fbpx

د فیسبوک د مشر «مارک زوګبرګ» لور پیدا شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د فیسبوک ټولنیزې شبکې موسس لور پیدا شوی، چې نوموړي پرې نوم «میکس» ایښی.

مارک زوګبرګ تېره ورځ د خپلې لور د پیدا کیدو اعلان وکړ. نوموړي له خپلي نوي پیدا شوي لور څخه مننه وکړه او هغې ته په خطاب کې يې ړویل: «زه او ستا مور نه پوهیږو چې څرنګه درته دا ووایو چې تا مونږ ته د راتلونکي لپاره څومره لوی امید راکړی، تا مونږ هغې نړۍ ته متوجې کړو چې ته به ژوند په کي کوې».

نوموړي د خپلې لور د ښه راتلونکي د تضمین په خاطر یوه خیریه موسسه جوړه کړې، او د فیسبوک څخه تر لاسه کړې ۹۹ سلنه شتمنۍ یې دغه بنسټ ته وقف کړې.

دغه بنسټ چې چین زکر برګ انیشیټو نومیږي، د بشري وړتیا په لوړولو او د نوي نسل په ماشومانو کې د برابر ماحول د را منځته کولو لپاره کار کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د نوموری کمپنی مشر د لور د پیدا کیدو له امله چه یی خیریه موسسه جوړه کړی ، د ژوند په انګړ کی یی ښه کار کړی چه مظلوم بشریت تری ګټه تر لاسه کړی او د ده د پاره به د شهرت ګټه ولری مګر که دی دومره هوښیار وی چه په کم عمر کی یی د فیس پوک کمپنی جوړه کړه چه هم یی ده او هم یی ټولو نړیوالو ته ګټه ورسیدله ( البته ځینو ته تاوان هم لری په دی اړه لری چه څوک یی د څه د پاره کاروی ) پکار داده ، چه د… نور لوستل »