مجاهد: رسنۍ باید د استخباراتي پلانونو برخه ونه ګرځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې په رسنیو غږ کړی چې باید د هغو تبلیغاتي پلانونو برخه ونه ګرځي چې استخباراتي کړۍ یې د اذهانو د مغشوشولو په موخه په کار اچوي.

د طالبانو ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پژواک خبري اژانس ادعا وکړه چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ملا امیر خان متقي يوې رسنۍ ته منلې چې د دوی مشر د ټپونو له کبله په کویټه کې ساه ورکړې. که څه هم پژواک اژانس دغه رسنۍ «نړیواله» بولي خو د نامه له اخیستلو یې ډډه کړې.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی له خوا د مکررو تردیدونو سربېره بیا هم د ملا اختر محمد منصور په اړه جعلي راپورونه خپرول د «استخباراتو ناکامه هڅه» ښکاري چې په خبره یې، غواړي د خلکو اذهان مغشوش کړي.

نوموړی زیاتوي:

«موږ له رسنیو څخه هیله کوو چې خپل رسنیز حيثیت ته په کتو د دا ډول مهمو راپورونو په خپرولو کې محتاط ووسي او غیرواقعي خبرونو په خپرولو سره د استخباراتي شومو پلانونو برخه ونه ګرځي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې «امیرخان متقي دا څوارلس کاله هيڅ رسنۍ سره هم تماس نه دی نیولی او نه هم د منصور صاحب د ټپي کیدو آوازې حقیقت لري».

هېره دې نه وي چې د طالبانو د مشر په اړه دغه څرګندونې تېره ورځ په لومړي ځل د افغانستان مرستیال ولسمشر رشید دوستم ویاند «سلطان فیضي» وکړې. نوموړی ویلي و چې د طالبانو پر مشر باندې یو نظامي طالب قومندان «عبد الله سرحدي» ډزې کړي چې په پایله کې يې ملا منصور ټپي او عبد الله سرحدي له پنځو کسانو سره وژل شوی دی.

که څه هم ملا عبد الله سرحدي نن له رسنیو سره په خپل غږ کې مرکه وکړه او هغه ادعا یې رد کړه چې نوموړی وژل شوی او یا هم د ده په لاس ملا منصور ټپي شوی، خو د افغانستان مرستیال ولسمشر ویاند لا هم په خپل دریځ ټینګار کوي.

باید وویل شي چې د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د برید راپورونه په داسې حال کې د رسنیو پرمخ راښکاره کیږي، چې له داعش څخه د دولت د پټ ملاتړ راپورونو په دولتي ارګانونو کې سختې بې باورۍ رامینځ ته کړې وې او د خلکو نیوکې او غصې اوج ته رسېدلې وې.

داسې باورونه شته چې د طالبانو پر مشر د برید راپورونو تر شا هدف د داعش او دولت له اړیکو څخه د ولس پام د یوې بلې موضوع پر لور ته اړول دي، ځکه چې په تېرو څو ورځو کې په ولسي جرګه کې د داعش او دولت د پټو اړیکو جنجال تر فزیکي غبرګون رسیدلی و. وړمه ورځ د دې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر د جرګې په عمومي غونډه کې سې ډي کیسټ هم وښودله، چې د ده په وينا له داعش څخه د دولت د پټ ملاتړ له مستندو شواهدو ډکه ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

دا سی خبرونه یو څه منفی تا ثیر خو لری حتی د هفی خلکو لپاره چه هر ځو مره دا خبره با بځه کڼی، اسانه د خل لاره داده چه محترم مشر حضرت یوه ویډیو په مناسب وخت او مناسب ځای که رکاډ کړی او رسنیو ته په واک که ورګړل شی تر څو دا شیظانی رسنی نوری هم رسوا شی. کنه نو اوس ددوی دلیل دادی چه دوی دمشر امیر (رح) خبر پټ ساتلی وو، چه دا دلیل یو څه توجه کیدی هم شی. نو د فرهنګی کمسیون نه تقضا دا ده چه دا کار وکړی. مننه

khalid
میلمه
khalid

او عکاسی او کیمره مینی ته به یی تاته په کی دعوت درکړی همداسی صحیح ده که څه په کښی وایی

محمود
میلمه
محمود

بلی زه فقط ستاسی ته دا کلام ذکر کوم چه (فی قلوبهم مرض…….)

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

که د باران د وریدو خبره د دغه غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری له خوا ویل شوی هم زه به یی باور نه کړم ، د دوی د خبرونو مثال د هماغه دروغجن شپون قیصه را یادوی د دروغو چیغی به یی وهلی چه لیوه راغی لیوه راِغی خلک به یی مرستی ته ورغلل لیوه به نه وو ، بله ورځ رښتیا ورباندی لیوه راغی هماغه چیغی پیل شوی خلکو فکر کولو چه دا هماغه مخکنی دروغ دی خو لیوه په رښتینی ورله ټولی یا نیمی میږی وخوړلی یا ووژلی . دا چه باداران یی تیښته کی دی… نور لوستل »