نظــر

راپور موږ درکوو قضاوت پرتاسو

azadi radio

داهغه توري دي چې له اوو نه تراوو ۷ ورځي یې په اونۍ کې دازادۍ له راديوپخپله ددې رسنۍ چلونکي اوري اودوجدان خاوندان اوريدونکي یې دسهار له شپږو دماښام تر ۸ بجو۷ ورځي په اونۍ کي ددوي له مزخرفاتوګڼي ،داله دې امله چې ددې خبري معنا داده چې: دروغ موږ وایوخورښتیا به یې تاسي ګڼئ! يا :دروغ پرموږ خو لګول یې پرتاسو!

ازادۍ راديودهغوګڼو رسنیو په سر کې راځي چې په افغانستان باندي دصلیبي ټلوالي له یرغل سره یې په فعالیت پيل وکړ،ازادي په افغانستان دامریکایي یرغل همزولې ده اوبې ادبې معاف بلوغ ته یې لاشپې پاته دي ،دې رسنۍ دنوروخوندوپه څېر داشغال په اوږدو کې نه يواځي ټول حقیقتونه له خلګوپټ وساتل بلکه پوچ دروغ یې درښتیاپه یونیفورم کي دعاموخلګوذهنونوته داخل کړل ،دغربیانوحيواني کلتور ددې رسنۍ په مذهب تهذیب دی،اوټولو افغاني افتخاراتوته په انحطاطونوقائله ده .

پورته مزخرفه جمله دوه کارونه ویشي چې دیوه ترسره کول په دوی پوري اړه لري اوددوهم کار ذمه په اورېدونکو اچوي ،لومړي ته دراپور اواودوهم ته دقضاوت نوم ورکوي ،دوي په دې اند دي چې ګني اوريدونکی به دقضاوت په دنده تېرباسي اوددوي خوړسکوته به راپورووایي، خودوړه خلګ دوړه بولي اوکه دراپورنوم ورکړي نودنیاپرې خاندي ،هيله ده چي ددې ډول اوريدونکوعذر ومني .

داچي دارسنۍ په جګړه کي دښکېلولوریونه په یوه پوري نه غوڅېدونکي تړاولري نوطبعاپه ټولنه کې دخپلي ودي په موخه دمخالف لوري يادونه هم کوي ،له مجاهدينوپه اورپکواووسلوالو مخاليفينوتعبیرکوي ،په بهرنیواوګوډاګيوعسکرواوپوځي مرکزونووسلوال بریدونه اودرنې چاودني په سلو کي ۹۹ فیصده پټوي اوپاتي ۱ سلنه داسي څرګندوي چې بالکل داشغالګرواودهغوی دلاسپوڅو په ګټه وي ،که چاودنه په عسکروشوې وي خوتلفات یې ددوي په وینا وسلوالومخالیفیوته اوښتي وي که په فوځي مرکز کې دننه ټوله ورځ اويا شپه فدایي عملیات ترسره شو ي وي بیا هم پيښه بلل کيږي اوقربانیان یې مجاهدين اویاملکي وګړي وي ،دهيواد په هره برخه کي که داشغالګرواوګوډاګيو عسکروله خوا څوک په نښه اوپه شهادت رسول کيږي هغه وسلوا ل مخالف (مجاهد) دی اوکه دمجاهدله لوري بهرنی اشغالګروژل کيږي نودچیک جمهوریت له پراګ نه دازادۍ راډیوپه اصولودهغه تابعيت په اوتوماتیک ډول بدلیږي اوعام اوملکي وګړی بلل کيږي،که ماشومان دلوبوپه مهال په ټانګ وهل کيږي نوباید طالبان وبلل شي ،که میرمني دبوټوراټولولوپه وخت دالوتکو له لوري په نښه شي نوبایدددوي په راپورنوکې ورنه په طالب جنګیاليوتعبیر وشي اودهغوي وينه خو دنړیوال کفر اونفاق په اتفاق له دې امله مباح ده چې له خپل دين اواسلامي حریم نه دفاع کوي،دغه ډول که دبهرنيو ځواکونوکوم بیس مکمل فتحه شي وسلي اومهمات یې غنيمت وګرځي نوداښاغلي به وضع کنټرول خوملکي کسان به ډیرخوږ ګڼي ، که دبهرنيو قواووالوتکه رانسکوره شوه نودسرتيرو پوزي به نه ویني کيږي ،درالویدلوځای ته به یې په ډیر دقیق ډول ملکي وګړو ځان رسولی وي اودپیښي قربانیان به همدوی وي اوبس ، دمنطقي قانون پربنسټ که کومه قضیه رښتيني وي نوعکس به یې خامخا رښتینی وي اوکیف به یې هم داصلی قضیي په څیر خوندي پاته وي ،دې اصل ته په پام سره دوی عکس منطقي عکس نه بلکه دحقائقونامشروع قلب اولغوي عکس دی ،بناء ددوي خبرونه تقلبونه دي اودهریوه په ډاګه کول یې دومره وخت غواړي لکه ددې ټول عمر.

اوس یوراپوررااخلم خوقضاوت ته یې ضرورت نشته راپوردميدان وردګ ولایت دتنکي درې دحسن خېلودکلي دهغه ناورين په اړه دی چې دوحشي اشغالګروله لوري لومړی په یوه جومات بمباري وشوه کله چې دپيښي ځای ته دشهيدانودراایستلو په موخه نور کلیوال راغلل هغوي هم په نښه شول اوتر دې ورسته اشغالګرودګوډاګیو عسکروپه ملتیاکلیوال له کورونوراوایستل اوپه ډلیز ډول یې په شهادت ورسول په دې ددردونکې پيښه کې ۱۸ تنه عام وګړي په شهادت ورسیدل اودمیرمنوپه ګډون په لسګونو نور سخت ژوبل شول .

خواازادي وایي :

د میدان وردګ ولایت چاوراکي وایي، چې د دې ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې په یوې چاودنې کې اوه ملکي کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهد الله شاهد ازادي راډیو ته وویل؛ دغه چاودنه د افغان او بهرنیو ځواکونو د تیرې شپې له عملیاتو وروسته په یوه جومات کې رامنځ ته شوې هغه وویل، په عملیاتو کې څلور هغه وسلوال مخالفین هم وژل شوي؛ چې د ده په وینا، د ځان وژونکو حملو واسکټونه یې پر تن او په یوه جومات کې یې سنګر نیولی و.

وسله والو طالبانو خبل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ادعا یې کړې چې دغه کسان د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبارډ کې وژل شوي دي.

دازادي اوبي بي سي دهمغږي یوبل مرکز (تاند) لیکي :

د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې تېره شپه اووه ماشومان په یوه جومات کې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول د میدان وردک د والي ویندوی شاهد الله شاهد رسنیو ته وویل چې چاودنه په یوه جومات کې د شپې په دوه بجې وشوه.ده د پېښې د جزییاتو د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې په سیمه کې د افغان او ناټو پوځیانو کاروان تېرېده چې له جوماته د وسله والو مخالفانو له لوري پرې ډزې وشوې. له ډزو لږ وروسته په جومات کې دننه چاودنه وشوه.

په دواړو (ددوي په وینا) راپورنوکي وژل شوي کسان يا وسلوال طالبان ښودل شوي اويا طالبانوماشومان وژلي دي اوکه دطالبانودویاندخبره ليکي نوسمدستي ورسره ليکي چي مستقلومنابعویې پخلی نه دی کړی ، 

داپیښه په داسي حال کې صورت نیسي چې کرزي داوباما ،هیلیري کلنټن اوپنیتاله میلمستیاوونه راستنيږي ، دبې بلیټوطیارو،تحصیلي برسونو،انکشافي پروژو اوسياسي اعتبارژمني دخپل سفر لاسته راوړي ګڼي ،اوس داقضاوت په کار دی چي داپيښه ددې میلمستیاواوژمنوبدل نه دي ؟ له ۲۰۱۴ کال وروسته که زموږ بې ګناه اولسي وګړي په شهادت رسول کیږي نوقاتلین خوبه یې دتړون له مخي په ټاکل شوي ځای کي محکمه کیږي هغه قاتلين چې تردې نيټي وړاندي قاتلين دي دوی به چیرته محکمه کيږي ؟ په افغانستان کې خو له دي امله نه محکمه کیږي چي لاتړون نه دی لاسلیک شوی په امریکا کي هم باید محکمه نشي ځکه تړون په خپل وجودکې ددووطرفونوغوښته کوي چې یو یې افغانستان اوبل امریکاده،نونتيجه به داشي چې ټول بهرني مجرمين دي سرې سترګي ګرځي اوجنایتونه دي یې دازادۍ بي بی سي اشناراډیوګانو ، ګڼو نورو اژانسونوټلیوزونونو،ویب پاڼو،جریدو،اخبارونواومجلو له برکته په وسلوالو مخالیفینو وتپل شي او په ټول کې دتړون مړون خبري داشغال په دوران کې دوحشي نیواکګروپه جنایاتوپرده اچول دی اوبس .

احسان الله احساس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x