افغانستان

خپلواک صافی : پولیسو ژورنالیستان ډبولي

دافغانستان دژورنالیستانو دخپلواکې ټولنې مشر وایي چې همدانن چهار شنبه دکابل صدارت څلورلارې ته نږدې پولیسو دوه تنه نارینه ژورنالیستان وهلي او یوې بلې  ژورنالیستې ته یې ګواښونه کړي دي ، دټولنې مشر خپلواک صافي  په خبرپانه کې دکابل امنیه قومندان ایوب سالنګی په دې کړنو ګرم بللی او په خپله اعلامیه کې یي لیکلي :

(د افغانستان د ژورنالستانو د خپلواکه ټولنې په ادرس د رارسیدلو شکایتونو له مخې نن (چهارشنبه چې د جدي ۲۷ او د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د جنوري ۱۶ کیږي) له یو شمیر هغو خبریالانو سره چې په کابل کې  صدارت څلور لارې ته د ورڅیرمه شوې چاودنې د جزیاتو په اړه د معلوماتو په لټه کې و ، یو ځل بیا د امنیتي کارکوونکو له لورې تریخ چلند شوی. په دې لړ کې په ځانګړې توګه د ازادۍ راډیو عکاس سباون او د هغه تخنیکي مرستیال پرویز وهل شوي او د همدغې راډیو خبریاله حمیده عثمان پخپله د کابل ولایت د امنیه قوماندان جنرال ایوب سالنګي له لورې ګواښل شوې ده. دا له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د حکومتي چارواکو له لورې له خبریالانو سره د ناوړه سلوک تر ټولو تازه بیلګه ده. د افغانستان د خپلواکه ژورنالستانو ټولنه دا راز چلند په هیواد کې د بیان د ازادۍ په وړاندې یو په بل پسې د ډیریدونکو ګواښونو څرګنده نښه بولي او له دې اړخه ژوره اندیښنه څرګندوي. په تیره دې ته په کتو چې د افغانستان خلک د ننۍ چاودنې په څير د پیښو پرجزیاتو او څرنګوالي د خبریدو لپاره د  رسنیو رپوټونو ته مخه کوي او د قانون له مخې د چارواکو ‌ذمه واري دا ده چې د دا وړ پیښو جزیات په خپل وخت له رسنیو سره شریک کړي. موږ د چارواکو همدغه قانوني مسوولیت ته په کتو یو ځل بیا پر حکومت غږ کوو چې په کلکه  له خبریالانو سره د دا راز ناوړه چلند مخه ونیسي او د ګواښلو پر ځای هغوی ته په خپل وخت د جزیاتو په ورکړه کې مرسته وکړي.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x