانستان او افغانانو ته د خوښي او هیله مندي هیڅ پیغام نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x